ځينې ماشومان ولې له وخته مخکې زېږي او څنګه باید پام پرې وشي؟

    • Author, ډاکټره هماني
    • دنده, د سرطاني ناروغیو متخصصه/د بي‌بي‌سي لپاره لیکنه
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۱۰ دقیقې

کله چې یوه مېرمن میندواره شي نو کورنۍ یې ډېره ورته خوشاله وي او په بې‌صبرۍ سره د ماشوم زېږېدو ته شېبې شماري.

په عادي یا نورمال حالاتو کې د حاملګۍ یا میندوارۍ موده له ۳۷ تر ۴۰ اوونیو وخت نیسي او بیا ماشوم دنیا ته راځي. خو که بچی تر ۳۷ اوونيو مخکې وزېږي نو داسې ماشوم "له وخته مخکې پیدا شوی" بولي. په طبي اصطلاح کې له نهو میاشتو مخکې شوي ولادت ته د "پري ټرم ډېلوري" نوم اخیستل کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، په غونډه نړۍ کې هر کال شاوخوا ۱۳ میلیونه کوچنیان له وخته مخکې زېږي.

همدا بې‌مودې زېږون تر پنځه کلنۍ مخکې د مړ کېدونکو ماشومانو د مړینې یو لوی لامل ګڼل کېږي. خو اوس په روغتیايي برخه کې داسې اسانتیاوې شته چې داسې نوزېږدي ماشومان پکې ساتل کېږي، له مرګه ژغورل کېږي او په بشپړ ډول روغ رمټ لویېږي.

د میندوارۍ مودې ته په کتو له وخته مخکې د زېږون بهیر پر دغو څلورو برخو ویشل کېږي:

  • بیخي ډېر وختي (Extremely Preterm) یا له ۲۸ اوونیو/شپږو میاشتو مخکې زېږون
  • ډېر وختي (Very Preterm) یا د ۲۸ او ۳۲ اوونیو ترمنځ زېږون
  • په منځنۍ موده کې له وخته مخکې ((Moderate Preterm یا د ۳۲ او ۳۴ اوونیو ترمنځ زېږون
  • په وروستي پړاو کې له وخته مخکې (Late Preterm) یا د ۳۴ او ۳۶ اوونیو ترمنځ زېږون

دې ټولو ته په کتو، هر څومره چې ماشومان له وخته ډېر مخکې وزېږي، هماغومره ډېرې روغتیايي یا صحي مرستې او پاملرنې ته اړتیا لري.

له وخته مخکې د زېږون لاملونه څه دي؟

په ځینو مواردو کې یې ډېر څرګند یا واضح لامل نه وي خو په ځينو حالاتو کې دا خطر ډېرېږي چې ماشوم دې له وخته مخکې وزېږي.

د رحم یا د بچه‌دانۍ او یا د هغې په خوله (سروکس) پورې تړلې ستونزې: د رحم کمزوري کېدل او یا یې خرابېدل.

د اوبو له وخته مخکې بهېدل: د هغې کڅوړې چاودېدل او له وخته مخکې ترې د اوبو وتل چې جنین یا ماشوم پکې وي.

انتانات او التهابونه: د تشو میتیازو یا د ادرار لارې او د رحم انتاني او التهابي کېدل.

د مور روغتیا: که یوه مور پر دغو ناروغیو اخته وي نو ښايي له وخته مخکې یې ماشوم وزېږي، لکه: د وینې لوړ فشار، شکر، پري ایکلیمپسیا، تایراییډ او د وینې کمي ناروغي.

له یوه ډېر حمل: که په رحم کې غبرګوني او یا درې‌ګوني وي.

اعتیاد او د خوړو ډول: که مور سيګرټ، شراب او یا نور نشه‌يي توکي کاروي او یا له سختې لوږې سره مخامخ وي.

نور لاملونه: که پخوا یې هم له وخته مخکې ماشوم زېږېدلی وي. د مور عمر له ۱۸ کلنۍ کم او یا تر ۳۵ لوړ وي. د دوو حملونو ترمنځ یې موده یا وقفه کمه وي او یا هم له سخت رواني او ذهني فشار سره مخ وي.

