تېره اونۍ د افریقا لویه وچه په عکسونو کې

د خپرېدو وخت
  • د تېرې اوونۍ اوږدو کې د افریقا لوېې وچې لروبر د اخیستل شویو عکسونو یوه ټولګه
ګینه
د عکس تشریح، اور وژونکي او داوطلب مرستندویان د کینیا پلازمېنه نایروبي کې سې شنبه د تېلو په یو زېرمتون کې د لګېدلي اور د وژلو هڅه کوي.
اور
د عکس تشریح، د وچې او تودې هوا څپې له کبله چارشنبه د سویلي افریقا لوېدیزه څنډه کې ځنګلي اور لګېدلی دی
اور
د عکس تشریح، یوه اور وژونکي له ستړي کار وروسته دمه اخیستې
مېله
د عکس تشریح، دغه سړي په ګامبیا کې د شنبې پر ورځ د ماندینګو قبیلې د کانکورانګ مېلې لپاره دودیز ماسک اغوستی.
مېله
د عکس تشریح، مېله کې خلک د یوه بل تن نندارې ته راټول شوي چې د اور په لمبو کې ناڅي
غزه
د عکس تشریح، د مالي پلازمېنه باماکو کې د جمعې پر ورځ د کښتیو دودیزه سیالي او مېله
کانګو
د عکس تشریح، د کانګو جمهوریت د ختیځ په ګوما ښار کې یکشنبه په جګړه ځپلو سیمو کې د سولې دعا لپاره مذهبي مراسم چې مشري یې د کاتولیکې کلیسا مشر فریدولین امبونګو کوي.
مېله
د عکس تشریح، تر هغې یوه ورځ ورمخکې دا عکس د حبشې (ایتوپیا) د پلازمېنې ادیس ابابا په یوه مارکېټ کې پر جماعت د لمانځه پر مهال اخیستل شوی.
عاج ساحل
د عکس تشریح، سې شنبه عاج ساحل کې د افریقايي هېوادونو د فوټبال اتلولیو په یوه څنډه د بورکینابې لوبډلې یو مینوال
کابل
د عکس تشریح، خو سیالۍ له ماتو او بریاو سره ملې وي. د استوايي ګینې جمهوریت 'کارلوس اکاپو' پر دې خواشینی دی چې لوبه یې ګینې ته ۱ - صفر بایللې ده
BiDen
د عکس تشریح، د کوربه عاج ساحل خلک بیا د پیاوړي سنیګال پر وړاندې د خپلې لوبډلې بریا لمانځي.
کابل
د عکس تشریح، رابې د مداګاسکار پلامېنه انتاناناریوا کې په خځلو کې پلاستیکي بوتلونه ټولوي - دا عکس ترې سې شنبه د دمې پر مهال اخیستل شوی.
کینیا
د عکس تشریح، یکشنبه د کینیا پلازمېنه نایروبي کې د یوه لاریون پر مهال د بشري حقونو فعالان له چارواکو غواړي چې د ښځینه و د وژنې مخنیوي لپاره لا ډېر کار وکړي
مصر
د عکس تشریح، د مصر پلازمېنه قاهر کې چارشنبه یوه کوچنۍ نجلۍ له شنې زرغونې د عکس اخیستلو پر مهال