څېړنه: ماشومان په څپېړه وهل ښايي عمومي ازموینو کې د هغوی د پایلو د کمزورۍ لامل شي

فعالان غوښتنه کړې چې انګلستان او شمالي ایرلنډ دې د ماشومانو سیلی ورکول غیرقانوني کړي، لکه څنګه چې په سکاټلنډ او وېلز کې هم دا کار شو

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح، فعالان غوښتنه کړې چې انګلستان او شمالي ایرلنډ دې د ماشومانو په څپېړه وهل غیرقانوني کړي، لکه څنګه چې په سکاټلنډ او وېلز کې هم دا کار شو
    • Author, بيت روز
    • دنده, د معلولیت لرونکو چارو خبریاله
    • Author, فانيسا کلارک
    • دنده, د ښوونې او روزنې د چارو مشره خبریاله
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

یوه څېړنه دې پایلې ته رسېدلې چې د ماشومانو وهل (د تنبیه په توګه څپېړه ورکول) کېدای شي د هغوی د تعلیمي لاسته راوړنو د کمېدو لامل شي، یا هغوی د ځوانۍ په دوره کې نورو خطرناکو چلندونو ته وهڅوي.

د لندن پوهنتون کالج څېړونکو د فزیکي سزا اغېز د بریتانیا د ۲۰۰۰ او ۲۰۰۲ کلونو ترمنځ زېږېدلو ۱۹ زره ماشومانو باندې وڅېړه، چې هغوی په درې، پنځه او اوه کلنۍ کې ارزول شوي وو.

څېړونکو ولیدل چې په څپېړه وهل "هېڅ ډول ګټه نه لري" او هغوی یې په انګلستان او شمالي ایرلنډ کې د بندېدو غوښتنه وکړه، لکه څنګه چې په سکاټلنډ او وېلز کې منع دي.

د انګلستان د پوهنې وزارت وویل چې حکومت د ماشومانو د وهلو اړوند قانون بدلولو اراده نه لري، خو ټینګار یې وکړ چې د ماشومانو خوندیتوب او هوساینه د حکومت لومړیتوب دی.

مخکښې څېړونکې، همکارې پروفیسر انیا هایلمن وویل چې څېړنه دې پایلې ته رسېدلې چې په څپېړه وهل "ماشومانو ته هېڅ مرسته نه کوي" او زیاته یې کړه چې "ټولې موندنې د زیان رسوونکو پایلو لور ته مایلې وې".

په دې څېړنه کې چې ۱۹ زره ماشومان پکې شامل وو، څېړونکو د ۷۵۵۹ زده کوونکو معلومات وڅېړل چې په انګلستان کې یې د GCSE ازموینې ورکړې وې او دا معلومات یې د زد‌کوونکو د معلوماتو له ملي بانک سره پرتله کړل.

څېړنې وموندله هغه ماشومان چې وهل شوي وو، د دې احتمال یې ډېر و چې په GCSE ازموینو کې د پنځو بریالي نومرو (A*-C) په ترلاسه کولو کې پاتې راشي، په ځانګړي ډول په انګلیسي او ریاضي کې، شاوخوا ۵.۷ سلنه زیات خطر.

همدارنګه معلومه شوه چې هغه تنکي ځوانان چې په ۱۴ کلنۍ کې یې په ماشومتوب کې فزیکي سزا تجربه کړې وه، ۳۳ سلنه زیات احتمال یې درلود چې خطرناک چلندونه ترسره کړي، لکه ځورول یا بولېینګ.

هایلمن وویل: "زه هیله لرم چې په بریتانیا کې په څپېړه وهل بند شي، چې ماشومان د جسمي تاوتریخوالي له ورته خوندیتوب برخمن شي لکه لویان."

دا څېړنه د څارنې او مشاهدې پر بنسټ وه، ځکه څېړونکو خپل معلومات د هغو کورنیو له سروې ګانو راټول کړي وو چې ماشومان یې فزیکي سزا تجربه کړې وه.

خو د څېړونکو تحلیل دا نه ثابتوي چې د سیلی ورکولو او د دې پایلو ترمنځ مستقیم علت او معلول اړیکه شته، ځکه نور عوامل هم کېدای شي د ماشومانو په ژوند کې اغېزمن شوي وي.

