ولې یو شمېر ایرانيانو له افغانانو مننه کړې؟

ولې یو شمېر ایرانيانو له افغانانو مننه کړې؟

وروستیو کې پر خواله رسنیو یوه ویډیو خپره شوې چې پکې ګڼ شمېر ایرانیان د کرج په ماهدشت کې نارې وهي: "غیرتمن افغانه مننه."

د رپوټونو له مخې، دا ویډیو ایران سره د امریکا او اسرائیل د جګړې د اته دېرشمې شپې پر مهال ثبت شوې ده.

د اسرائیل او امریکا له بریدونو وروسته، د ایران چارواکو څو ځله د افغانستان د خلکو د ملاتړ یادونه کړې. ان د ایران نوي مذهبي مشر مجتبی خامنه‌ای د نوي کال په پیغام کې افغانستان سره د اړیکو پر ارزښت ټینګار کړی او "د زورواکۍ پر وړاندې د مبارزې په ډګر کې یې شریکو ستراتیژیکو ګټو ته اشاره کړې ده."

بل پلو یو شمېر کسان د افغانانو ګډون سره مخالف دي او له اسلامي جمهوري حکومته د دوی پر ملاتړ یې نیوکې کړي دي.

د ایران د وروستي پاچاه زوی رضا پهلوي ایران سره د اسرائیل او امریکا د جګړې پر مهال په یوه پیغام کې د ایران پوځیانو ته ویلي: "تاسې څنګه کولی شئ چې د ایران پر سړکونو د بهرنیو او د اسلامي جمهوریت پورې تړلو جنایتکارو ډلو د ګواښونو او خپلسرو کړنو پر وړاندې چوپ پاتې شئ، او هېڅ اقدام ونه کړئ؟ دا ډلې له حشد الشعبي او د لبنان له حزب الله څخه نیولې، تر افغان او پاکستاني ترهګرو پورې شاملې دي."

د رضا پهلوي له خوا د "افغاني ترهګرو" د اصطلاح کارول د افغانانو ترمنځ پراخ غبرګونونه راوپارول.