د پاکستان تحریک انصاف ګوند: د سهیل اپریدي په مشرۍ له لکي مروت سیمې لاریون پیل شوی

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د پاکستان له فدرالي حکومت سره د خبرو له ناکامۍ وروسته، د پاکستان تحریک انصاف ګوند د خیبر پښتونخوا د اعلیٰ وزیر سهیل اپریدي په مشرۍ له لکي مروت سیمې هغه لاریون پیل کړی، چې دوی د لانګ مارچ نوم ورکړی دی.

د لاریون په پیل کې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر ګډونوالو ته په وینا کې وویل، نن به د خیبر سیمې پر لور وخوځېږي او په وینا یې تمه ده چې د دوشنبې تر ورځې پورې به د ده په خبره په خیبر کې د ګډونوالو شمېر میلیونونو ته ورسېږي.

له فدرالي حکومت سره د مذاکراتو په اړه نوموړي وویل چې هغه مرکچي پلاوی چې پرون (شنبه) اسلام‌اباد ته تللی و، موخه یې د سیاسي کړکېچ او تاوتریخوالي کمول وو. او زیاته یې کړه، چې نه د (ګورنر راج) منلو ته چمتو دي او نه هم د بېړني حالت (ایمرجنسي) ملاتړ کوي.

د ښاغلي اپریدي په وینا دغه لاریون کې به د ټانک،‌ ډېره اسماعیل خان، سویلي وزیرستان،‌ شمالي‌ وزیرستان،‌ بنو او لکي‌مروت خلک شامل وي او قافله به یې د شپې له مخې کرک ته نږدې واړوي.

سهیل اپریدي ویلي، سبا (دوشنبه د اکتوبر ۵مه) دولس بجې به د کرک ځايي خلک له لاریون سره یو ځای شي او دوی به له دغه ځایه له روانېدو وروسته شپه کوهاټ ته ورسوي.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر زیاته کړې، چې سې‌شنبه (د اکتوبر ۶مه) غرمه ۱۲ بجې به د کوهاټ، هنګو،‌ کرمې، او اورکزیو خلک هم له لاریون سره یو ځای شي.

دوی به له دغه ځایه د پېښور پر لور حرکت وکړي‌ او شپه به متنیو ته نږدې تېره کړي.

هغه زياته کړه چې د اکتوبر اوومه ماسپښين ۱۲:۳۰ بجې به لاریون د پېښور له بډه‌بېرې بیا حرکت وکړي او دغلته به ورسره د خيبر ولسوالۍ او د پېښور د نورو سیمو اوسېدونکي ملګري شي.

نوموړي ويلي چې دغه کاروان به دغه شپه د چارسدې د انټرچېنج ترڅنګ تېره کړي.

په ورته مهال د پاکستان د کورنیو چارو فدرالي وزیر محسن نقوي پېښور ته رسېدلی او هلته یې د خیبر پښتونخوا ګورنر یا والي فیصل کریم کنډي سره لیدلي دي.

د پاکستان کورنیو چارو داسې حال کې خیبر پښتونخوا ته سفر کوي، چې مخکې یې وویل، د حکومت او تحریک انصاف ترمنځ مذاکرات پای ته رسېدلي دي.

محسن نقوي په لاهور کې یوې خبري غونډې ته ویلي چې که خدای مه کړه د لاریون پر مهال څوک ژوند له لاسه ورکړي، په وینا یې اعلیٰ وزیر سهیل اپريدی به یې مسوول وي.

هغه خبرداری ورکړی چې هېڅ ډلې ته به په هېڅ صورت اسلام اباد ته د ننوتلو اجازه ورنه کړل شي، او " هغه د پي ټي ای مشران چې د محکمو له حکمونو سرغړونه وکړي، د قانون له مخې به ورسره چلند وشي."