څېړونکې استازه انیا هایلمن
د عکس تشریح، څېړونکې استازه انیا هایلمن

په کینټ پوهنتون کې د کورنۍ او روزنې چارو څېړونکې پروفیسره ایلي لي وویل که څه هم د لندن د پوهنتون کالج د څېړنې پایلې "منطقي ښکاري"، خو په دې کې "د یوې جادويي حللارې او یوازې یو علت موندلو لپاره بیړه" موجوده ده، حال دا چې د ماشوم د ودې په بهیر کې ډېری پېښې له څو عواملو سره تړاو لري.

هغې زیاته کړه، چې د "Be Reasonable England" ډلې غړې هم ده، هغه ډله چې د څپېړې وهلو ملاتړ کوي، وویل: "دا به ډېره ښه وي که موږ یوازې له ماشومانو سره مهربانه واوسو او تمه ولرو چې هغوی به هم په بدل کې مهربانه وي."

هغې وویل: "خو حقیقت دا دی تر هغه چې ماشومان د ټولنې اصول ونه‌پېژني او د اخلاقو او ښه چلن زدکړه ونه کړي، باید حدود موجود وي او دا حدود باید ملاتړ شي."

سکاټلنډ د بریتانیا لومړۍ برخه شوه چې د ۱۶ کلونو کم عمر ماشومانو ته فزیکي سزا منع کړه، کله چې په ۲۰۲۰ کال کې د والدینو له خوا د ماشومانو وهل غیرقانوني شول. وروسته وېلز په ۲۰۲۲ کې دا کار وکړ، خو په شمالي ایرلنډ او انګلستان کې په څپېړه وهل لا هم قانوني دي.

ځینې خلک باور لري چې دا بندیز به ماشومانو ته د تاوتریخوالي پر ضد قانوني خوندیتوب ورکړي، خو نور بیا وایي چې دا به مور او پلار مجرم وګرځوي.

ایمي وودز، چې په سالفورډ کې د (بېبي کالج) مرکز چلوي، وویل غواړي په انګلستان کې هم ورته بندیز وویني او زیاته یې کړه چې هغې ته حیرانتیا ده چې دا لا هم شته.

هغې وویل: "ماشومان اړتیاوو ته د ځواب ویلو پر بنسټ اړیکو او لوبې ته اړتیا لري چې وده وکړي او هېڅکله هم په کم عمر کې تاوتریخوالی ته اړتیا نه لري."

سارا، چې له خپل ۱۰ میاشتنۍ زوی جوشوا سره د لوبې ډلې ته ځي، وویل چې هغې ته هم حیرانتیا وه چې په څپېړه وهل لا هم قانوني دي.

هغې زیاته کړه: "زه فکر نه کوم چې دا ماشومانو ته ښه بېلګه ده. که هغوی کوم غلط کار وکړي، لکه د چا وهل او بیا موږ هغوی ووهلو، نو دا رښتیا دا پیغام نه ورکوي چې دا چلن ناسم دی."

ساره له خپل ۱۰ میاشتني زوی جوشوا سره
د عکس تشریح، ساره له خپل ۱۰ میاشتني زوی جوشوا سره

د لندن پوهنتون کالج څېړنې دا هم وموندله چې د ۲۰۲۱ کال په تعقیبي ارزونه کې څرګنده شوه چې له هر پنځو لس کلنو ماشومانو یو ماشوم د فزیکي سزا کوم ډول تجربه کړې وه او هغه میندې چې لوړه تعلیمي کچه لري، د فزیکي سزا کارولو ته لږه تمایل لري.

د شمالي ایرلنډ د حکومت د عدلیې وزیرې نعومي لونګ وویل چې هغه "په بشپړ ډول د معقولې سزا پر بنسټ د قانوني دفاع لغوه کېدو ملاتړ کوي"، هغه څه چې په عملي ډول به په شمالي ایرلنډ کې د ماشومانو د وهلو بندیز رامنځته کړي.

دغه وړاندیزونه د دې میاشتې په پیل کې د شمالي ایرلنډ د اسمبلۍ (پارلمان) د یوه بحث لاندې قانوني مسودې لرې کړل شوي وو.

لونګ وویل چې "د دې قانوني دفاع لغوه کول د دې لپاره نه دي چې والدین مجرم وګرځول شي، بلکې د ماشومانو د جسمي ناوړه چلند څخه د ساتنې او د هغوی د چلند د سمولو لپاره د مثبتو لارو ملاتړ دی" او زیاته یې کړه چې هغه به د قانون د بدلون لپاره خپلې هڅې روانې وساتي.