د ایران بې پیلوټه الوتکو څنګه نړیوالو شخړو کې د ځواک انډول بدل کړ؟

    • Author, احمد روابة
    • دنده, بي بي سي
  • د لوستلو وخت: ۱۰ دقیقې

د امریکايي-اسرائیلي ټلوالې او ایران ترمنځ د روانې جګړې په درشل کې، پوځي کارپوه "اکرم خریف" خپل نوی کتاب د "شاهد په سیوري کې" تر سرلیک لاندې چاپ کړی دی.

په دې کتاب کې لیکوال ایران کې د بې پیلوټه الوتکو (ډرون) د صنعت د رامنځته کېدو او پراختیا پړاوونه په بشپړو ټکو روښانوي. نوموړی هغه ستراتیژي هم راسپړي چې ایران د هغې په مرسته وتوانېد د امریکا له خوا پر لګول شویو بندیزونو او محدودیتونو سربېره، د نړۍ په پوځي صنعت کې د یو اغېزمن لوبغاړي په توګه سر راپورته کړي.

د ایران بې پیلوټه الوتکې په لومړي ځل د لبنان له حزب الله سره د اسرائیلو پر پولو په پوځي راپورونو کې یادې شوې.

له هغه وروسته، د ویجاړو شویو الوتکو د ټوټو ارزوونکو او کارپوهانو په یمن کې د حوثي ډلې لخوا کارول کېدونکې بې پیلوټه الوتکې له ایراني صنعت سره تړلې وبللې. خو د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې نړۍ له یو حیرانوونکي خبر سره مخ شوه، هغه دا چې ایران د روسیې پوځ ته د ډرون ټیکنالوژۍ ورکول پیل کړي دي. ډېر ژر د "جیرانیم ۲" (شاهد ۱۳۶) ډرون الوتکو لومړني انځورونه خپاره شول چې د اوکرایین د پلازمېنې کېیف پر هوا الوتلې.

دا پوښتنه راولاړېږي چې څنګه یو هېواد چې له ۴۰ کلونو راهیسې تر سختو بندېزونو سره مخ دی، وتوانېد په نړیوالو شخړو کې د لوبې بڼه بدل کړي؟ کوم بنسټي ارزښتونه د دې بریا لامل شول؟

ریښتیا دا دي چې همدغو بندیزونو له ۱۹۷۹ کال وروسته د ایران مشران اړ کړل چې ورسره په لاس کې غوراویو باندې کار وکړي او د ستونزو د حل لپاره د نورو لارو په لټه کې شي. د هغوی پر باور دې سره به له ستونزمن حالته د وتلو لپاره مناسبې پرېکړې وکړي.

بندیزونو هغوی دې ته وهڅول چې د خپلو سیاسي پیروانو پر ځای پر څېړونکو انجینرانو باور وکړي.

د بندیزونو له امله هغوی هڅه وکړه چې له هېواده بهر د اکمالاتو داسې کړۍ رامنځته کړي چې د اړتیا وړ توکو په ترلاسه کولو کې ورسره مرسته وکړي، او کله ناکله یې ان له ملکي ټیکنالوژۍ هم ګټه پورته کړه. خو تر ټولو مهمه دا ده چې د لږو امکاناتو په شتوالي کې، ایرانیانو کره ستراتیژۍ جوړې کړې او په خورا زغم او استقامت سره یې د هغو پلي کولو ته دوام ورکړ.

کله چې شاه محمد رضا پهلوي د ۱۹۷۹ کال په جنورۍ کې له هېواده ووت، داسې یو پوځ یې تر شا پرېښود چې د وسلو او تجهیزاتو له پلوه په سیمه کې تر ټولو پیاوړی و. په هغه وخت کې د ایران هوايي ځواک په اېف-۱۴ ټام کاټ (F-14 Tomcat)، اېف-۴ فانټم (F-4 Phantom) او اېف-۵ ټایګر (F-5 Tiger) جنګي الوتکو سمبال و.

