ولې ښايي تاسې د خپلو غور نیکونو پرتله لوړ قد ولرئ؟
ولې ښايي تاسې د خپلو غور نیکونو پرتله لوړ قد ولرئ؟
د خپرېدو وخت
تاسې د تېرو نسلونو پرتله څومره لوړ قد لرئ؟ زموږ د قد اندازه تر ډېره زموږ په جینونو پورې تړلې ده، خو یوه کوچنۍ برخه یې زموږ د روغتیا او هوساینې انعکاس کوي؛ لکه خواړه، ناروغۍ او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی.
دا په دې مانا ده چې د خلکو د لویو ډلو د منځني قد پرتله کول موږ ته ډېر معلومات راکولی شي چې په تېرو وختونو کې د خلکو د ژوند شرایط څنګه وو او نن ورځ د نړۍ په لرو بر کې د خلکو د ژوند د شرایطو ترمنځ څه توپیرونه شته.



