تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان په سعودي عربستان کې: د منځګړیتوب د بېپرې توب او پوځي ښکېلتیا ترمنځ
- Author, نسرين حاطوم
- دنده, د منځني ختیځ لپاره د بي بي سي عربي خبریاله
- د لوستلو وخت: ۷ دقیقې
څو ورځې وړاندې پاکستاني جنګي الوتکې او پوځي ځواکونه سعودي عربستان ته ورسېدل، دا کار د دواړو هېوادونو ترمنځ د تېر کال د دفاعي تړون د پلي کولو په اډانه کې وشو. دا بهیر د ایران او امریکا ترمنځ د لومړنېوخبرو په درشل کې د اسلام اباد له کوربهتوب سره هممهاله دی، چې هدف یې له ایران سره د جګړې پای ته رسول دي. خو تر اوسه کومه لویه لاسته راوړنه نه ده شوې او داسې راپورونه شته چې د منځګړیتوب هڅې لا هم روانې دي چې په راتلونکو ورځو کې د خبرو دویم پړاو پیل شي.
د سعودي د دفاع وزارت څرګنده کړه چې دا پوځي ځای پر ځای کېدل د ګډو دفاعي همکاریو د پیاوړتیا او د سیمهییز او نړیوال امنیت او ثبات د ملاتړ لپاره دي. په همدې حال کې یو پاکستاني چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، رویټرز خبري اژانس ته وویل دا ځواکونه "د هېچا د برید لپاره نه دي".
دا ګام د وخت، مانا او په خلیجي سیمه کې د امریکا د امنیتي تضمینونو د راتلونکي په اړه ګڼې پوښتنې راپورته کوي. همدارنګه دا هم مطرح کېږي چې د پاکستان پوځي ټکنالوژي- چې یوه لویه برخه یې پر چینايي سستم ولاړه ده- څنګه به د امریکا له دفاعي سیستمونو سره همغږي شي او دا به د پاکستان پر هغه رول څه اغېز ولري چې باید د ټولو خواوو لپاره د منلو وړ منځګړی وي.
"ستراتېژیک احتیاط"
ځینو شنونکو ویلي چې د سعودي عربستان له لوري پر پاکستان د تکیې زیاتوالی، چې شاوخوا یو کال مخکې ورسره دفاعي تړون لاسلیک شو، د مخنیوي یو اضافي ګام بلل کېږي چې خپلې مانورې ډېرې او پر واشنګټن یو اړخیزه تکیه کمه کړي. په ورته وخت کې په خلیجي هېوادونو کې غیر رسمي نارضایتي شته، ځکه د واشنګټن پرېکړه چې د تهران پرضد جګړه وکړي، د دوی ګټې او هغه زیانونه په پام کې نه دي نیولي چې دغه هېوادونه به یې د جګړې له امله وزغمي. په ځانګړي ډول دا چې د ایران انقلابي ګارد د خپلو بېپیلوټه الوتکو او بالستیک توغندیو یوه لویه برخه د خلیج هېوادونو، د هغوی پر مهمو تاسیساتو، نفتي زېربناوو او کله کله ملکي سیمو متمرکزه کړې ده.
په دې چوکاټ کې، سعودي امنیتي او ستراتیژیک کارپوه حسن الشهري ویلي چې د سعودي په خاوره کې د پاکستاني هوايي ځواکونو ځای پر ځای کېدل د دې ښکارندویي کوي چې سعودي غواړي خپل امنیتي تضمینونه رنګارنګ کړي، دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي شراکت په چوکاټ کې راځي. هغه دا ګام "هوښیار احتیاط" بللی، ځکه له یوې خوا له واشنګټن سره شراکت ساتي او له بلې خوا له پاکستان سره موازي خنډ جوړوي.
ګډ ستراتېژیک دفاعي تړون (SMDA)، چې د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر په میاشت کې د ریاض او اسلاماباد ترمنځ لاسلیک شو، دا څرګندوي چې پر یوه لوري هر ډول برید به پر دواړو لورو برید ګڼل کېږي. دا پرمختګ باید په پراخ چوکاټ کې وکتل شي، هلته چې د امریکا د امنیتي تضمینونو پر جدیت د خلیج هېوادونو شکونه ډېر شوي او همدارنګه د بدیلو یا بشپړوونکو لارو لټون روان دی چې هره احتمالي تشه ډکه کړي.
دغه سعودي کارپوه له بيبيسي عربي سره په مرکه کې وړاندوینه کړې چې له پاکستان سره دا ستراتېژیک دفاعي تړون به د هر احتمالي برید لګښت لوړ کړي، که هغه د ایران یا د هغه د متحدینو له خوا وي او یا له بل هر لوري، چې هغوی اړ کړي مخکې له دې چې سعودي یا د خلیج هېوادونه په نښه کړي، خپل حسابونه بیا وارزوي.