د ایران پوځ په هغه مهال کې د تجهیزاتو د عصري والي له پلوه په نړۍ کې له متحده ایالاتو، شوروي اتحاد، بریتانیا او فرانسې وروسته، په پنځمه درجه کې و. په ځانګړي ډول د ایران هوايي ځواک د جرمني، چین او اسرائیلو له هوايي ځواکونو ډېر پرمختللی و، ځکه چې ایران د اېف-۱۴ ټام کاټ الوتکې لرلې چې په هغه وخت کې په نړۍ کې تر ټولو عصري الوتکې ګڼل کېدلې. خو د دې الوتکو الوتنه او ساتنه په ایران کې د مېشتو امریکایي تخنیکګرانو او انجینرانو په یو لوی پوځ پورې تړلې وه، او اضافي پرزې یې په مخامخ ډول له امریکایي "ګرومن" (Grumman) شرکته راتللې. دا یو داسې هوايي ځواک و چې په بشپړ ډول د امریکا په پوځي صنعت پورې تړلی و.

د شاه د رژیم له پرځېدو وروسته، د پوځ مشران یا له هېواده وتښتېدل، یا ووژل شول او یا هم زنداني شول.

امریکایي تخنیکګران او انجینران هم له ایرانه ووتل او امریکایي شرکتونو له نوي نظام سره خپلې اړیکې پرې کړې. په دې توګه، هغه الوتکې چې ایران پرې میلیاردونه ډالر لګولي وو، په بې ارزښته اوسپنیزو ډېریو بدلې شوې.

اړتیا اختراع زېږوي

د ۱۹۸۰ کال په سپټمبر کې، عراقي ځواکونو پر ایرانۍ خاوره برید وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ یوه خونړۍ جګړه پیل شوه چې پوره ۸ کاله یې دوام وکړ.

په دې جګړه کې د وژنو او ویجاړۍ تر ټولو بوږنوونکې وسیلې، ان کیمیاوي وسلې هم وکارول شوې، چې په پایله کې یې نږدې یو میلیون انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د جګړې په لومړیو کې عراقي ځواکونو د خپلې هوايي برلاسۍ له امله د پام وړ پرمختګ وکړ، ځکه عراقي پوځ له شوروي اتحاده کشفي الوتکې پېرلې او له هغوی یې د سپوږمکۍ انځورونه ترلاسه کول، چې د خپل دوښمن د سنګرونو په نښه کولو او د هغوی د ناستې ولاړې په څارلو کې یې ورسره مرسته کوله.

خو ایراني ځواکونو بیا په داسې حال کې جګړه کوله چې سترګې یې پټې وې. هغوی نه شوای کولی هغه پرمختللې الوتکې وکاروي چې امریکایانو په ځمکه بېکاره پرېښې وې، او نه یې هم د لګول شویو بندیزونو له امله دا وړتیا لرله چې د خپلې خاورې د دفاع لپاره اړینه ټیکنالوژي له بازاره وپېري.

ایرانیانو ته په داسې حال کې د ټیکنالوژۍ سخته اړتیا وه چې په یوه داسې جګړه کې ښکېل وو چې د هغوی شتون یې ګواښه، خو اقتصادي بندېزونو د هر ډول پېرلو لاره پرې تړلې وه. له همدې امله هغوی پرېکړه وکړه چې د نورو له لاس ته کتلو پرته، دا ټیکنالوژي پخپله جوړه او په خپلو لاسونو یې وکاروي.

فکر یې ډېر ساده و: که تاسو نه شئ کولای د خپل غلیم د کرښو د پاسه لویې کشفي الوتکې والوځوئ چې د هغوی موقعیتونه او ناستې ولاړې معلومې کړئ، نو ښايي وکولای شئ له لرې کنټرولېدونکې کوچنۍ وسیلې ولېږئ. دا وسیلې هم ارزانه وې، هم یې څار ستونزمن و او هم یې کولای شول خورا ارزښتناک معلومات راټول کړي.

