د لاهور فابريکه کې د وژلو شويو شمېر ۳۷ ته لوړ شوی

په لاهور کې تر دې وړاندې هم لرغونې او زړې ودانۍ نړېدلي او لسګونه کسان یې وژلي دي
د عکس تشریح، په لاهور کې تر دې وړاندې هم لرغونې او زړې ودانۍ نړېدلي او لسګونه کسان یې وژلي دي
د خپرېدو وخت

د پاکستاني چارواکو په وينا د لاهور په راپرېوتلې فابريکه کې د وژلو شويو شمېر ۳۷ ته لوړ شوی او د مرستې عمليات اوس هم روان دي.

د ژغورنې ډلې وايي تراوسه يې ۱۰۳ کسان ژغورلي او وايي د پېښې پر مهال ودانۍ کې ۱۱۴ کسان موجود وو.

دغه څلور پوړيزه ودانۍ د چهارشنبې پر ورځ د لاهور ښار څنډو کې په يوه صنعتي سيمه کې ونړېده.

د فابریکې یو کارکوونکي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي، د ودانۍ په یوه داسې برخه کې چې اوس ورتګ ورته ممکن نه دی، ۵۰ کسانو کار کاوه. دی وايي په کارکوونکو کې ۱۲کلن ماشومان هم وو.

دغه ودانۍ د چهارشنبې پر ورځ د لاهور ښار څنډو کې په يوه صنعتي سيمه کې ونړېده
د عکس تشریح، دغه ودانۍ د چهارشنبې پر ورځ د لاهور ښار څنډو کې په يوه صنعتي سيمه کې ونړېده

تر ودانۍ لاندې بندو کسانو د ژغورنې په عملیاتو کې شاوخوا ۴۰۰ کسانو برخه لرله.

ويل کېږي د فابريکي د څښتن مړی هم له ودانۍ ايستل شوی چې وروسته به خاورو ته وسپارل شي.

ډېری وګړي په لانديني او لومړي منزل کې وژل شوي دي.

د ژغورنې ډلې وايي کېدای شي اوس هم ځينې خلک تر خاورو لاندې وي.

د پېښې د پلټنې ډلې د پنجشنبې په ورځ له سيمې کتنه وکړه.

په دغې ودانۍ کې د پلاستیک جوړولو فابریکه ودانه وه او د ځایي خلکو په وینا په وروستۍ زلزله کې ودانۍ ته یو څه زیان رسېدلی و.

په لاهور کې تر دې وړاندې هم لرغونې او زړې ودانۍ نړېدلي او لسګونه کسان یې وژلي دي.

په ۲۰۱۲ کال کې د لاهور په ګنجان اباد سیمه کې د یوې ودانۍ نړېدو په پېښه کې ۲۱ کسان وژل شوي وو.

تېر کال د دروغه والا سیمې په یوه جومات کې د لمانځه پر مهال د ودانۍ نړېدو پېښه کې ۲۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.