تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مردان کې څلور کلنه نجلۍ له جنسي تېري وروسته وژل شوې
بې بې سې ته معلومه شوې چې په مردان کې د تېرې يکشنبې په ورځ پر څلور کلنې ماشومې اسما بهرام جنسي تېری شوی او وروسته وژل شوې ده.
اسما د مردان په ګوجر ګړهي کې له خپله کوره ترۍ تم شوې وه. عیني شاهدانو ویلي، د کلي په لاسپیکرونو کې د هغې د ورکې اعلانونه وشول.
دا په یوه اونۍ کې پر کمکیو نجونو د جنسي تېري دویمه پېښه ده.
د پنجاب ایات قصور ښار کې پر یوې اوه کلنې زینب هم ورته جنسي تېری شوی و او بیا یې مړی د هغې کور ته څېرمه په کثافاتو کې اچول شوی و.
دې پېښې پاکستان کې د خلکو غوسه راپاروله او میندې او پلرونه د خپلو ماشومانو په اړه اندېښمن شول.
اسما د تېرې شنبې په ګهیځ له خپل کوره لادرکه شوې وه او د دوشنبې په ورځ د ګنیو پټي کې د هغې مړی وموندل شو.
وړاندې چارواکو ویلي وو، له هغې سره زورزیاتی شوی او د ساه بندېدو له کبله مړه شوې ده.
که څه پر هغې د جنسي تېري خبره چارواکو رد کړې وه، همدا وو چې کیسه یې د زینب په څېر په رسنیو کې د سر ټکی ونه ګرځېد.
د سې شنبې په ورځ (جنوري ۱۶مه) د مردان ولسوالۍ ډسټرکټ ناظم حمایت الله مایار بي بي سي ته وویل، پر اسما جنسي تېری شوی.
نوموړی زیاتوي، اسما د خپل کور مخې ته لوبې کولې چې یوه چا ورڅېرمه پټیو ته بېولې، لومړی یې جنسي تېری پرې کړی او بیا یې وژلې ده.
ښاغلي مایار زیاته کړه، د مردان ملکي روغتون ډاکټره کلثوم چې د اسما طبي ازموینه یې کړې، ویلي چې پر اسما جنسي تېری شوی.
د اسما پلار بهرام په سعودي عربستان کې مزدوري کوي.