ایرانیانو د ۱۹۸۱ کال راهیسې د دغو کوچنیو وسیلو په اړه فکر پیل کړ او غوښتل یې کامرې پرې ولګوي. دا طرحه په لومړي ځل د اصفهان په پوهنتون کې رامنځته شوه او پوهنتوني زده کوونکو او انجینرانو یې پر عملي کولو کار پیل کړ. هغوی د لومړنیو بڼو پر طراحۍ، جوړولو او ازمایلو بوخت شول او مخکې له دې چې دا طرحه د سپاه پاسداران پوځي چارواکو ته وړاندې کړي، په پرلپسې توګه یې هغه ته پراختیا ورکړه.

د کار وسایل خورا ساده او لومړني وو. د پلاستیک او تختو څو ټوټې، خو تر شا یې پخې او ویښې ککرۍ وې. په پوهنتون کې یو کوچنی او ساده ځای و چې د داسې ځوانانو کوربه وه خو دوی ټول پر ټینګ هوډ سمبال وو. هغوی پر هغو اصطلاحاتو لکه "د بیارغونې جهاد" او "پوهنتوني جهاد" بشپړ ایمان درلود، چې له انقلاب وروسته د هېواد د چارواکو له خوا دود شوې وې.

له کلونو تجربو، تېروتنو، ناهیلیو او بیا بیا هڅو وروسته، اخر هم درېیو ځوانانو د اصفهان پوهنتون په کارځای کې طرحې پلې کړې او خپلې ازموینې یې د خوزستان په دښتو کې ترسره کړې. په دې ډله کې یو ملکي پیلوټ و چې په "فرشید" مشهور و، یو د فزیک محصل و چې "سعید" نومېده او درېیم یې "مسعود زهیدي" و چې یو مسلکي زرګر و.

کله چې هغوی خپله لومړنۍ تیاره کړې بېلګه پوځي چارواکو ته وړاندې کړه، ځینو یې پرې ملنډې ووهلې. دا ماډل د هغوی پر اند د ماشومانو یوې لوبې ته ورته و چې له عجیبو او غریبو توکو جوړه شوې و، د بېلګې په ډول، د تېلو ټانکۍ یې د روغتون د سېروم تشه کڅوړه وه او د الوتکې پکه یې په لاس جوړه شوې وه.

لومړنۍ جنګي بې پیلوټه الوتکه

د ۱۹۸۳ کال په مني کې، د جګړې له لومړۍ کرښې ۴۰ کیلومتره لرې، هغې "لوبوونکې" الوتکې په لومړل ځل د عراقي ځواکونو د سنګرونو د پاسه الوتنه وکړه او د پوځي مرکزونو له خورا روښانه انځورونو سره بېرته راستنه شوه. همدا هغه شېبه وه چې د "رعد" کنډک د جوړولو امر وشو او د بې پیلوټه الوتکو د پراختیا لپاره یو رسمي پروګرام پیل شو.

دا پروګرام د اصفهان پوهنتون د محصلینو له کوچني کارځایه د سپاه پاسداران د پوځي قوماندانانو لاس ته ورغی.

د الوتکو د جوړولو لپاره د اړینو پرزو د ترلاسه کولو په موخه، هغوی باید لګول شوي بندیزونه مات کړي وو او نړیوالو بازارونو ته یې لاره موندلې وای.

سپاه پاسداران په دوبۍ کې د شرکتونو یوه پټه کړۍ جوړه کړه او په سینګاپور کې یې له داسې معامله‌ګرو ګټه پورته کړه چې له لسګونو هېوادونو به یې جلا جلا پرزې پېرلې. دا پرزې به بیا اصفهان ته لېږل کېدلې او هلته به سره یوځای او تړل کېدې. همدا لامل دی چې په اوکرایین کې په رانسکورو شویو "شاهد ۱۳۶" الوتکو کې د امریکایي تولیداتو الکټرونیکي چپسونه موندل کېږي.

