کابل کې د ۹۰ جوړو ګډ ودونه وشول

کابل کې د ۹۰ جوړو ګډ واده
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د کابل په یوه هوټل کې د یوه خیریه بنسټ په مالي ملاتړ د ۹۰ ځوانو جوړو ګډ د واده مراسم ترسره شول. تنظیموونکو وویل، د دې اقدام موخه دا ده چې پر کورنیو اقتصادي فشار کم کړي او د ساده او لږ لګښت ودونو کلتور ته وده ورکړي.

په دې مراسمو کې جوړو ته کالي او نور لومړني توکي برابر شوي وو او نغدي مرستې هم ورسره شوې وې. همدارنګه له ګډونوالو غوښتنه وشوه چې له ګران‌بیه تشریفاتو ډډه وکړي او د واده مراسم په ساده ډول ترسره کړي.

په وروستیو کلونو کې، په کابل او د افغانستان په ځینو نورو ولایتونو کې د ګډو ودونو مراسم د درنو لګښتونو د کمولو لپاره دود شوي دي. یوازې په تېرو دوو اونیو کې ورته مراسم په هلمند او سمنګان کې هم ترسره شوي وو.

کابل کې د ۹۰ جوړو ګډ واده
د عکس تشریح، کابل کې د پنجشنبې په ورځ (سلواغه ۲۳مه) د ډله ییز واده مراسم

په افغانستان کې د نامزدۍ یا کوزدې موده ډېری وخت څو کاله اوږدېږي، تر هغه چې زوم وکولای شي د واده لګښتونه پوره کړای شي.

ټولنه تمه لري چې د واده مراسم په شانداره ډول ترسره شي او د ناوې پلار اکثره دروند ولور یا تویانه غواړي، خو ډېری زومان د دغو لګښتونو د برابرولو توان نه لري.

په داسې هېواد کې چې له نیمایي ډېر نفوس یې ځوانان جوړوي، واده، په ځانګړي ډول د ځوانانو لپاره، په یوه جدي ستونزه بدل شوی دی. په افغانستان کې د یوه واده د مراسمو لګښت لږ تر لږه شاوخوا ۱۰ زره ډالرو ته رسېږي، چې دا د ډېرو کورنیو لپاره دروند بار دی.

له همدې امله، په وروستیو کلونو کې ځینو بنسټونو هڅه کړې چې د ګډو ودونو د مراسمو په جوړولو سره د ځوانانو د واده زمینه برابره کړي.

کابل کې د ۹۰ جوړو ګډ واده
د عکس تشریح، په افغانستان کې د کوزدې موده عموماً څو کاله دوام کوي، چې زوم وکولای شي د واده لګښتونه برابر کړي.
واده ته جوړ موټر
د عکس تشریح، په افغانستان کې د واده د مراسمو لګښت لږ تر لږه شاوخوا ۱۰ زره ډالرو ته رسېږي، چې دا د ډېرو کورنیو لپاره دروند بار دی.
واده
د عکس تشریح، جوړې د دې مراسمو لپاره هېڅ لګښت نه ورکوي او ډېری ودونه په لوکسو هوټلونو کې د خیریه بنسټونو او سوداګرو په مالي ملاتړ ترسره کېږي.
ناوې او زوم
د عکس تشریح، ۹ ورځې مخکې هم د افغانستان په سوېل کې د هلمند ولایت کې د ۷۰ نورو جوړو د ګډ واده مراسم ترسره شوي وو.
هلمند کې زومان
د عکس تشریح، هلمند کې د ۷۰ ځوانو جوړو ډله ییز واده- زومان
هلمند کې واده
د عکس تشریح، هلمند کې د یوې ځوانې جوړې واده