اپل شرکت د چین پر ځای هند کې ایفون ۱۴ جوړوي

آيفون 14
د خپرېدو وخت

اپل شرکت ویلي، په چین کې د ایفون ۱۴ د جوړولو پر ځای یې اوس هند کې د ایفون ۱۴ جوړولو چارې پیل کړې دي.

دغه امریکایي شرکت وړاندې خپل ډېری ایفونونه چین کې جوړول، خو د واشنګټن او بیجېنګ ترمنځ د سیاسي ترینګلتیا له کبله یې د تولید خپله ډېره برخه له چینه ایستلې ده.‌

د چین د (صفر کوویډ) مشهوره تګلاره ددې لامل شوه چې هلته ډېری شرکتونه خپلې چارې ودروي.

اپل شرکت خپل ۱۴ ایفون روانه میاشت بازار ته راویوست.‌

دغه شرکت وايي: "په ایفون ۱۴ کې نوی تخنیک کارول شوی او امنیت یې تر پخوانیو هغو ډېر ټینګ شوی، موږ هند کې د ایفون ۱۴ جوړولو ته لېوال یو."

په ټایوان کې د (فوکسکان) شرکت چې د اپل ډېری موبایلونه جوړوي، له ۲۰۱۷ کال راهیسې د هند تامیل نادو ایالت کې یوه کارخونه لري او تر ټولو زاړه ماډل موبایلونه جوړوي.

خو اپل اوسمهال په هند کې د ایفون ۱۴ جوړولو له لارې لویې پانګونې ته زړه ښه کړی.

اپل دا هم په پام کې لري چې هند کې د سوېلي کوریا او چین جوړ موبایلونو د بازار ځای اپل ونیسي.

خو دا به په دې مانا نه وي چې د اپل تولید به په دې هېواد کې ارزانه وي.

آيفون 14

که څه هم پر نوي جوړېدونکي ایفون به (هند کې جوړ شوی) نښان لګول کېږي، خو لا به هم هندیان د ایفون رانیولو لپاره ډېرې پیسې ورکوي.

د هند حکومت اته کاله مخکې د (هند کې جوړ) یو کمپاین پیل کړی و چې هدف یې پخپل هېواد کې د صادراتو او صنعت پراخه کول وو.

وړاندې د (جې بي مورګن) بانک کارپوهانو ویلي وو، تمه لري چې اپل به د روان کال په اوږدو کې خپل د ایفون پنځه سلنه تولید هند ته ولېږدوي.

او تر ۲۰۲۵ کال پورې به د ایفون څلورمه برخه تولید د سوېلي اسیا هېوادونو ته ولېږدوي.

د اپل د تولیداتو واردوونکي فوکسکون شرکت تېر کال ویتنام ته د شاوخوا ۱٫۵ میلیارد ډالرو توکي پانګونه کړې وه.‌