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) عمومي منشي سلمان اکرم راجه وايي، د حکومت او تحریک انصاف ترمنځ د مذاکراتو د ناکامۍ اصلي لامل د حکومت هغه ټینګار و چې له مخې یې غوښتل خیبر پښتونخوا حکومت په صوبه کې د ترهګرۍ پر ضد د وفاقي حکومت او د هغه د ادارو له خوا د ترسره کېدونکو ټولو اقداماتو او پوځي عملیاتو ملاتړ او تائید وکړي

د حکومت او پي ټي آی ترمنځ په مذاکراتو کې څه وشول؟

د یادونې ده چې د دغه لاریون د مهالوېش له اعلانېدو څو ساعته ورمخکې د حکومت او اپوزېسيون ترمنځ د مذاکراتو دویم پړاو هم ترسره شو، خو له څو ساعته خبرو اترو سره سره له کومې هوکړې پرته پای ته ورسېد او د دواړو لورو ترمنځ بن‌بست پر خپل ځای پاتې شو.

دغه مذاکرات تېره ورځ ماښام د پارلمان ودانۍ کې د قومي اسمبلۍ د رییس اياز صادق په مشرۍ پيل شول او د شپې تر ناوخته پورې روان وو.

په سنا کې د اپوزېسيون مشر علامه راجه ناصر عباس له مذاکراتو وروسته وويل چې بن‌بست لا هم دوام لري او دا چې له عمران خان سره د لیدلو پر موضوع هوکړه ونه شوه.

د هغه په وينا خيبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې د څرنګوالي پر موضوع هم اختلافات پر خپل ځای پاتې دي.

دا په داسې حال کې ده چې سهیل اپریدي د اېکس په یوه پیغام کې لیکلي، چې پر خیبرپښتونخوا باندې ترهګرې تپل شوې او دا چې دغه ایالت د مرکز د ناکامه پالیسیو په اور کې سوځي.

"ترهګري پر خيبر پښتونخوا تحميل شوې ده. د فدرال حکومت د ناکامو پاليسيو له امله خيبر پښتونخوا تل د جګړې، بارودو او اور په لمبو کې سوځېدلې ده. زما د صوبې بې‌ګناه خلک په پوځي عملياتو او ډرون بريدونو کې شهيدانېږي، خو بيا ورته د 'جانبي زیان' نوم ورکول کېږي او يوازې په يوه بښنه خبره پای ته رسېږي. دلته به يوازې د عمران خان پاليسي عملي کېږي. د هېواد او ولس خير ښېګڼه په همدې پاليسۍ کې نغښتې ده."

د پاکستان تحریک انصاف مشر بيرسټر ګوهر علي خان وويل چې د لاریون پرېکړه لا پر خپل ځای ده او دا چې دغه لاریون به د اعلان شوي مهالوېش له مخې ترسره کېږي.

د هغه په وينا، د اپوزېسيون په غوښتنو کې د پي ټي ای له بنسټګر عمران خان او د هغه له ښځې بشرا بي‌بي سره د لیدنو د فرصت برابرېدو غوښتنه هم شامله وه.

د ګوهر علي خان وویل، په دې او د ترهګرۍ د ځینو اړوندو موضوعاتو په تړاو خبرو کې پرمختګ ونه شو.

په کورنيو چارو کې د دولت وزير طلال چوهدري ویلي مذاکراتو کې پر ډېرو موضوعاتو توافق شوی و، خو د خيبر پښتونخوا د حکومت له لوري د ترهګرۍ ضد عملياتو کې د همکارۍ د ډاډ نه ورکولو له امله هوکړه ونه شوه.

د هغه په وينا، د حکومت دريځ دا و چې ایالتي حکومت بايد د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې له مرکزي حکومت سره همکاري وکړي.

د پاکستان د لومړي وزير شهباز شریف سياسي سلاکار رانا ثناءالله هم وويل چې حکومت د هوکړې په مسوده کې دوه يا درې ځله بدلونونه راوستل، خو د خيبر پښتونخوا حکومت د ترهګرۍ پر ضد همکارۍ ته چمتو نه شو.

هغه زیاته کړه چې دا د ایالتي حکومت اساسي او قانوني مسؤليت دی چې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې همکاري وکړي او دا چې مرکزي حکومت په دې اړه هېڅ ډول جوړجاړی نه شي کولی.