بې‌مودې زېږېدلي کوچنیان څه ستونزې لري؟

یو ماشوم چې هر څومره له خپلې مودې وختي پيدا شي، هماغومره دا خطر ورسره ډېرېږي چې ښايي د بدن غړي یې ښه وده و نه کړي.

په ساه اخیستلو کې ستونزه: سږو یې سمه او بشپړ وده نه وي کړې نو ښايي ماشوم ته به ساه اخیستل سخت وي او له تنفسي ستونزو سره مخ کېدای شي. کله چې سږي په بشپړ ډول ساه اخیستنې ته نه وي چمتو نو داسې کوچنی شاید پر (ار‌ډي‌اېس) یا (ریسپایرېټري ډېسټرېس سېنډروم) ناروغۍ باندې اخته شي. دا داسې ناروغي ده چې د انسان په سږو کې اوبلن مواد یا مایع راټولېږی او سمه ساه نه شي اخیستلی. داسې حالاتو کې ماشوم درملنې ته اړتیا لري او ځينې وختونه بیا په (وېنټي لېټر) ماشین کې ساتل کېږي.

زېړی: بې‌مودې پيدا کوچنیانو کې زېړی ډېره عامه ناروغي ده. داسې ماشومانو (فوټوتراپي) درملنې ته اړ وي او ورسره ښه کېږي.

په وینه کې د ګلوکوز یا خوږو کمښت: له زېږون وروسته په لومړیو څو ورځو کې باید په مکرر ډول د ماشوم په وینه کې د ګلوکوز کچه وڅارل شي.

د بدن تودوخه: له وخته مخکې د زېږېدلي ماشوم په بدن کې د وازدې یا غوړو زېرمه کمه وي نو ځکه یې د بدن تودوخه یا د حرات درجه هم کمېدای شي. له دې ستونزې د خلاصون لپاره داسې نوزېږدي ماشومان په (انکیوبیټر) ماشین کې اېښودل کېږي.

په تي‌رودلو کې ستونزه: د مور د تي رودلو پرمهال ماشوم اړ وي چې هم تی وروري، هم شیدې تېرې کړي او هم ساه واخلي. خو له وخته مخکې پيدا شوو ماشومانو سمه وده نه وي کړې نو ځکه یو ځايي د دومره ډېرو کارونو کولو زور نه لري.

روغتیايي حساسیتونه: د بدن د مدافع یا معافیتي نظام د کمزورۍ له امله له وخته مخکې زېږېدلو ماشومانو تر پر بېلابېلو روغتیايي حسیاسيتونو د اختو خطر هم ورپېښ وي.

د مغزو وده: په ځينو داسې کوچنیانو کې د بدن د ودې ترڅنګ د مغزو وده هم ښايي په مغزو کې د وینې بهېدنې رامنځ‌ته کېدو له امله کمزورې و اوسي. خو که روغتیايي وضعیت ته یې پام وشي نو په وخت یې ناروغي تشخیصېدای او درملنه کېدای شي.

د سترګو ستونزې: بې‌وخته زېږېدلي ماشومان د (ار‌او‌پي) یا (ریټاینوپېتي اف پري میچوریټي) په نوم د سترګو پر ناروغۍ اخته کېدای شي نو ځکه یې باید په وخت د سترګو معاینه وشي. په دې ناروغۍ کې د واړه سترګې ښايي نظر و نه لري او یا یې شاید د سترګې غوټه او کسی ستونزه ولري.

د اورېدو حس: داسې کوچنیان ښايي د غوږو ستونزې هم ولري چې په ځینو مواردو کې شاید هېڅ غږ وا نه وري. نو په کار ده چې د غوږونو معاینه یې هم وشي.

نو له وخته مخکې زېږېدلي ماشومان به ټول عمر له ستونزو او ناروغیو سره مخ وي؟

هېڅ کله هم نه. په بې‌وخته زېږېدلو ماشومانو پورې ډېرې داسې انګېرنې غوټه دي چې هېڅ ريښتیا نه دي.

