BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:11 گرينويچ 2005 ,05 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د افغانستان خپرونې،چهارشنبه د تلې ١٣

دافغانستان ورځپاڼې
راه نجات ورځپاڼې د روژې دګټو په اړه ليکلى دي
د افغانستان د ولسمشر حامد كرزي سفر فرانسې ته ، په افغانستان كې د پارلماني ټولټاكنو د رايو د شمېرنې پر بهير د يو شمير كسانو نيوكې او په اسلامي نړۍ كې د روژې رارسيدل هغه توكي دي چې د افغانستان په ورځپاڼو او خپرنيو كې څېړل شوي دي .

د هيواد دولتي ورځپاڼې فرانسې ته د ولسمشر حامد كرزي سفر ارزښتناك بللى او ليكلي يې دي چې د فرانسې مشرانو افغانستان ته خپلې ژمنې نوې كړې .
ورځپاڼې له پارلماني ټولټاكنو وروسته دا د ښاغلي كرزي لومړنى بهرنى سفر ګڼلى چې لاسته راوړنې يې هم درلودې..

هيواد د ښاغلي كرزي سفر فرانسې ته ددواړو هيوادونو د اړيكو د غښتلتيا لپاره ستر پرمختګ بللى او وړانديز يې كړى چې د افغانستان چارواكي په هيواد كې د ټيكاو د رامنځته كولو لپاره وار له مخه د فرانسې په څير هيوادونو سره خپل اړيكي نور هم ټينګ كړي .

دافغانستان ورځپاڼې
 که د ټاکنو په اړه د شکاياتونو اوسنى حالت روان وساتل شي خلك به په افغانستان كې پر سياسي بهير خپل باور له لاسه وركړي
ملي ارمان
د انيس دولتي ورځپاڼې په يوه مطلب كې هڅه كړې چې په نړۍ او افغانستان كې د ترهګرۍ شاليد وڅيړي . ورځپاڼې ليكلي دي چې نړۍ د اتلسمې زيږديزې پيړۍ له وروستيو څخه د ترهګرۍ ښكار ده.

د ملي ارمان ورځپاڼې د ټولټاكنو له دفترونو څخه د خلكو شكايتونه راخيستي او ليكلي يې دي چې د دغو دفترونو له كړنو څخه د ګوتنيونكو شمير ورځ په ورځ مخ په زياتېدو دى .

د مطلب ليكوال ځانګړې بيلګه نه ده وړاندې كړې خو ټينګار يې كړى چې كه اوسنى حالت روان وساتل شي خلك به په افغانستان كې پر سياسي بهير خپل باور له لاسه وركړي .

ملي ارمان وړانديز كوي چې چارواكي دې د خلكو شكايتونو او نيوكو ته پام وكړي كه نه نو د افغانستان راتلونكى پارلمان به حقوقي او قانوني مشروعيت ونه لري .

د راه نجات ورځپاڼې بيا د روژې ګټو او روژې نيولو ته په يوه مطلب كې كتنه كړې او هڅه يې كړې چې د روژې ګټې د انسان روغتيا او د ټولينزو اړيكو په نژدې والي كې وڅيړي .

او د اصلاح ورځپاڼې ليكلي دي چې اوس مسلمانو او هم نامسلمانو روڼ اندو او د نظر خاوندانو د روژې پر ګټو باور پيدا كړى دى . ورځپاڼې ليكلي دي چې افغانان په داسې حال كې ددې مياشتې د شرايطو پر عملي كولو بوخت دي چې هيواد يې د پرمختګ ساه اخلي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت