د پنجشېر ولایت ځینې سیمې د سږ کال لومړۍ واورې سپینې کړې
د پنجشېر ولایت ځینې سیمې د سږ کال لومړۍ واورې سپینې کړې
د خپرېدو وخت
د واورې ورېدل د ځینو خلکو لپاره د خوښۍ لامل دي، خو ځینې نور د ژمي د وختي سړې هوا له امله اندېښمن شوي دي.
پنجشېر د افغانستان له غرنیو ولایتونو څخه دی، چې وختي واورې ورېدل یې د اوسېدونکو پر ژوند اغېز کولای شي.
د پنجشېر د والي ویاند سیفالدین لتون، بيبيسي ته ویلي چې سیمهییز حکومت د وروستیو واورو په ګډون له طبیعي پېښو سره د مبارزې لپاره اړینې چمتووالي نیولي دي.
د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس، پر فېسبوک لیکلي چې د سالنګ لویې لارې په ځینو برخو کې هم واوره په وقفهیي ډول ورېږي.



