ټیک ټاک او یوټیوب د ماشومان لپاره" بشپړ خوندي نه دي"

یوه مېرمن ناسته ده

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, لورا كريس
    • دنده, د ټیکنالوژۍ چارو خبریاله
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د بریتانیا د مخابراتو او رسنیزو چارو تنظیموونکي ادارې (افکام) پر ټیک ټاک او یوټیوب نیوکه کړې او په یوه نوي راپور کې یې ویلي چې د دوی د منځپانګې الګوریتمونه د ماشومانو لپاره "بشپړ خوندي ندي".

دا موندنې وروسته له هغه راځي چې د دغه چارو سمبالګر د ماشومانو انلاین ساتنې لپاره د کوټلو ګامونو د پورته کولو غوښتنه کړې، دوی ویلي چې میټا، سنیپ او روبلوکس شرکتونو هر یو دا منلې ده چې د ماشومانو له جنسي استحصال سره د مبارزې لپاره به خپلې هڅې پیاوړې کړي.

افکام زیاته کړه چې دوی به له حکومت سره د ځینو پاڼو په اړه خپلې اندیښنې راپورته کړي چې لږترلږه د عمر محدودیتونه په سمه توګه نه پلي کوي، او دا چې له ۱۶ کلونو کم عمر لرونکو لپاره د ټولنیزو رسنیو بندیز په اړه د حکومت سلا مشورې پای ته رسېدلې دي.

یوټیوب وویل چې اداره یې د ماشومانو د خوندیتوب له کارپوهانو سره کار کوي چې "صنعت مخکښ او له عمر سره سم" تجربې چمتو کړي. ټیک ټاک بیا وویل چې دا "ډېره نهیلي کونکې" ده چې افکام د د دوی له لوري د خوندیتوب وړاندیز شوې ځانګړتیاوې نه مني.

د افکام نیوکه د هغه نوي راپور یوه برخه ده چې ارزوي، دې کې راغلي څنګه د خواله او ټولنیزو رسنیو پنځو لویو شرکتونو پر انټرنېټ د ماشومانو د خوندیتوب ښه کولو لپاره د تنظیمونکو غوښتنو ته څه ډول ځواب ورکړی دی. تنظیموونکو وویل: "د پام وړ خبره دا ده چې ټیک ټاک او یوټیوب دواړه د ماشومانو لپاره د زیان رسونکي منځپانګې محدودولو لپاره د پام وړ بدلونونو راوستلو کې پاتې راغلي دي سره له دې چې دوی ټینګار کوي چې پلیټ فارمونه یې د ماشومانو لپاره خوندي دي."

دوی زیاته کړه: "هغه کافي شواهد چې موږ یې نن خپروو دا په ګوته کوي چې دوی لاهم بشپړ خوندي نه دي."

ددې په ځواب کې، ټیک ټاک او یوټیوب په خپلو اپلیکشنونو کې د خوندیتوب شته ځانګړتیاو ته اشاره وکړه. د ټیک ټاک لخوا د ۱۶ کلونو کم عمر لرونکو لپاره د مستقیم پیغام رسولو بندیز او د یوټیوب لنډ ویډیو ټایمر، چې کورنیو ته اجازه ورکوي د ویډیوګانو موده محدوده کړي یادونه کړې ده.

میټ ناوارا، د ټولنیزو رسنیو کارپوه او شنونکی وايي، دا نیوکه د انلاین زیان په اړه د "راولاړې شوې ستونزې" په توګه د تصور بدلون ښیې.

یو کس خواله رسنۍ کاروي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

هغه زیاته کړه: "پخوا بحث دا و چې: دا رسنۍ دې زیان رسونکي منځپانګې په کافي اندازه ژر لرې کړې؟ نوې بحث دا دی: ولې دا رسنۍ دا ډول منځپانګه په لومړي ځای کې ماشوم ته ښکاره کوي؟"

افکام په بریتانیا کې د ډیجیټل خوندیتوب قواعدو پلي کولو لپاره د کوټلو او چټکو ګامونو پورته کولو لپاره د بیا بیا غوښتنو سره مخ شوې چې د ماشومانو انلاین خوندیتوب ساتنه وکړي، ځینې ګوتنیونکي استدلال کوي چې دې ادارو په سمه توګه چټک او اغېزناکه عمل نه دی کړی.