د دې دفاعي تړون لاسلیک له ایران سره د امریکا او اسرائیلو له جګړې پیلېدا څو میاشتې مخکې شوی و، نو ځکه د پاکستاني ځواکونو راتګ د دې تړون د عملي کېدو لومړنۍ ازموینه بلل کېږي، لکه څنګه چې پاکستاني چارواکي رویټرز ته ویلي هدف یې پر هېچا "برید" نه دی.
په ۲۰۱۵ کال کې، ریاض له پاکستاني پوځه د یمن په جګړه کې ملاتړ غوښتی و، خو هغه مهال د پاکستان پارلمان دا غوښتنه رد کړه. د الشهري په وینا، اوسنی وضعیت توپیر لري، ځکه اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ رسمي دفاعي تړون شته. بلهخوا، امریکایي خبریال او د دفاعي چارو شنونکی سیباستین روبلن وایي چې د یمن جګړه کې سعودي په ځمکنۍ بڼه یرغلګر (تهاجمي) رول درلود، خو اوسنی دریځ یې تر ډېره دفاعي بڼه لري.
د مصري څېړونکي ډاکټر مصطفی شلش- چې د "عربي اواسیایي مطالعاتو" په مرکز کې د سوېلي اسیا د څېړنو د څانګې مشر دی، په وینا، په سعودي کې د پاکستاني ځواکونو شتون تر ډېره سمبولیکه بڼه لري- یعنې دا د پاکستان له خوا د خپلې دفاعي ژمنې د عملي کېدو یو څرګند پیغام دی او له خپلو متحدینو سره ژمنتیا ښيي، په ځانګړي ډول له هغو غوښتنو وروسته چې په دې وروستیو کې په سعودي کې د پاکستان د رول په اړه راپورته شوې وې. د هغه په اند، دا حضور تر اوسه "سمبولیک" دی، نه دا چې پراخ او مستقیم جنګي ګډون وي.
شلش دا هم ویلي که څه هم پاکستان یو لوی پوځي او اټومي ځواک دی، خو له اقتصادي پلوه کمزوری دی او ډېر پر خلیجي هېوادونو، په ځانګړي ډول پر کارګر ځواک تکیه لري. هغه د پاکستاني ځواکونو راتګ له هغو راپورونو سره تړلی بولي چې وایي سعودي او قطر پاکستان ته شاوخوا ۵ میلیارده ډالر مالي مرسته تصویب کړې، که څه هم دا لا رسمي تایید شوې نه ده.
په مقابل کې، سیباستین روبلن باور لري چې سعودي هڅه کړې خپلې دفاعي اړیکې پراخې کړي، چې له امریکا سره د اړیکو د "بېثباتۍ" پر وړاندې ځان خوندي کړي. د هغه په اند، دا کار ښايي د "د ټلوالېدو غیرت" رامنځته کولو لپاره هم وي، چې واشنګټن وهڅول شي خپل شراکت وساتي او وېره ولري چې نور هېوادونه یې ځایناستي نه شي. له همدې امله، د پاکستان پوځي حضور ریاض ته دا فرصت ورکوي چې وښيي نور متحدین هم راجلبولی شي او د امریکا سربېره یو احتیاطي ملاتړ هم ولري.
خو د روبلن په باور، د پاکستان حضور ممکن د تهران لپاره سیاسي حساسیتونه هم رامنځته کړي. هغه وایي: "که د بېلګې په توګه، د ایران یوه بېپیلوټه الوتکه یو پاکستاني سرتېری ووژني (لکه څنګه چې تېره میاشت د عراق په اربیل کې یو فرانسوی سرتېری ووژل شو)، نو دا به د ایران او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د ډېرېدو خطر لوړ کړي، ځکه پاکستان، د فرانسې برعکس له ایران سره ګډه پوله لري."
د پوځي سیستمونو د یوځای کولو ننګونې
سعودي عربستان په خپل دفاعي پروګرام کې له بېلابېلو هېوادونو بېلابېل سیستمونه کاروي، خو د امریکا د THAAD او PATRIOT دفاعي سیستمونه یې اصلي بنسټ جوړوي. دفاعي راپورونه ښيي چې سعودي له نورو سرچینو لکه سوېلي کوریا، روسیې، چین، ترکیې او اوکرایین هم سیستمونه کاروي، خو دا کار د ګواښونو د ډول او د بېپیلوټه الوتکو د ځانګړتیاوو له مخې تنظیمېږي.
