د چین پوځي تمرینونه؛ لسګونه پوځي الوتکې د تایوان له تنګي تېرې شوې

A Chinese warship fires towards the shore during a military drill near near the Taiwan-controlled Matsu Islands
د خپرېدو وخت

د چین پوځ د تایوان په سمندر غاړو کې درې ورځني پوځي تمرینونه پیل کړي او په همدې لړ کې یې خپلې څه باندې ۷۰ جنګي الوتکې له تایوان تنګي ور اړولې وې.

د یادونې وړ ده چې د چین پوځي الوتکې د لنډې مودې لپاره له تنګي اوښتې وې.

چین خپله دا چاره د هغې کړنې پر وړاندې جدي خبرداری بللی چې دغه هېواد یې "له بهرنیو ځواکونو سره د تایوان د بېلتون غوښتونکو یو لاس کېدل" یادوي.

د تایوان دفاع وزارت وايي، د چین ۴۲ پوځي الوتکې او اته بېړۍ له منځنۍ کرښې (تایوان تنګي) د لنډې مودې لپاره ور اوښتې وې.

د تایوان دفاع وزارت د چین دا ګام "غیر منطقي" بللی او هغه یې غندلی دی.

دغه پوځي تمرینونه څو ساعته وروسته له هغه پیل شو چې د تایوان ولسمشره تسای انګ وین دمتحده ایالاتو له سفره خپل هېواد ته ستونه شوه.

اغلې تسای انګ وین امریکا ته د خپل سفر پر مهال د متحده ایالاتو د ولسي جرګې له مشر کیون مک کارتي سره کتلي و.

دې لېدو کتو چین په غوصه کړی او دا هېواد ادعا کوي چې د تایوان ټاپو د چین خاوره ده.

تایوان

د تایوان ولسمشرې اسای انګ وین د چین پوځي تمرینونو په غبرګون کې ویلي، د تایوان خلک له ډیموکراسۍ سره مینه لري او سوله غواړي.

نوموړې زیاته کړې، تایوان د چین "ظالمانه واکمنۍ له پراختیا" سره مخامخ دی.

همدارنګه تسای انګ وین وايي، په وروستيو کلونو کې موږ د چین له پرله پسې استبدادي پراخوالي سره مخامخ شوي يوو.

د تایوان ولسمشره زیاتوي، تايوان به له امريکا او نورو ورته فکر لرونکو هېوادونو سره په ګډه د ازادۍ او ډيموکراسۍ د ارزښتونو د دفاع لپاره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.

له ٢٠١٦ کال راهيسې چې تسای انګ وین د تايوان ولسمشره شوې، د چين او تايوان اړيکې لاپسې ترينګلې شوې دي.

چین په دې ډېر غوصه دی چې د تایوان ولسمشره له هغې سیاسي هوکړې چې د "یو چین" نومېږي، سرغړونه کوي.

تایوان وايي، جې - ۱۱ ډوله جنګي الوتکې یې په دفاعي زون کې لیدل شوې (ارشیف تصویر)

دواړو خواو په ١٩٩٢ کال کې هوکړه وکړه چې يوازې يو چين دی، خو له همدې ټکي دا دواړه هېوادونه بېل بېل تعبیرونه لري.

بلخوا د چین سمندري چارواکو پوځي بېړیو ته خبرداری ورکړی چې د خپلو تمرینونو پرمهال له منځنۍ کرښې لېرې و اوسي.

په پام کې ده چې ورته تمرینونه د روانې اپریل پر ۱۷مه او ۲۰مه هم وشي.

د چين له نظره تايوان يو خپلواکه ولايت دی چې د چين له خاورې څخه جلا شوی او بلاخره به يو ځل بيا د دغه هېواد برخه شي.

د تایوان د حکومت په وینا، د تایوان ټاپو یو خپلواک هېواد دی چې اساسي قانون او په دیموکراتیک ډول ټاکل شوي مشران لري.