د بي بي سي راډیو ۴ د( نن) په نوم خپرونې سره په خبرو کې، د افکام اجرایوي مشرې میلاني ډاویس د تنظیم کونکو د اقداماتو دفاع وکړه خو دا یې ومنله چې دنده یې "لا تر اوسه نه ده بشپړه شوې."

هغې وویل: "موږ ویلی ،د ۲۰ کلن کلتور په اړه خبرې کوو چې خوندیتوب ته جدي پام نه کوي، او دا چلند په یوه شپه کې نشي بدلېدلی."

کله چې له هغه وپوښتل شول چې افکام نور څه کولی شي، که چیرې دا رسنۍ د مقرراتو سره سم عمل ونه کړي؟ ډاویس وویل چې تنظیمونکی "د پلي کېدا اقدام کولو ته چمتو دی."

هغې زیاته کړه: "که اړتیا وي، موږ به خامخا رسمي تحقیقاتو ته لاړ شو."

د راپور له خپریدو دمخه په یوه جلا بیان کې ډاویس وویل چې افکام هم "ډېره اندیښنه" لري چې شرکتونه په خپلو (پلیټ فارمونو) کې د کم عمره ماشومانو د خوندیتوب لپاره اړین ګامونه نه اخلي. د افکام لخوا یوې سروې څرګنده کړه چې له ۸ تر ۱۲ کلونو پورې ۸۴ سلنه ماشومان لاهم لږترلږه یوه داسې منځپانګه ګوري چې لږترلږه ۱۳ کلن یې باید وګوري، او خبرداری ورکوي چې ښايي لا سخت قانون ته اړتیا وي.

د ډیجیټل خوندیتوب څېړونکې پروفیسورې ویکتوریا بینز وویل چې موندنې "حیرانونکې نه دي"، ځکه چې تر اوسه په اسټرالیا کې د ټولنیزو رسنیو له بندیزونو وروسته د ۱۶ کلونو کم عمر لرونکو حسابونو لرې کولو کې د "محدود بریالیتوب" نښې ولیدل شوې.

هغې زیاته کړه: "ځینې پلیټ فارمونه ښايي اړتیا ولري چې ډېر داسې معلومات وکاروي، لکه هغه څه چې یو کاروونکی یې ګوري، ورسره اړیکه لري، او په اړه یې خبرې کوي، ترڅو معلومه کړي چې ایا دوی ریښتیا هم د ټیټ عمر له کچې پورته دي."

هغې زیاته کړه: "تر هغه چې د ماشومانو او ځوانانو خوندیتوب ته د سوداګریزو هڅونو په پرتله لومړیتوب ورنه کړل شي، دوی به د ټولنیزو رسنیو او ډیجیټل زیانونو له بدترینو اړخونو سره مخ شي. موږ بشپړې بیاکتنې ته اړتیا لرو." هغې زیاته کړه: "یوازې د ۱۶ کلونو کم عمر لرونکو کسانو لپاره په ټولنیزو رسنیو بشپړ قانوني بندیز، د ۱۸ کلونو کم عمر لرونکو کسانو لپاره د روږدي او لوړ خطر لرونکي منځپانګې محدودیتونو سره، به د زیان کچه کمه او د ماشومانو خوندیتوب تضمین شي."

افکام په بریتانیا کې د ډیجیټل خوندیتوب قواعدو پلي کولو لپاره د چټکو او اغېزناکو ګامونو پورته کولو لپاره د پرلپسې غوښتنو سره مخ شوی چې د ماشومانو انلاین یا پر لیکه خوندیتوب ته پام وکړي. ځینې ګوتنیونکي استدلال کوي چې دوی په چټکۍ او پر وخت عمل نه دی کړی.

د سنپ چیټ ویاندې وویل چې شرکت به یې دا اقدامات پلي کړي په داسې حال کې چې "محرمیت ساتل او ډاډ ترلاسه کول چې زموږ ټولنه کولی شي د خپلو ریښتیني ژوند ملګرو او کورنۍ سره وصل پاتې شي."

راپور کې دا هم یادونه شوې چې روبلوکس به کورنیو ته اجازه ورکړي چې له ۱۶ کلونو کم عمر لرونکو لپاره مستقیم پیغامونه په بشپړ ډول غیر فعال کړي، داسې مهال چې میټا به د وسیلو پراختیا سربیره، د ځوانانو انسټاګرام اړیکو لړلیکونه په ډیفالټ ډول پټ کړي.