عمران خان موټر کې محکمې ته حاضر شو؛ د پولیسو او پلویانو ترمنځ یې نښتې شوې

عمران خان

د عکس سرچینه، Getty Images

د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د پاکستان مخکيني لومړي وزیر عمران خان په اسلام اباد کې محکمې ته په موټر کې حاضرې ورکړې او بېرته د لاهور پر لور روان شوی دی.

اسلام اباد کې د بي بي سي خبریاله وايي،‌ د پولیسو له ډزو وروسته د تحریک انصاف د ګوند پلویانو پر پولیسو د ډبرو ګزارونه کړي دي. په اسلام اباد کې پولیس په نښتو کې ځینې پولیس ټپیان شوي هم دي.

اسلام اباد کې د محکمې ودانۍ مخې ته د عمران خان ګڼ شمېر پلویان او امنیتي ځواکونه ټول شوي‌ دي. پولیسو د تحریک انصاف ګوند د پلویانو خورولو لپاره اوښکې بهونکی ګاز هم کارولی دی.

نوموړي‌ سره د موټرو لوی کاروان هم روان دی. عمران خان په خپله ټوېټر پاڼه تور پورې کړی چې د اسلام اباد پولیسو د نوموړي پر موټر او کاروان ډې کړې دي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

پر عمران خان تور دی چې د واکمنۍ پرمهال ورکړل شوې ‌ځینې ډالۍ یې پلورلې دي، داسې څه چې نوموړی یې نه مني.

وروسته له هغه چې ښاغلی خان د اسلام اباد په لور روان شو، د لاهور په زمان پارک سیمه کې د نوموړي کور ته پولیس ننوتي‌ او د تحریک انصاف د ګوند کار کونکي یې هم نیولې دي.

پرون د پاکستان کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله ويلي و، د حکومت لومړیتوب دا نه دی چې مخکېنی لومړی وزیر عمران خان ونیسی، بلکې غواړي هغه محکمې ته حاضرېدو ته اړباسي.

هغه وړمه شپه یوه ځايي تلویزیون جیو نیزو سره خبرو کې وویل "زموږ ترجیح د عمران خان نیول نه دي، بلکې د هغه اړیستل دي چې عدالت ته وړاندې شي."

عمران خان بیا وايي،‌ په دې پوهېده چې د مارچ په ۱۸مه محکمې ته حاضرېږي، خو پولیس ورپسې ۳ ورځې مخکې یعنې د مارچ پر ۱۵مه ورغلي‌ وو.

عمران خان

د عکس سرچینه، Getty Images

هغه دا ادعا هم کړې وه چې ګوندې واکمن حکومت غوښتل دی ونیسي او زندان ته یې واچوي او بیا یې غیاب کې ټاکنې وکړي.‌

نوموړي‌ وویل "زه پوه وم چې دوی څه غوښتل... څه چې یې له اعظم سواتي‌ او شهباز ګېل سره کړي و"

د محکمې قاضي د مارچ پر اوومه نېټه د عمران خان د نيولو حکم کړی و او له پوليسو يې غوښتي وو چې ويې نيسي، خو نوموړي د اسلام اباد له محکمې غوښتنه کړې وه چې د نيول کېدو حکم يې لغوه کړي.

قاضي سپارښتنه وکړه چې د مارچ پر ۱۳ نېته محکمې ته حاضر شي خو ښاغلی خان محکمې ته حاضر نه شو.

وروسته بيا قاضي له ضمانت پرته د هغه د نيول کېدو حکم وکړ او له پوليسو يې وغوښتل چې محکمې ته يې حاضر کړي چې اخ و ډب کې نژدې ۶۵ پولیس او د عمران د ګوند ځینې کارکوونکي‌ ټپیان شول.‌

عمران خان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عمران خان د پلویانو او پولیس ترمنځ له دوو ورځو اخ او ډب وروسته،‌ د نوموړي‌ د نیولو لپاره تللي ځواکونه بېرته په شا شول.‌

عمران خان دوه ورځې وړاندې خپلو پلويانو ته ويلي وو، "د ده پر ضد ډېرې دوسيې ثبت شوې دي او زياته يې کړه ما هېڅګله د دې هېواد قانون نه دی مات کړی، که يوه قضيه راباندې ثابته شوه زه به سياست پرېږدم."