وروستی, حزب الله د اسرائيل پر شمالي سیمو بریدونه کړي
د لبنان ایران پلوه وسلهوالې ډلې حزب الله نن د اسرائيل پر ځينو شمالي سیمو توغندیز بریدونه کړي دي.
حزب الله پر ټېلیګرام په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پراسرائيلو بریدونه به تر هغه روان وساتي، " چې زموږ پر هېواد او خلکو د اسرائيل او امریکا بریدونه درېدلي نه وي".
لا روښانه نه ده چې په دغو بریدونو کې چا ته کوم تاوان رسېدلی او که نه.
د اسرائيل پوځ یوه ویاند اېایفپي خبري اژانس ته ویلي چې د حزب الله له لوري ۳۰ توغندي ورتوغول شوي دي. حزب الله بیا ویلي چې پر اسرائيلو او په لبنان کې شته اسرائيلي پوځيانو باندې یې ۲۴ بریدونه کړي دي.
د اسرائيلو پوځ هم نن پر لبنان بریدونه کړي دي او حزب الله ډلې ته په اشاره یې ویلي چې غواړي هغه ټولې نادولتي "ترهګرې ډلې" بېوسلې کړي چې د اسرائيل او لبنان په مذاکراتو کې ښکېلې نه دي.
پرون د دواړو هېوادونو ترمنځ له شاوخوا ۳۰ کلونو نه ډېره موده وروسته لومړی ځل ډېپلوماتیکې خبرې اترې وشوې چې په امریکا کې د لبنان سفیرې ندا حماده معوض 'ګټورې' بللې دي.
د اغلې معوض په وینا، د راتلونکي پړاو د مذاکراتو نېټه به وروسته اعلان شي.