د بریتانیا ستره محکمه: روانډا ته د پناه غوښتونکو کډوالو استول ناقانونه دي

د بریتانیا سترې محکمې د حکومت هغه پلان پرضد پرېکړه کړې چې له مخې یې غوښتل پناه غوښتونکي د افریقا روانډا ته واستوي.‌

د حکومت د دې پلان له مخې، ځینې هغه کسان چې په ناقانونه توګه بریتانیا ته کوچنیو کښتو کې راځي، روانډا ته لېږدول کېدل چې له هغه ځایه د پناه غوښتنه وکړي او که غوښتنه یې ونه منل شي،‌ بېرته به خپلو هېوادونو ته استول کېږي.

د بريتانيا حکومت وايي، دا تګلاره يې د انساني قاچاق د مخنيوي په موخه جوړه کړې، خو د بريتانيا د اپوزيسيون ګوندونو او د بشري حقونو ډلو پرې سختې نيوکې کولې او د دې پلان مخالف وو.‌

د بریتانیا سترې محکمې اوس په تازه پرېکړه ویلي، د حکومت پلان "ناقانونه" بللی او وايي داسې "ريښتني ګواښ" شته چې ښايي پناه غوښتونکي له روانډا بېرته هغو هېوادونو ته واستول شي چې کډوال ترې تښتېدلي دي.‌

د سترې محکمې مشر قاضي ریډ په خپلو خبرو کې ټینګار کاوه چې د دوی پرېکړه "په بشپړ ډول پر شواهدو او قانوني اصولو ولاړه ده."

د روان ۲۰۲۳ کال کال په جون کې د استناف یوې بلې محکمې هم د حکومت دغه پلان ناقانونه بللی و.

هغه مهال د محکمې په درېیو قاضیانو کې دوو یې په لندن کې د عالي محکمې هغه پرېکړه ناسمه بللې وه، چې روانډا ته د کډوالو د استولو پلان یې تائید کړی و.‌

خو د لندن د عالي محکمې د پرېکړ پرضد د کډوالو ملاتړو خیریه ټولنو او خپله کډوالو د استناف غوښتنه کړې وه.‌

اوس داسې ښکاري چې د سترې محکمې له تازه پرېکړې سره د حکومت پلان ناکام شي چې غوښتل په کوچنیو کښتیو کې راتلونکي کډوالو مخه ونیسي.

د بریتانیا لومړي وزیر ریشي سوناک له پنځو مهمو ژمنو یوه دا وه چې د کډوالو مخه به نیسي خو نننۍ پرېکړه د نوموړي‌ حکومت ته یوه لویه ضربه ده.

لومړي وزیر ریشي سوناک په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي،‌ "دا پرېکړه هغه نه وه چې ده یې غوښتنه کوله." نوموړی وايي،‌ حکومت یې "په بشپړ ډول ژمن دی چې د کډوالو د کوچنۍ کښتیو مخه به نیسي."

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې حکومت اوس د کډوالو د مخنیوي لپاره په نورو لارو چارو غور کوي. د لومړي وزیر په بیان کې ویل شوي، پر ناقانونه کډوالو "هر کال د مالیه ورکوونکو میلیونه پونډه مصرفېږي، موږ یې باید که له هرې لارې وي، مخه ونیسو."

روانډا څه وايي؟

د سترې محکمې له پرېکړې څو دقیقې وروسته، د روانډا حکومت خپل غبرګون په ډاګه کړی دی.‌ په یوه اعلامیه کې یې ویلي، چې "هېواد یې خوندي سیمه ده."

د روانډا د حکومت په خبرپاڼه کې ویل شوي،‌ د بریتانیا د سترې محکمې پرېکړه د قاضیانو خپله هغه ده خو وايي دا نه مني چې هېواد یې خوندي نه دی.

د بریتانیا حکومت د پناه غوښتونکو د ور استولو لپاره روانډا سره د لسګونو میلیونو ډالرو قرارداد هم لاسلیک کړی دی. د روانډا حکومت وايي‌ "موږ نړیوالو اصولو ته ژمن یوو. له کډوالو سره زموږ چلند د کډوالو عالي‌ کمېشنرۍ او نورو نړیوالو بنسټونو هم منلی دی."

د سترې محکمې پر پرېکړې کډوال او د کډوالو ملاتړ بنسټونه خوښ دي.