د ۳۴ او ۳۶ اوونیو ترمنځ پيدا شوي ماشومان یوازې څو ورځې درملنې ته اړتیا لري او وروسته روغ رمټ د نورمالو ماشومانو غوندې ژوند کولی شي.

د ۲۸ او ۳۲ اوونیو په منځ کې زېږېدلي ماشومان هم د عصري درملنې پر مټ درملل کېدای شي چې ورسره ښه خواړه هم ورکړل شي او په دوامداره توګه یې د صحت خیال وساتل شي نو روغ جوړ سترېږي.

نو دا فکر بیخي ناسم دی چې وايي، "له وخته مخکې زېږېدلي ماشومان په راتلونکي ژوند کې له ګڼو ستونزو او ناروغیو سره مخ کېږي".

بې‌مودې زېږېدلي ماشوم ته ولې د (اېن‌ای‌سي‌یو) اړتیا پېښېږي؟

اېن‌ای‌سي‌یو یا (Neonatal intensive care unit) په روغتونونو کې د نوزېږدو ماشومانو د جدي پاملرنې برخې ته ویل کېږي.

ځينې میندې او پلرونو چې د دې څانګې نوم واوري نو وډار شي چې ډاکټر یې بچی ولې د جدي پاملرنې برخې ته راجع کړی دی. خو دا په دې معنا نه ده چې د ماشوم حالت د رغېدو نه دی او یا ډېر له خطر سره مخ دی. بلکې دا په ځینو روغتونونو کې داسې یوه ځانګړې څانګه یا وارډ وي چې د بې‌مودې ماشومانو ځانګړې درملنه پکې کېږي او پرې د جدي پام کولو اړوند اسانتیاوې پکې وي.

په (اېن‌ای‌سي‌یو) څانګه کې کومې مهمې اسانتیاوې وي؟

  • د نوزېږدو ماشومانو د جدي پاملرنې په دې څانګه کې کوچني ته د وېنټي لېټر په نوم ماشین وي چې په مرسته یې هغه ساه اخیستلی شي. ځکه چې په طبیعي ډول یې سږي د ساه اخیستو نه وي.
  • د (انکیوبېټر) نومي ماشین په مرسته د ماشوم د بدن تودوخه قابو ساتل کېږي.
  • د یو ډول ځانګړي سیروم او څاڅکو په مرسته اړین درمل او اوبلن خواړه یا مایعات ورکول کېږي.
  • په یوه پايپ یا ټيوب په خاصه طریقه د مور شیدې ورکول کېږي.
  • په دوامداره توګه یې د زړه ټکان، ساه اخیستل او په وینه کې د اکسیجن کچه ارزول او سنجول کېږي.
  • له انتاني ناروغیو او روغتیايي حسیاسیتونو ماشوم پکې خوندي ساتل کېږي او درملنه یې کېږي

په دې څانګه یا شعبه کې د ماشوم د ساتنې وخت په دې پورې تړلې چې له خپلې اصلي مودې یا نهو میاشتو څومره وختي زېږېدلی، وزن یې څومره دی او روغتیايي وضعیت یې څنګه دی. نو د ماشوم حالت ته په کتو ښايي ډېرې او یا کمې ورځې په دې ځانګړې څانګه کې وساتل شي.

له وخته مخکې زېږون ماشوم ته اوږدمهاله ستونزې ور پېښوي؟

تر ډېره بې‌مودې پیدا شوي ماشومان له درملنې وروسته د نورو عادي کوچنیانو غوندې ژوند تېروي. خو هغه ماشومان چې د مور په رحم کې یې ډېره لږه موده تېره کړې وي، له ځينو روغتیايي ستونزو سره مخامخ کېدای شي. لکه:

  • د بدن وده یې کمزورې وي
  • په ځنډ خبرې کول زده کوي
  • پر خبرو د پوهېدو او د یو څه زده کولو وړتیا یې ځنډمنه وي
  • د لیدو او اورېدو حس یې ښايي ستونزه ولري
  • په ډېرو نادرو مواردو کې ښايي ماشوم د مغزو ګوزڼ سره مخ شي چې د مغزو ټپ له امله ورته د خپلو عضلو کنټرول کمزوری وي.

