تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسحاق ډار: ایران او امریکا دې "مثبته روحیه" جاري وساتي
د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو کوربه وايي، اړتیا ده چې دغه هېوادونه "مثبتې روحیې" ته دوام ورکړي چې سیمه د اوږدمهاله سولې او سوکالۍ څښتنه شي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په اسلام اباد کې د دغو خبرو له بې پایلې پای ته رسېدو وروسته یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې پاکستان به په راتلونکو ورځو کې هم د تهران او واشنګټن ترمنځ د ښکېلتیا او خبرو اترو اسانتیا لپاره خپل رول جاري وساتي.
د اسلام اباد مذاکرات په تېر څه باندې یوه لسیزه کې د ایران او امریکا ترمنځ لومړنۍ مخامخ خبرې او په ایران کې له اسلامي انقلاب راهیسې د دواړو خواو ترمنځ تر ټولو د لوړې کچې لیدنه وه.