د وزن پورته کول څنګه بدن او دماغ روغ ساتي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د وزن پورته کول ښايي ستاسو ذهن ته هغه ورزشکاران راولي، چې غټې مټې او عضلات لري، هغوی چې په ورزشي کلپونو کې د لوړې موسیقۍ په اورېدلو سره خولې تویوي.
خو داسې هم نه ده، تاسو هم کولای شئ هر ورځ په خپل کور کې په اسانۍ سره له خپل توان سره سم، کوچني وزنونه پورته کړئ، چې ډېرې ګټې لري.
د وزن پورته کولو په وسیلې د تمرین ګټې پرته له دې چې د عضلاتو غټ والی او اندام جوړول پکې په پام کې ونیول شي، ډېرې نورې اغېزې هم لري.
دا تمرینونه له موږ سره مرسته کوي چې سالم زړه ولرو او زموږ د بدن معافیت سیستم ښه کار وکړي، دا زموږ ذهني ځواک ته وده ورکوي چې په څټه روغ او اوږد ژوند ولرو.
ډمبل وهل د وینې شکر ټیټوي
د عضلاتو پیاوړتیا نه یوازې په ظاهري بڼې پورې محدوده ده، بلکې د بدن داخلي روغتیا ته هم ګټه لري. د وزن پورته کول نه یوازې د ملا نري کولو لپاره ګټور دي، بلکې د بدن میټابولیزم ښه کولو او انسولین ته د بدن حساسیت ډېرولو لپاره هم ګټور دي. په دې مانا چې تر هر وخت خوارک وروسته، د وینې د شکرې کچه په اسانۍ سره عادي حالت ته راستنېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو تمرین باید په زغم او حوصلې وشي. ځکه په زغم سره تمرین، د بدن خوندیتوب سیستم پیاوړی کوي.
یوه څېړنه پر هغو ښځې چې هېڅ ورزش نه کوي او هغه مېرمنې چې په منظمه توګه په زغم سره ورزش کوي، ښيي چې د وروستۍ ډلې د بدن حجرې د انتاناتو او پاړسوب پر وړاندې ډیر فعال دي.
د وزن له پورته کولو سره نور ښه خبرونه هم شته، د بېلګې په توګه د وزن پورته کول، کولای شي د انسان د زړېدو بهیر معکوس کړي. فزیکي تمرین مو له ناروغیو لېرې ساتي او ان د ژر زړېدو مخه هم نیسي.
په یوې محدودې ساینسي څېړنه کې، له ۱۴ تنو لوړ عمر لرونکو څخه وغوښتل شول چې د شپږو میاشتو لپاره په اوونۍ کې دوه ځله د وزن پورته کولو په تمرین کې برخه واخلي (موخه پکې له تمرین سره د عضلاتو پر پیاوړتیا تمرکز و). کله چې د دوی د عضلاتو بیا رغونه او پیاوړتیا له ځوانو لویانو سره پرتله شوه، نو وموندل شول چې د دوی په بدن کې د انرژي تولیدونکې حجرې (میټوکونډریا) تر خپل حده فعالې شوي.
ورزش دغه راز په ذهن کې د پېژندنې پر کړنې خپل پوره اغېز لري.
ټول ورزشونه په کلپونو کې هم نه کېږي. که تاسو اندېښنه کوئ چې د ورزش له دې ټولو ښېګڼو څخه د ګټې اخیستلو لپاره باید حتما په کلپ یا جېم کې شامل شئ، نو دا اندیښنه مه کوئ، کولای شئ ورزش له خپل کوره پیل کړئ.

د عکس سرچینه، Getty Images
د عضلاتو پیاوړي کولو لپاره ورزش چې معمولا په ډمبلونو سره کېږي، خو دا کار په کور کې د شیدو یا اوبو بوتل سره هم کیدای شي. د خپلو پښو د عضلاتو د پیاوړي کولو لپاره، د پخلنځي المارۍ ته تکیه وکړئ او د خپلو پښو په ګوتو کې پورته شئ. بل ممکنه تمرین د پلوتۍ وهل دي، چې بر زنګنونو یو څه وزن ورسره کېږدئ.
دا مه هېروئ چې که غواړئ دا تمرینونه په کور کې وکړئ، نو له پیل مخکې یې له ډاکټر سره مشوره ضرور ده.





















