افغانستان د هند پر وړاندې سياليو ته د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۱ دقیقې

د افغانستان کرېکټ بورډ غوراوي کمېټې د هند پر وړاندې راتلونکې شل اوریزې لوبلړۍ ته د لوبغاړو نوملړ اعلان کړی دی.

د پنځلس کسيزه لوبغاړو تر څنګ درې احتياطي لوبغاړي هم غوره شوي دي.

دغه سيالۍ چې د افغانستان په کوربتوب د هند په ډيلي کې ترسره کېږي، ټاکل شوې د راتلونکې سپټمبر مياشتې پر ۱۳مه پيل او د همدې مياشتې تر ۱۷ نېټې پورې به دوام وکړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د هند پر وړاندې لوبلړۍ ته د ابراهيم ځدراڼ په مشرۍ رحمان الله ګوربز، صديق الله اتل، دروېش رسولي، عظمت الله عمرزی، ګلبدين نايب، نور الرحمان، محمد نبي، راشد خان، ننګيال خروټی، مجيب الرحمن، نور احمد لکڼوال، فضل الحق فاروقي، نوين الحق او عبدالله احمدزی غوره کړي دي.

په احتياطي لوبغاړو کې شاهدالله کمال، فرید ملک او اعجاز احمدزي ته ځای ورکړل شوی دی.

د افغانستان کرېکټ بورډ په وینا، نوين الحق له ټپونو رغېدلی او نوملړ ته ور اضافه شوی دی. همدا راز فضل الحق فاروقي او دويم وېکټ ساتونکی نور الرحمن هم شل اوريزو سياليو ته رابلل شوي دي.

په نړۍ کې د کرېکټ يو شمېر مشهورې لوبډلې له افغانستان سره د طالبانو حکومت د کړنو او پر ښځو د محدويتونو له کبله دوه اړخيزې لوبې نه کوي.

خو نصيب خان وايي، "ډېره د وياړ خبره ده چې افغانستان د لومړي ځل لپاره د يوې سترې لوبډلې کوربتوب په غاړه لري او دغه چاره ښيي چې نور افغان کرېکټ خپلو سترو موخو ته رسېدلې دی..."

د افغانستان کرېکټ بورډ په وینا ټاکل شوې افغان لوبډله به ډېر ژر د تمرين او چمتووالي په موخه هند ته سفر وکړي.

افغانستان له هند سره ټولې نهه شل اوریزې لوبې کړې چې اووه هند ګټلې، يوه مساوي پايته رسېدلې او يوه بې پايلې ختمه شوې ده.