بې پیلوټه الوتکو خپله کشفي وړتیا وښودله او ایراني ځواکونو له ۱۹۸۳ کال وروسته له عراقي پوځ سره په برخلیک ټاکونکو جګړو کې ترې ګټه پورته کړه. خو د "رعد" کنډک انجینرانو او پوځیانو له ۱۹۸۷ کال راهیسې د جنګي بې پیلوټه الوتکو په جوړولو فکر پیل کړی و. د هغوی منطق دا و: هغه الوتکه چې د دوښمن د کرښو د پاسه الوتنه کوي او د هغوی ناستې ولاړې ثبتوي، که پر وسلو سمباله وي، نو کولای شي پر هغوی برید هم وکړي او ویې ځپي. خو دې کار بېلې ټیکنالوژۍ او مهارت ته اړتیا لرله، چې رعد کنډک وروسته د "مهاجر" په نوم په جنګي ډرون الوتکو کې رامنځته کړه.

په ۱۹۸۸ کال کې، ایران د نړۍ د هغو ګوتو په شمار هېوادونو په سر کې و چې "بې پیلوټه وسله وال الوتونکي جسمونه" یې وکارول، هغه څه چې نن سبا د ډرون په نوم یادېږي او امریکا، ترکیه او اسرائیل یې په جوړولو کې شهرت لري. خو په اصل کې ایران په دې برخه کې یو مخکښ هېواد و.

په ۱۹۸۸ کال کې ایراني ډرون الوتکې خورا ساده وې او تر ۵۰ کیلومتره ډېر واټن یې نه شوای وهلی. خو په ۲۰۲۶ کال کې، د دغه هېواد پرمختللو بې پیلوټه الوتکو د څو هېوادونو له فضايي حریمه په تېرېدو، په مخامخ ډول له ایرانۍ خاورې په اسرائیلو کې خپلې موخې وویشتې.

دا یو حقیقت دی چې اسرائیل له هر چا، ان له امریکا مخکې، د جګړې لپاره له الوتونکو جسمونو ګټه پورته کړې وه. هغوی د ۱۹۷۳ کال په جګړه کې دا وسیلې د مصرۍ "ځمکې-هوا" توغندیو د تېرایستلو او د هغوی د زېرمو د ویجاړولو لپاره وکارولې. همدا هغه اصل و چې وروسته د ایران د بې پیلوټه الوتکو د پروګرام چلوونکو وکاراوه او پراختیا یې ورکړه. همدارنګه پر لبنان د ۱۹۸۲ کال د برید پر مهال، اسرائیلو د "سکوت" او "ماسټیف" په نوم کشفي ډرون الوتکې د معلوماتو راټولولو او د بقاع په دره کې د سوریايي توغندیو د بټریو د ویشتلو لپاره وکارولې، چې دا په یوې وسله والې شخړه کې د جنګي بې پیلوټه الوتکو لومړني کارول ګڼل کېږي.

د مفاهیمو بدلول

ایراني کارپوهانو په لبنان کې روان حالت له نږدې څاره. په حزب الله کې د دوی ملګرو ورسره مرسته وکړه چې د اسرائیلي بې پیلوټه الوتکو په اړه کره معلومات راټول کړي. هغوی ته جوته شوه چې دا تجهیزات دومره حیرانونکي او خورا پرمختللي نه دي، او د تهران او اصفهان د پوهنتونونو انجینران د دې وړتیا لري چې د هغو په څېر الوتکې جوړې کړي.

پوځي شنونکو په ګڼو راپورونو کې یادونه کړې چې د ایران د بې پیلوټه الوتکو لومړني ماډلونه په ډېرو ځانګړنو کې د اسرائیلي الوتکو "سکوت" او "ماسټیف" سره ورته والی لري. هغوی ګمان کوي چې ایرانيو انجینرانو دا ځانګړنې له اسرائیلي بېلګو اخیستې دي.