د کانګرو مور په ډول د ماشوم ساتنه یا (کې‌اېم‌سي)

دا دې ډول درملنې نوم له کانګرو نومي ژوي اخیستل شوی چې خپل بچی تر سینې لاندې شته کڅوړې کې ورسره ساتي. دا د بې‌مودې ماشومانو د ساتنې لپاره ډېره ګټوره لار بلل کېږي.

په دې کې ماشوم د مور او یا پلار پر سینه داسې څملول کېږي چې بدن یا پوستکی یې باید د هغوی په پوستکي پورې ولګېږي.

ګټې یې څه دي؟

  • د دې ګټه دا ده چې د ماشوم د بدن تودوخه نه ګډوډېږي او يو ډول پاتې کېږي.
  • ماشوم که د مور پر سینه پروت وي نو له تيو یې ډېره اندازه شیدې خولې ته ورځي.
  • پر انتاني ناروغیو یا اېنفېکشن د اخته کېدو خطر کم وي.
  • ماشوم ژر غوښه او وزن اخلي.
  • د مور او ماشوم ترمنځ اړیکه ورسره لا قوي کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان هم د کانګرو مور په بڼه د خپل بچي داسې ساتنه ګټوره بولي او سپارښتنه یې کوي.

د مور شیدو ارزښت

  • له وخته مخکې پيدا شوو ماشومانو ته د مور شیدې داسې دي لکه درمل.
  • د مور شیدې ماشوم له انتاني ناروغیو او روغتیايي حساسیتونو خوندي ساتي.
  • د کولمو په ودې کې مرسته کوي.
  • د مغزو وده غوړوي او چټکوي.
  • د (این‌ای‌سي) یا (نیکروټایزېنګ اېنټروکولیټېس) ناروغۍ خطر کموي. دا د کولمو د سخت سوي ناروغي ده.
  • که ماشوم د مور له تي شیدې نه شي رودلی نو په یوه ځانګړي لوښي کې رایستل کېدای او ماشوم ته ورکول کېدای شي.

مور او پلار ته څو مهمې سپارښتنې

  • د ماشوم د درملنې لپاره چې ډاکټر کومه نېټه یا وخت درښودلی وي، هغه مه قضا کوئ او ماشوم درملنې ته په وخت ور ولئ.
  • ضروري واکسينونه په خپل وخت ورکړئ.
  • د کوچني وزن وخت په وخت وګورئ
  • که اړتیا وه نو خامخا یې د سترګو او غوږونو معاینه وکړئ.
  • ماشوم مو له ناروغو کسانو لرې وساتئ.
  • واړه ته مو له لاس وروړلو مخکې خپل لاسونه ښه سم پرېمینځي.

له وخته مخکې د زېږېدلي ماشوم په اړه څه سم او څه ناسم دي؟

ناسم: دا فکر غلط دی چې وايي، له وخته مخکې زېږېدلی ماشوم هېڅکله هم د عادي یا نورمال ماشومانو غوندې نه سترېږي.

سم: د نوي یا عصري طب او درملنې په مرسته داسې ماشومان په بشپړ ډول درملل کېدای شي چې بیا بیخي د روغو جوړو کوچنیانو غوندې عادي ژوند کولی شي.

ناسم: که ماشوم د کوچنیانو د جدي پاملرنې څانګه ته ولېږل شو نو نوره تمه ترې پرې کړئ.

سم: په این‌ای‌سي‌یو یا د ماشومانو د جدي پاملرنې څانګې ته نوزېږدي ځکه راجع کېږي چې هلته یې ځانګړې درملنه کېږي او خاص پام پرې کېږي. کله چې بیخي جوړ شي نو کور ته رخصتول کېږي.

