ژوندۍ پاڼه, په افغانستان کې د ښځو په ژبه د طالبانو د حکومت پنځه کاله

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ پنځه کاله تېرېږي. د ۲۰۲۱ کال د اګسټ پر ۱۵ مه ټېک په همدې ورځ کابل سقوط شو او واک طالبانو ته پاتې شو. په دې پنځو کلونو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو او ښځو پر زده کړو تر "امر ثاني" بندیز اعلان شو او د ښځو پر کار، ازاد تګ راتګ او ډېرو نورو بشري حقونو باندې محدودیتونه اعلان شول. بي بي سي د افغانستان له بېلابېلو څنډو ښځې غږولي او پوښتلي یې دي چې په دې پنځو کلونو کې د دوی ژوند څنګه اغېزمن شوی او څه یې په ژوند کې بدل شوي دي.

لنډیز

  • پنځه کاله پخوا په همدې ورځ طالبان واک ته ورسېدل
  • افغان مېرمنې له محدودیتونو شکایت کوي
  • افغانستان له بېوزلۍ کړېږي

ژوندی پوښښ

  1. شګوفه: په کور کښېناستو روغتیايي‌ ستونزې راته پیدا کړې

    شګوفه له تېرو پنځو کالو راهیسې انلاین زدکړې کوي. نوموړې وايي، کله چې طالبان واک ته ورسېدل په دولسم ټولګي کې وه او کانکور ته یې چمتولی نیولی و خو وې نه شوی کولی، چې خپلې زدکړې بشپړي کړي. د دې په خبره وروسته له هغه، چې په کور شوه روغتیايي ستونزې ورته پیدا شوې.

    د ویډیو تشریح، شګوفه: په کور کښېناستو روغتیايي‌ ستونزې راته پیدا کړې
  2. افغانستان کې مېرمنې د سپورت اجازه نه لري, افغانستان کې مېرمنې د سپورت اجازه نه لري

    افغانستان کې مېرمنې نه یوازې، چې له کار او زدکړو منع شوې له یو شمېر نورو ټولنیزو فعالیتونو څخه هم منع شوې دي.

    مینه افغان د کابل اوسېدونکې د کور مېرمن ده. دا وايي، مخکې یې سپورت کاوه او جیم ته تله، خو د طالبانو له راتګ سره سپورت کول ترې پاته شو.

    د ویډیو تشریح، افغانستان کې مېرمنې د سپورت اجازه نه لري
  3. وروستی, د طالبانو د حکومت پنځه کلنه واکمني، دې کلونو کې څه تېر شول؟

    د ویډیو تشریح، د طالبانو د حکومت پنځه کلنه واکمني، دې کلونو کې څه تېر شول؟

    د شنبې په ورځ، (اګست ۱۵مه)، پر افغانستان د طالبانو حکومت د واکمنۍ پنځه کاله پوره کېږي. طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې کابل ونیو.

    د امریکا په مشرۍ بهرني ځواکونه له ۲۰ کلنې جګړې وروسته له افغانستانه د وتلو په حال کې وو چې طالبانو د چټکو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه کابل ته ننوتل. د افغان امنیتي ځواکونو جوړښت، چې کلونه د لوېدیځ له ملاتړه برخمن و، له منځه ولاړ او د امریکا په ملاتړ ولسمشر اشرف غني له هېواده وتښتېد.

    په ۲۰۲۶ کال کې افغانستان له نورو ننګونو سره هم مخ دی؛ د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ خونړۍ نښتې دوام لري او د هېواد په درېیمه برخه ولایتونو کې خوارځواکي خطرناکې کچې ته رسېدلې ده.

  4. د طالبانو حکومت کې د ښځو د حذفولو پنځم کال: "تر څلورو نورو کلونو به څلور میلیونه نجونې له زد‌کړو بې‌برخې شي"

    افغان نجونې

    د عکس سرچینه، Getty Images

    "غوښتل مې ښوونځي ته لاړه شم، د ښوونځیو دروازې یې وتړلې. هیله مې درلوده د کانکور ازموینه ورکړم او پوهنتون ته لاړه شم، د پوهنتونونو دروازې یې هم وتړلې! کورس ته تلم چې درسونه رانه هېر نه شي، کورس یې هم پر موږ بند کړ. د انځورګرۍ ښوونیز مرکز ته لاړم، هغه یې هم بند کړ! د هیلې هر څرک مې چې وموند، بېخي ژر مې له لاسه ور کړ."

    مروه (مستعار نوم) له هغو زرګونو نجونو ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنۍ راهیسې یې ښوونځي ته د تلو فرصت له لاسه ورکړی دی.

    دا وايي، د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته، تر ډېره وخته وزګاره وه: "خورا سختې ورځې مې تېرې کړې. احساس مې کاوه چې د خپل ژوند یوه لویه برخه مې له لاسه ورکړې ده. زړه مې درد کاوه، ژړل مې، نه پوهېدم چې راتلونکی به څنګه شي؟ اوس انځورګري کوم. هر خپګان، هیله او خبره چې په ژبه یې نه شم بیانولی، پر کاغذ یې رسموم. لا هم هیله لرم. هیله‌منه یم ښوونځي او بیا پوهنتون ته بېرته ستنه شم... هیڅ نجلۍ باید د زد‌کړو له حقه بې‌برخې نه شي... هیله منه یم هغه ورځ راشي چې ټول وکولای شو په ازاده توګه زدکړې او کار وکړو... هیڅ نجلۍ باید د نجلۍ توب له امله خپلې هیلې له لاسه ورنه کړي."

    د جمهوریت پر مهال د رسنیو د پراختیا او په رسنیو کې د ښځینه کارکوونکو د شمېر له ډېرېدو سره، ډېر ځوانان او پېغلې په رسنیو کې کار کولو ته لېوال شوي وو. شازیه هم له هغو نجونو یوه وه چې د خبریالې کېدو ارمان یې پاله.

  5. د طالبانو حکومت پنځه کلنه واکمنۍ؛ افغان مېرمنې څه وايي؟

    افغان مېرمنې

    د عکس سرچینه، Getty Images

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت پنځه کاله پوره شول. دوی د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه د جمهوریت له پرځېدو سره د بيا ځل لپاره پر کابل ولکه ټينګه کړه. له هغه راهيسې په ګڼو برخو کې پر ښځو محدوديتونه لګول شوي دي، د بېلګې په توګه له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي او پوهنتون ته د تګ اجازه نه لري، د کار په برخه کې هم پرې محدوديتونه لګول شوي. که څه هم طالب چارواکي په ځينو برخو کې د پرمختګ خبره کوي خو افغان مېرمنې وايي د طالبانو حکومت له خوا لګول شويو بنديزونو او محدوديتونو له ټولنيزه اړخه ګوښې کړې او د ژوند په ډېرو برخو کې یې له ستونزو سره مخامخ کړې دي.

    له بي بي سي سره ځينو افغان مېرمنو د خپل حالت په اړه خبرې کړې چې په دې ژوندۍ پاڼه کې یې لوستلی او کتلی شئ.