تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پر فرانسوي سړي تور لګېدلی، چې زوی یې تر یوه کال پورې په ګاډي کې ایسار ساتلی و
- Author, هیوږ شوفیلډ
- دنده, د پاریس لپاره خبریال
- د لوستلو وخت: ۲ دقیقې
په ختیځه فرانسه کې یو سړي تورن شوی چې خپل نهه کلن زوی یې له یوه کاله زیاته موده په یوه وین (موټر) کې ایسار ساتلی و.
دغه ماشوم وروسته له هغه د دوشنبې په ورځ وموندل شو، چې د هګینجاچ ښار اوسېدونکو د اپارتمانونو د یوې ودانۍ په ګډه ساحه کې له ولاړ ګاډي کې د ''ماشوم غږونه'' واورېدل.
د ځايي څارنوال په وینا، هلک د کثافاتو پر یوه انبار، د انسان فاضله موادو ترڅنګ لوڅ تر یوې کمپلې لاندې پروت و، کمزوری شوی و او د اوږدې مودې لپاره په یوه حالت کې د پاتې کېدو له امله نه شوای ګرځېدلی.
د پوښتنو پر مهال، د یاد ماشوم ۴۳ کلن پلار ویلي چې د ۲۰۲۴ کال له نومبر راهیسې یې ماشوم په ګاډي کې ساتلی و، چې له خپلې ۳۷ کلنې ملګرې یې لېرې وساتي، ځکه هغې ''غوښتل ماشوم د رواني درملنې مرکز ته ولېږي''.
د پلار نوم نه دی څرګند شوی. دا جوړه له ماشوم او د هغه له خویندو (۱۲ کلنې او ۱۰ کلنې ناسکه خور) سره په همدې ودانۍ کې اوسېده.
د لي پاریسین ورځپاڼې په رپوټ کې ویل شوي، ماشوم پولیسو ته ویلي چې پلار به یې په ورځ کې دوه ځله خواړه راوړل او د اوبو بوتلونه به یې ورته پرېښودل.
هغه وايي، په پلاستیکي کڅوړو او بوتلونو کې یې حاجت پوره کاوه او او وروستی ځل یې د ۲۰۲۴ کال په پای کې ځان وینځلی و.
ګاونډیانو پولیسو ته ویلي چې ماشوم د هماغه کال په پای کې ناڅاپه ورک تری تم شو، خو دوی ته ویل شوي وو چې هغه د ساتنې مرکز ته استول شوی دی. ځینو ویل، چې کله ناکله به یې له ګاډي غږونه اورېدل، خو ورته ویل شوي وو چې دا د پیشو غږ دی.
د پلار په وینا، د هغه ملګرې نه پوهېده چې ماشوم په ګاډي کې ساتل شوی و.
پر دغه سړي د ''ماشوم غیرقانوني بند ساتلو او توقیف'' تور لګېدلی، او دغه راز له مناسبو خوړو او روغتیايي پاملرنې د محرومولو جرم تور هم پرې لګېدلی او توقیف ته استول شوی دی.
د ده پر ملګرې هم ''په خطر کې له ماشوم سره د مرستې نه کولو'' او ''له ماشوم سره د ناوړه چلند راپور نه ورکولو'' تورونه لګېدلي دي، خو هغې ته مشروط ضمانت ورکړل شوی.
درې سره ماشومان د ماشومانو د محکمې د قاضي تر پرېکړې پورې لنډمهاله ساتنځای ته سپارل شوي دي.