ناسم: بې‌مودې پيدا ماشوم ته باید د مور شیدې ور نه کړل شي.

سم: ماشوم ته د خپلې مور شیدې تر بل هر څه غوره او ګټور خواړه دي.

ناسم: که له وخته مخکې د زېږېدلي کوچني وزن کم وي نو هغه به ټول عمر دغسې کمزوری وي.

سم: په مناسبو خوړو ورکولو او د ډاکټر تر څار او درملنې لاندې ماشوم په ډېره اسانۍ وزن او غوښه اخیستلی شي.

له وخته مخکې د زېږون مخه نیول کېدای شي؟

که څه هم تل هم له وخته د مخکې زېږون مخه نیول ممکن نه وي خو د داسې ولادتونو خطر بالکل کمېدای شي. څنګه؟

  • یوه مور چې څنګه حمل واخلي نو باید ژرترژره له ډاکټر سره مشوره وکړي او وخت په وخت خپله معاینه وکړي.
  • د میندوارۍ پرمهال هغه معاینې باید په وخت وشي چې ډاکټر یې سپارښتنه کړې وي.
  • د مور د وینې فشار او د شکر په څېر ناروغۍ باید قابو وساتل شي.
  • که پر کومه انتاني یا ساري ناروغۍ د میندوارۍ پرمهال اخته شئ نو په بېړه یې درملنه وکړئ.
  • د سیګرټو، شرابو او نورو نشه‌يي توکو کارول میندوارو ښځو ته سخت تاوان لري نو باید ځان ترې منع کړي.
  • متوازن خو قوي خواړه باید وخوړل شي.
  • د ډاکټر په لارښوونه باید فولیک اسيډ، د وینې او کېلسيم ګولۍ وخوړل شي.
  • که د کومې ښځې مخکې هم له وخته مخکې ماشوم پيدا شوی نو بل ځل د میندوارۍ پرمهال باید له ډېر احتیاطه کار واخلي.

روغتون ته کله تګ په کار دی؟

  • که د میندوارۍ پرمهال له دې لاندې حالاتو او نښو نښانو سره مخامخ شوئ نو پرته له ځنډه ډاکټر یا روغتون ته ځان ورسوئ:
  • د میندوارۍ په وخت کې له مهبل یا د میتیازو له لارې د اوبو بهېدل
  • له همدې ځایه د وینې بهېدو پیلېدل
  • وخت په وخت د زېږون دردونو احساسول
  • که حس مو کړل چې په نس ماشوم مو حرکت نه کوي
  • که ډېره زیاته تبه ولرئ
  • که په نس مو سخت درد شو
  • که شدیده سردردي مو لرله او یا مو پر سترګو تیاره راتله او هر څه تت درته برېښېدل.

دا معلومه خبره ده چې له وخته مخکې د ماشوم زېږېدو خبره مور او پلار ته وېره ور اچوي. خو د نن سبا زمانې د پرمختللو طبي لارو چارو په مرسته یې درملنه شونې ده او د روغو جوړو نورمال ماشومانو غوندې به خپل ژوند کوي. داسې له وخته مخکې زېږېدلي ګڼ کوچنیان شته چې روغ جوړ لوی شوي، زدکړې کوي، کاروبارونه کوي او ښه ښکلی ژوند لري.

مهمه دا ده چې د میندوارۍ پرمهال هېڅ ډول ستونزمنه نښه باید بابېزه و نه ګڼل شي او باید په وخت یې درملنه وشي. داسې به هم د مور او هم د ماشوم ژوند او روغتیا خوندي وساتل شي.

(یادونه: د دې طبي لیکنې لیکواله یوه ډاکټره ده او موخه یې هم لوستونکو ته د روغتیايي معلوماتو ورکول او د درملنې پر لارو چارو د هغوی پوهول دي. نو سپارښتنه دا ده چې د خپلې روغتیا په اړه له هر راز پرېکړې مخکې خامخا له خپل ډاکټر سره مشوره وکړئ.)