افغان کرېکټ لوبغاړی شاپور ځدراڼ د نژدې ۳۹ کلونو په عمر ومړ

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې پخوانی چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د نژدې ۳۹ کلونو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ. د افغانستان کرېکټ بورډ چارواکو بي بي سي ته تائید کړه، چې شاپور ځدراڼ د ورپېښې ناروغۍ له کبله وفات شوی دی.

ښاغلی ځدران

شاپور ځدراڼ له له تېرو نږدې شپږ میاشتو راهیسې د هند پلازمېنې ډيلي په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې و.

شاپور ځدراڼ له یوې داسې ناروغۍ کړېده، چې د انسان د بدن مقاومت ورسره له منځه ځي.

دا ناروغي د Hemophagocytic Lymphohistiocytosis یا (اېچ‌اېل‌ایچ) په نوم پېژندل کېږي. دا یوه داسې ناروغي ده چې که پر وخت یې درملنه و نه شي نو وژونکې ثابتېدلی شي.

شاپور ځدراڼ چې د همدې جولايي میاشت کې ۳۹ کلن کېده، د دې ناروغۍ له پرمختللې بڼې سره مخامخ شو، او له تېرو څو میاشتو را په دېخوا د ډیلي په یوه روغتون کې یې درملنه روانه وه.

شاپور ځدراڼ د کرېکټ په۸۰ نړیوالو لوبو کې د افغانستان استازولي کړې ده. په دې کې ۴۴ یو ورځنۍ او ۳۶ یې ۲۰ اوریزه لوبې دي.

شاپور ځدراڼ چې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې له غوره چټک توپ اچوونکو یو و، له اوږدې مودې راهیسې له نړیوال کرېکټ لېرې و او بالاخره یې له نړیوال کرېکټ سره مخه ښه وکړه.

له شپږ فوټو لوړه ونه، اوږده تور ویښتان، او ځیرک لید لرونکی شاپور ځدراڼ د افغانستان کرېکټ تکړه کیڼ لاسی توپ اچوونکی و او د دغه هېواد د کرېکټ پرمختګ کې یو مهم لوبغاړی پاتې شوی.

شاپور ځدراڼ له ۲۰۰۹ کال راهیسې د افغانستان لپاره ۴۴ یو ورځنۍ نړیوالې لوبې او ۳۶ شل اوریزې لوبې وکړې. شاپور په نړیوال کرېکټ کې ټولټال ۸۰ ویکټې اخیستې او خپله وروستۍ لوبه یې په ۲۰۲۰ کال کې ترسره کړه.

د خپلې لوړې ونې، کیڼ لاس توپ ‌اچونې او چټکې منډې له امله مشهور شاپور ځدراڼ د افغانستان د کرېکټ لپاره د ۲۰۱۰، ۲۰۱۲، ۲۰۱۴ او ۲۰۱۶ نړیوالو شل اوریزو جامونو کې مهم رول لوبولی.

شاپور نړیوال کرېکټ کې له ځلېدا سره ځینو لیګونو ته هم لار وموندله او د دې تر څنګ یې په کورني کرېکټ کې هم ګڼې لوبې کړې او ډېر شمېر لوبغاړي یې سوځولي دي.