تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
روانډا ته د پناغوښتونکو استول: د استناف محکمې لومړۍ الوتنې ته اجازه ورکړې
د بریتانيا استناف يا پر قضيو د بيا غور محکمې حکم کړی، روانډا ته هغه لومړی الوتنه نن کېدی شي چې بريتانيا ته به په ناقانونه توګه رسېدلي کډوال لېږدوي.
قاضيانو يې د لوړې محکمې مخکينۍ پرېکړې ملاتړ کړی، او وايي دا له عامه ګټې سره سم ګام دی، چې حکومت يې له مخې خپلې تګلارې پلې کوي.
داسې راپور ورکړل شوی، چې دې الوتنه کې به اووه يا اته پنا غوښتونکي وي، چې درې تنه يې داسې انګېرل کېږي، پر قضيو يې د بيا غور غوښتنه کوي.