سږنی اوړی به افغانستان د "النینو" له څپې اغېزمن شي

- Author, ببرک احساس
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
د افغانستان د هوا پېژندنې ملي اداره وايي د اقلیمي بدلون له امله د ال نینو څپه به دا اوړی پر افغانستان هم راشي او په راتلونکو جولای او اګسټ میاشتو کې به دې هېواد کې د تودوخې کچه له عادي حالته لوړه شي.
دې ادارې خبرداری ورکړی چې د النینو څپې په رارسېدو سره به د ژوند چارو پر بېلابېلو برخو اغېزې وشي.
سره له دې چې افغانستان کې د تودوخې درجه لا وختي له خپل پخواني معمول حالته پورته شوې ده.
النینو یوه اسپانوي کلیمه ده چې د اقیانوس په مرکزي او ختیځو څنډو کې د هوا دې بڼې ګډوډۍ ته ویل کېږي چې تاوده بادونه هم ورسره وي او ډېر کله په ختیځه اسیا کې د موسمي بارنونو لامل کېږي.
خو دا چې افغانستان د دې ډول حالت لپاره څه تیاری لري، د افغانستان د هوا پېژندنې ملي ادارې مشر محمد نسیم مرادي له بي بي سي سره خبرو کې ویل یو ګام چې د دوی دنده ده د خلکو پر وخت خبرول دي.
هغه وویل "له ښه مرغه موږ توانېدلي یو چې په ۲۰۰۲ کال کې ایس ایم ډبیلو ایف سیستم ته لاس رسی ولرو چې یوه پرمختللې اروپايي اډانه ده. دا درې میاشتې وړاندې اټکل کوي، موږ همدا ډول د سوېلي اسیا موډلونو ته هم لاس رسی لرو چې ایم پنځه او ایکن سیسټمونه دي. موږ د ډبیلو ار ایف سیسټم ته هم لاس رسی لرو. دا موږ ته راښيي چې هېواد کې د هوا حالت درجه لوړه ده او که ټیټه، زموږ کارکوونکي ۲۴ ساعته کاري وختونه لري او ۲۴ ساعته وړاندې له خلکو سره د هوا حالت وړاندوینې شریکوي."
هغه زیاتوي چې د افغانستان د هوا پېژندنې اداره په دې برخه کې له ملي او نړیوالو ادارو سره په پرلپسې ډول اړیکه کې ده، څو د دې طبیعي پدیدې د پایلو په اړه همغږي رامنځته شي" هوا پېژندنې ریاست، له نېکه مرغه، د نړیوال هوا پېژندنې سازمان غړیتوب لري چې ۱۹۲ هېوادونه یې غړي دي، او افغانستان هم پکې شامل دی. موږ د نړیوال هوا پېژندنې سازمان له غړو هېوادونو سره منظمې غونډې لرو. همدارنګه افغانستان د جنوبي اسیا د هېوادونو په اړوندو هوا پېژندنیزو همکاریو کې هم ګډون لري. موږ له دغو هېوادونو سره دوامدارې ناستې او همغږۍ لرو او تل یو له بل سره همکاري کوو. د وړاندوینې په برخه کې زموږ ترمنځ په دوامداره توګه د نظرونو تبادله کېږي، ترڅو د هوا د وړاندوینو او همغږۍ چارې لا ښې شي."

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلی مرادي وايي، نړیوالې ادارې پرمختللي پروګرامونه او ماډلونه لري او د هوا پېژندنې ریاست په غوښتنه خپل ماډلونه او وړاندوینې له موږ سره شریکوي "دا د هوا پېژندنې ریاست لپاره یو ډېر مهم او ستره لاسته راوړنه ده. له هېوادوالو څخه زموږ غوښتنه دا ده چې دغه راپورونه او خبرداریانې جدي ونیسي او د اړوندو ادارو سپارښتنو ته پاملرنه وکړي."
راپورونه همدارنګه ښيي چې د افغانستان د تودوخې درجه سږ کال هم تر نورمال حد لوړه اټکل شوې ده، او د واورو چټک ویلي کېدل کولی شي د اوبو د سرچینو لپاره ناوړه پایلې ولري.
النینو یوه طبیعي پدیده ده چې د ارام سمندر په استوایي برخو کې د اوبو د ناعادي تودوخې له امله رامنځته کېږي او د نړۍ په ډېرو برخو کې اقلیمي بڼې بدلوي. دا پدیده کولی شي د تودوخې زیاتوالی، وچکالي، سېلابونه او د هوا اړوندې بېلابېلې پېښې رامنځته کړي.
د النینو خبرداری داسې مهال افغانستان ته رسېږي چې دې هېواد کې لا له وړاندې اقلیمي بدلون موسم څپڅپانده کړی، بې وخته ورښتونو او له کبله یې راوتلو سېلابونو تېره موده کې د افغانستان ډېرې سیمې ځپلي، خو د النینو څپې رارسېدا سره وړاندوینې دا دي چې نه یوازې ورځني ژوند به ناسازه کړي د اوبو پر زېرمو او کرنیزو فصلونو هم اغېز پرایستلی شي.


















