د عکسونو البوم: د فوټبال نړیوال جام کې د اسپانیا اتلولي

اسپانیا نړیوال جام وګاټه
د عکس تشریح، د اسپانیا لوبغاړو نړیوال جام پورته کړی
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د ۲۰۲۶م کال فوټبال نړیوال جام اسپانیا وګاټه. دا دویم ځل شو چې دغه هېواد د فوټبال نړیواله اتلولي ګټي.

دغه هېواد په پایلوبه کې ارجنټاین ته چې سږکال یې د خپلې اتلولۍ دفاع کوله، یو - صفر ماته ورکړه.

دلته د دې سیالۍ له پای وروسته شېبو کې په لوبغالي کې ځینې اخیستل شوي عکسونه ګورئ.‌

دا دویم ځل شو چې اسپانیا نړیوال جام ګټي
د عکس تشریح، دا دویم ځل شو چې اسپانیا نړیوال جام ګټي - لومړی نړیوال جام یې په ۲۰۱۰ کال کې ګټلی و
نړیوال جام
د عکس تشریح، اسپانیا لپاره د بریا یوازنی ګول فېران توریس په ۱۰۶مه دقیقه کې وواهه
لامین یامال نړیوال جام پورته کړی
د عکس تشریح، د اسپانیا ۱۹ کلن ستوري لامین یامال له پېلې او جورپې بېرګومي وروسته درېیم تر ټولو کم عمر کس شو د نړیوال جام پایلوبه کې لوبېږي
د اسپانیا
د عکس تشریح، د نړیوال جام د غوره لوبغاړي جایزه (زرین توپ) د اسپانیا کپتان رودري ورکړ شوه
اونای سیمون
د عکس تشریح، د طلايي دسکشې جایزه د اسپانیا ګول ساتونکي اونای سیمون ترلاسه کړه
یامال
د عکس تشریح، دلته ښکاري چې یامال د اتلولۍ له ګتلو وروسته خپل کوچنۍ ورور غږ کې نیولی
ارجنټاین اسپانیا
د عکس تشریح، د ارجنټاین له مشهور ستوري لیونل مېسي سره د یامال کتنې او غاړې ورکولو ډ ډېر پام ځان ته واړاوه
اسپانیا او ارجنټاین
د عکس تشریح، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ چې دلته د فیفا له رییس سره ښکاري، تر پایلوبې وروسته لوبغاړو ته مډالونه او د اسپانیا لوبډلې ته نړیوال جام ورکړ
نړیوال جام
د عکس تشریح، د اسپانیا د ملي لوبډلې منځ‌دګری ګاوي نړیوال جام ښکلوي
لوبې
د عکس تشریح، د ارجنټاین لوبغاړي د پایلوبې له بایللو وروسته
مېسي
د عکس تشریح، د ارجنټاین کپتان لیونل مېسي په داسې حال کې له میدانه ووت چې سترګې یې نمجنې وې
لایف
د عکس تشریح، کمرو د اسپانیا او ارجنڼاین د لوبغاړو ترمنځ د ټېل ما ټېل صحنې هم ثبت کړې