خو د پاکستان نژدې ۸۰٪ پوځي وړتیاوې پر چینایي وسلو ولاړې دي، په ځانګړي ډول د الوتکو، ټانکونو او توغندیو په برخو کې. پاتې شاوخوا ۲۰٪ بیا د امریکا او فرانسې ترمنځ وېشل کېږي، چې پکې داسې تجهیزات شامل دي لکه د F-15 الوتکې، د امریکا M113 زغرهوال ټرانسپورتي وسایط، او د فرانسې "مېراج" جنګي الوتکې.
له همدې امله، امنیتي او ستراتېژیک کارپوه حسن الشهري باور لري چې د پاکستان له خوا د ډېری چینایي ټکنالوژۍ کارول کېدای شي په سعودي کې له امریکایي سیستمونو سره ټکر رامنځته کړي، خو په عین وخت کې دا موضوع په یوه ګټه هم بدلېدای شي، که چېرې څو پوړیز او همغږي دفاعي سیستمونه جوړ شي.
په همدې تړاو، ډاکټر مصطفی شلش دا تمه نه لري چې دا موضوع به جدي خنډ وي، ځکه پاکستان مخکې له مخکې له امریکایي ټکنالوژۍ سره بلد دی او یوازې پر چینایي وسلو تکیه نه کوي، نو د بېلابېلو سیستمونو په کارولو کې تجربه لري.
خو امریکایي خبریال سیباستین روبلن بل نظر لري. هغه وایي چې سعودي لا له وړاندې ځینې چینایي وسلې کاروي، لکه د "Wing Loong" بېپیلوټه الوتکې او بالستیک توغندي او پاکستان هم عادت شوی چې خپلې چینایي وسلې د امریکایي وسلو ترڅنګ وچلوي. سره له دې، روبلن تمه لري چې د پاکستان "JF-17" جنګي الوتکې به د سعودي له هوايي دفاعي سیستم سره په ځانګړي ډول د لوېدیځو الوتکو او "Patriot" دفاعي سیستمونو سره، د همغږۍ په برخه کې له ستونزو سره مخ شي.
هغه زیاتوي چې د "خپلو ځواکونو پر ضد د دوستانه ډزو خطر او د همغږۍ اړتیاوې هغه مسایل دي چې ان په خالصو امریکایي نظامونو کې هم موجود وي. نو ځکه، د هغه په باور، سعودي باید د خپلو وسلو او د پاکستاني الوتکو او راداري سیستمونو ترمنځ د همغږۍ پر مهال ډېر احتیاط وکړي.
د پاکستان د ډیپلوماتیکې بېطرفۍ پولې
په مقابل کې، ځینې خلک پوښتي چې اسلاماباد څنګه د سعودي په ملاتړ کې خپل پوځي حضور او په عین وخت کې د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند په خبرو کې د یو بېپرې منځګړي رول ترمنځ توازن ساتلی شي. دا پوښتنه راپورته کېږي چې ایا پاکستان به خپله بېطرفي وساتلی شي، په داسې حال کې چې ځواکونه یې په سعودي کې ځای پر ځای شوي او ظاهراً د ایران پر وړاندې د ملاتړ لپاره دي.
په دې اړه، ډاکټر مصطفی شلش وایي چې اسلاماباد د منځګړیتوب په برخه کې ډېر پخوانی او تجربهلرونکی هېواد نه دی، خو د دې جګړې پر مهال د سیمې دوه مهم منځګړي-قطر او عمان- ایران په نښه کړي، نو د دوی دوامداره منځګړیتوب منطقي نه ښکاري.
شلش زیاتوي چې څو عوامل د پاکستان په ګټه تمام شوي:
- لومړی، پاکستان او ایران دواړه په سیمه کې د اسرائیلو د لاس غځېدو له ګواښه اندېښمن دي.
- دویم، اسلام اباد له اسرائیلو سره هېڅ اړیکې نه لري، نو ځکه یې د ایران پلاوی له هر ډول احتمالي جاسوسۍ خوندي وساتلی شو.
- درېیم، دواړه هېوادونه له چین سره نژدې اړیکې لري، چې دا ایران ته د نړیوالو تضمینونو یو بل چینل برابروي.
- څلورم، په پاکستان کې د شیعه وګړو د پام وړ شمېر شته، نو دا هېواد نه غواړي چې داسې مذهبي کړکېچونه رامنځته شي چې د کورني ثبات لپاره خطر وي.
له همدې امله، شلش د پاکستان رول د "فعالې بېطرفۍ" په توګه یادوي، په ځانګړي ډول دا چې تر اوسه سعودي پرېکړه نه ده کړې پر ایران برید وکړي یا ځوابي اقدام ترسره کړي. دا په دې مانا ده چې په سعودي کې د پاکستاني ځواکونو رول تر دې دمه دفاعي دی، نه یرغلیز.