له ۱۹۷۰ لسیزې راهیسې دا باور عام و چې هر څومره چې یوه وسله له ټیکنالوژیکي پلوه پرمختللې وي، هغومره یې ارزښت او اغېز ډېر وي. د بېلګې په ډول، یو لارښود شوی توغندی چې په زر کیلومترۍ کې موخې په نښه کوي، تر سلو نا لارښودو توغندیو غوره بلل کېده، یعنې ټیکنالوژي پر کمیت برلاسې وه.

خو ایرانیانو په دې پوځي معادله کې یو نوی مفهوم ورزیات کړ: هغه دا چې که هېواد یې نه شي کولی د ټیکنالوژیکي پرمختګ په برخه کې له خپلو سیالانو سره سیالي وکړي، نو باید د وسلو د شمېر (کمیت) او اقتصادي لګښت په برخه کې ورسره مقابله وکړي. همدا هغه مفهوم و چې د ایران د بې پیلوټه الوتکو پروګرام پرې ولاړ و.

یوه بې پیلوټه الوتکه چې پر ۲۰ زره امریکایي ډالره جوړېږي، هیڅکله د کره والي له مخې له هغو کروز توغندیو سره سیالي نه شي کولی چې یو یې په دوه ملیونه ډالره جوړېږي. خو که ۱۰۰ داسې الوتکې وتوغول شي، غلیم دې اړ دی چې د هغو د شنډولو لپاره ۱۰۰ یا تر هغه ډېر پرمختللي توغندي وکاروي.

په اصل کې دا ډرون الوتکې د برید د دقت یا ځواک لپاره نه وې ډیزاین شوې، د دوښمن د دفاعي سیسټمونو د ستومانه کولو او د هغوی د بودیجې د ختمولو لپاره جوړې شوې وې. ایراني بریدونه ځکه د ډېر وخت لپاره دوام موندلی شي چې لګښت یې د دښمن د دفاعي توغندیو په پرتله له ۱۰ تر ۲۰ برابره کم دی.

په یوه ساده حسابي محاسبه پوهېدلی شو چې د ۱۰۰ بې پیلوټه الوتکو توغول بریدګر هېواد ته ۲ میلیونه ډالره لګښت لري، خو دفاع کوونکی هېواد اړ دی چې د هغو د راغورځولو لپاره ۲۰۰ میلیونه ډالره په پرمختللو توغندیو ولګوي، پرته له دې چې د هغو احتمالي زیانونو ارزونه وکړو چې دا الوتکې یې اړولای شي.

بې پیلوټه الوتکې یوه بله ځانګړنه هم لري او هغه دا چې رادار یې په سختۍ معلوموي، ځکه چې دا الوتکې په ټیټه ارتفاع کې او په ډېر کم سرعت الوتنه کوي. ورسره په یو وخت کې د ډېر شمېر الوتکو توغول دفاعي سیسټمونه ګډوډوي او کله ناکله یې د ټولو له راغورځولو بې وسه کړي.

په ۲۰۱۹ کال کې په سعودي عربستان کې د "ارامکو" تېلو پر بنسټونو برید د دې ځانګړنې اغېزمنتیا ثابته کړه. د امریکا دفاعي اډانې د ایران جوړو شویو بې پیلوټه الوتکو په مخنیوي کې پاتې راغلې. که څه هم حوثي ډلې د دغه برید مسؤلیت منلی و، خو عام باور دا دی چې دا الوتکې له ایران یا عراقه لېږل شوې وې.

د ارامکو پر تاسیساتو د برید له امله اوښتي زیانونه لسګونو میلیاردو ډالرو ته رسېدل، خو د بریدګرو الوتکو ټولیز لګښت یوازې څو میلیونه ډالره و. همدا توپیرونه، د بې پیلوټه الوتکو په جګړه کې ګټونکی او بایلونکی ټاکي.