تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
درواز ته د ځواکونو استول کېدل او د فاتح د پخلاینې پیغام: ایا بدخشان کې ترینګلتیا کمه شوې؟
په بدخشان کې د طالبانو د یوه مشهور ځايي قوماندان جمعه خان فاتح د نارضایتۍ په اړه د خبرونو تر خپرېدو وروسته، سرچینو بيبيسي ته ویلي چې د طالبانو حکومت د دغه ولایت درواز ته نوي امنیتي ځواکونه استولي دي.
پخپله ښاغلي فاتح په یوه تازه غږیز پیغام کې چې د طالبانو حکومت ته نږدې "حریت" رسنۍ خپور کړی، دا رد کړې چې ګوندې له مشرتابه سره دې یې څه اختلاف راغلی وي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا د طالبانو له مرکزي حکومت سره د ښاغلي فاتح د مخالفت بېلابېل رپوتونو خپاره شوي دي.
ظاهرآ د دغه پيغام مخاطب د طالبانو حکومت د پوځ لوی درستیز فصیح الدین فطرت دی، چې نوموړي ته ډاډ ورکوي، کوم مسایل چې د رسنیو لخوا ویل کېږي، رښتیا نه دي.
ښاغلی فطرت د طالبانو په حکومت کې د بدخشان ولایت له بانفوذه څېرو دی.
جمعه خان فاتح په دغه غږیز پیغام کې ټینګار کوي چې د طالبانو نظام یوازې د یوې ډلې خلکو اړوند نه دی او دا چې نوموړی به دغه نظام چې د هغه لپاره یې زیار ګاللی، پرې نږدي.
دا په داسې حال کې ده چې د دروازونو پر لاره په دوو پرتو ولسوالیو کې سرچینو بيبيسي ته د درواز پر لور د پوځيانو د لسګونو لېږدونکو وسایطو د تګ خبر ورکړی او په درواز بالا یا نسۍ ولسوالۍ کې بیا یوې بلې سرچینې بيبيسي ته ویلي چې سیمې ته تازه ځواکونه رسېدلي دي.
د دې سرچینې په وینا دغه ځواکونه په څو پړاوو کې درواز ته ننوتي او "د نسی ولسوالۍ په دولتي بنسټونو کې ځای پر ځای شوي دي."
دغه سرچینه وايي، دوراز ته د ورغلې پوځي قطعې یو موټر د مایمي ولسوالۍ په غزدره سیمه کې تر یوې پېښې وروسته اوښتی او امو سیند ته لوېدلی دی. ویل کېږي په دې پېښه کې دوه کسان ټپیان شوي او د پنځو نورو سپرلیو برخلیک یې لا مالوم نه دی.
دغو سرچینو د امنیتي اندېښنو له کبله نه غوښتل چې نومونه یې واخیستل شي.
د ښاغلي فاتح غږیز پیغام کې هم درواز ته د ځواکونو د استول کېدو یادونه شوې ده.
هغه وايي: "بدخشان ته چې کوم ځواکونه راغلي، د رسنیو دسیسه او تبلیغات دا دي چې د پلانکي د ځپلو او د بیستانکيو بېوسلې کولو لپاره راغلي دي. په داسې حال کې چې حقیقت نه لري او زه هم بشپړ ډاډ لرم چې دا خبره سمه نه ده. ما داسې څه کار نه دی کړی چې ومې نیسي."
جمعه خان فاتح دمګړۍ په درواز بالا یا نسی ولسوالۍ کې دی او همدا نن (دوشنبه) یې هم د خپلو کسانو یوې غونډه کې برخه اخیستې ده.
هغه ته یوې نږدې سرچینې بيبيسي دا راټولېدنه "یوه مېلمستیا" بللې.
دې سرچینې وویل، ښاغلی فاتح د هغه څه برعکس چې په رسنیو کې راغلي، د طالبانو حکومت خلاف د کوم حرکت هوډ نه لري.
د طالبانو حکومت دغه تاجک ټبره قوماندان د بدخشان د درواز سیمې پېنځو ولسوالیو کې ځواک او نفوذ لري.
دی د مخکیني جمهوري حکومت خلاف د جګړې پر مهال دې په سیمه کې د طالبانو یو مهم کس و.
د درواز دغه پېنځه ولسوالۍ له تاجیکستان سره پر پوله پرستې او ورغځېدلې لارې لا هم خامې او صعت العبوره دي.
ښاغلی فاتح چې تېرو کلونو کې له بشري حقونو پر سرغړونو هم تورن شوی، په بدخشان کې "د دروازونو په امر" مشهور دی.
نوموړي څو وروستیو کلونو کې د نسی د ولسوال په توګه فعالیت کاوه او د دوراز پر نورو سیمو یې هم کنټرول درلود.
هغه څه موده د زابل مرستیال والي و خو د طالبانو حکومت په تازه ګومارنو کې د نوموړي پر ځای پر دې څوګۍ بل کس ګومارل شوی دی.
ښاغلی فاتح د طالبانو حکومت د معمول روال خلاف تر اوسه پر کومه بله څوکۍ نه دی ګومارل شوی.
د طالبانو حکومت زابل ولایت کې له دندې تر ګوښه کېدو وروسته د ښاغلي فاتح د نارضایتۍ په اړه د خپرو شویو رپوټونو په تړاو څه تبصره نه ده کړې.
د طالبانو حکومت پخوا د دا ډول داخلي اختلافاتو د موجودیت هر راز رپوټونه رد کړي او تل یې هڅه وي چې خپلمنځي اختلافات پټ وساتي.
خو د درواز وضعیت او د ځینو سرچینو څرګندونې د طالبانو حکومت او جمعه خان فاتح ترمنځ د مخالفتونو سطحي ښودنه کوي.
تېره اوونۍ یوې سرچینې بيبيسي ته ویلي وو د دروازونو سیمې د استخباراتو مدیران چې د جمعه خان فاتح اړوند کسان وو، ګوښه کړل شوي دي.
دې سرچینې ویلي وو چې په سیمه کې وضعیت "پېچلی" دی او دا چې د ښاغلي فاتح ځواکونه د بدخشان له مرکزه د ورلېږل شویو ځواکونو غبرګون ته چمتو او منتظر دي.
خو ښاغلی فاتح بیا په خپل غږیز پیغام کې وايي چې په بدخشان کې د اختلافاتو بحث ته رسنۍ لمن وهي.
هغه ویلي: "دا ټوله د دښمن توطیه او دسیسه ده."
د طالبانو حکومت او جمعه خان فاتح ترمنځ د اختلافاتو دا رپوټونه داسې مهال ورکول کېږي، چې د طالبانو حکومت دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد هم تازه د بدخشان څو ولسوالیو ته سفر کړی.
دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې نوموړي له چین، تاجکستان او ډیورنډ کرښې سره نښتې ستراتېژیکي سیمې کتلې او ویلي یې دي چې د سرحدي ځواکونو د وړتیاوو لوړولو، لازمې همغږۍ او اړینو اسانتیاوو لپاره به لا ډېرې هڅې وشي.
د دغه وزارت یوه اعلامیه کې زیاته شوې چې له دفاع وزیر سره په دغه سفر کې د پوځ لوی درستیز محمد فصیح الدین فطرت هم ملتیا کوي.
ښاغلي مجاهد د شکاشم په سرحدي کنډک کې د خبرو پر مهال ویلي، چې د دغه سفر موخه یې له سرتېرو سره کتنه ده.
د طالبانو حکومت دفاع وزارت دا د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته د نوموړي د سفرونو د لړۍ برخه بللې.