د اسلام اباد یوه روغتون کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۴ ماشومان مړه شوي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د پمز په نوم یوه روغتون کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۴ نوي زېږېدلي ماشومان مړه شوي دي.

د پاکستان حکومت یوه ویناپاڼه کې ویل شوي، له اورلګېدنې وروسته اور وژوونکې ډلګۍ سیمې ته رسېدلي او د ژغورنې عملیات روان دي. چارواکو ویلي، اور کابو شوی او د روغتون د ماشومانو له څانګې ټول ناروغان د بېړنۍ درملنې څانګې ته لېږدول شوي دي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له پېښې وروسته ویلي، په پېښه کې د بې غورۍ په ګناه به مسول کسان سزا وار شي.

د پاکستان لومړي وزیر د پلټنو له امر وروسته د روغتیا د وزیر دنده ځنډولې او د کورنیو چارو د یوه پخواني وزیر زاهد خان په مشرۍ یې د څېړنو یو پلاوی ټاکلی دی.

د دغه هېواد ځینو سیاستوالو د روغتیا پر وزیر او نورو اړونده چارواکو د بې غورۍ تورونه لګولي دي. د پاکستان د اطلاعاتو پخواني وزیر فواد چودري پر خپله اېکس پاڼه لیکلي " فواد چوہدري په ایکس کې په خپره شوې اعلامیه کې ویلي "د ماشومانو په وارډ کې د اورلګېدنې له امله د ماشومانو د مړینې مسؤلیت په غاړه اخیستو سره باید د روغتیا وزیر مصطفیٰ کمال استعفا ورکړي."

'ژغورنډلې په ځنډ ورسېدې'

عیني شاهدانو په روغتون کې د ګډوډۍ او وېرونکو صحنو کیسې کړي. سخت لوګی، ماتې ښیښې، او دا شکایت چې د ژغورنې ډلګۍ په رسېدو کې ځنډېدلي وې.

د هغوی له ډلې یو، خُرم محمود، د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې خپله درې ورځنۍ لور یې په اور کې له لاسه ورکړه او ادعا یې وکړه چې د ژغورنې ډلګیو په رسېدو کې ساعتونه تېر شول "موږ پر سړک ناست وو او د مرستې انتظار مو کاوه."

یوه بل شاهد، عبدالغفور، هم همدې خبري اژانس ته ویلي چې اور "ډېر په چټکۍ" خپور شو.

هغه وویل چې د ناروغانو د ژغورلو لپاره روغتون ته ننوت، خو د زیږون څانګې ته ونه رسېد: "دننه ګڼ تور لوګی و او ناروغان بند پاتې وو. د ژغورنې ډلې نږدې دوه ساعته وروسته ورسېدې."

د اسلام‌اباد چیف کمیشنر سهیل اشرف په وینا، د بېړنۍ ټلۍ له ثبتېدو وروسته د ژغورنې او پولیسو ډلې "سملاسي" ځای ته ورسېدې او بیا یې اور کابو کړ.

تر دې مخکې د پمز ویاندې ډاکټرې انیزه جلیل بي‌بي‌سي ته ویلي وو چې تر اوسه د کوم ماشوم د مړینې پخلی نه شي کېدلی.

ویاندې ویلي وو چې اور د ایر کنډېشن خونه کې لګېدلی او د اکسیجن لیکو د نښلونې له امله په چټکۍ سره خور شوی. دی

هغې ویلي وو چې د پېښې پر مهال دغه وارډ کې ۱۵ ماشومان بستر وو.

د روغتون یوه کارکوونکي ویلي چې اور د ماښام شپږ بجې او ۴۵ دقیقې په ماشومانو څانګه کې لګېدلی و.

د اسلام‌ اباد د پولیسو مشر د پېښې په ځای کې دي، خو رسنیو ته د پېښې سیمې ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي.

پاکستان په وروستیو کلونو کې له څو لویو اورلګیدنو سره مخ شوی، چې ډېرې یې د خوندیتوب قوانینو، د ودانیو د د جوړښت د نیمګړتیاو او د څارنې د نرموالی له امله رامنځته شوي دي.

په جنورۍ میاشت کې، د پاکستان د ستر ښار کراچۍ په ګل پلازه سوداګریز مرکز کې ولګېد، چې په کې ۶۷ کسان مړه شول.