طلاق، ځیرک تلېفونونه او کنټرول؛ د طالبانو حکومت افغانستان څنګه اداره کوي؟

    • Author, کاوون خموش
    • دنده, د بي‌بي‌سي نړیوال سرویس
    • رپوټ له:, شبرغان، کابل او کندهار
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۱۰ دقیقې

والي عبدالله سرحدي د یوه هلک د مات لاس درملنې لپاره پیسې ورکوي او له یوه ځایي جومات سره مالي مرسته کوي، وروسته د افغانستان په شمال کې د هغه په دفتر کې یوه حیرانوونکې مکالمه رامخ ته کېږي.

یوه ځوانه ښځه دغه پخواني طالب قومندان ته،‌ چې اوس یې ږیره کې سپین لګېدلي، وایي چې غواړي له خپل مېړه طلاق واخلي. دا خپل مېړه تورنوي چې له میاشتو میاشتو راهیسې وهلې ټکولې او رټلې ده.

هغه له خپلې دې پرېکړې تېرېدو ته حاضره نه ده.‌

دغه ۱۸ کلنه نجلۍ چې مخ یې په بشپړه توګه د حجاب او تورو عینکو تر شا پټ دی، په داسې هېواد کې چې نجونې پکې له ثانوي زدکړو منع دي، په ډېر ارام او ډاډمن ډول خپل دلایل وړاندې کوي.

هغه وايي: "که ګډ ژوند ته د دوام ورکولو لږه هیله هم وای، زه به دلته نه وم راغلې... ما خپله پرېکړه کړې ده."

وروسته له دې چې والي هڅه کوي هغه قانع کړي چې له طلاقه تېره شي، بیا وایي چې ښځې "بې عقله" او "ناقص العقلې" دي. دا خبره د هغه د شاوخوا نارینه چارواکو، ساتونکو او مشرانو لخوا په خندا بدرګه کېږي.

دغه صحنه په ۲۰۲۱ کال کې د امریکا له ملاتړه د برخمن حکومت له څنډې ته کولو پنځه کاله وروسته د طالبانو حکومت د واکمنۍ د ورځني ژوند یو نادر انځور وړاندې کوي.

په دې موده کې ښځې له ډېرو کارځایونو راګرځول شوې، له پوهنتونونو منع شوي، نه شي کولی یوازې یا له محرم پرته سفر وکړي یا پارکونو او تفریحي مرکزونو ته ولاړې شي.

بي‌بي‌سي د دوو کلونو په اوږدو کې د بېلابېلو لیدنو پر مهال توانېدلې چې د دغه سختدریځه اسلامپالي تحریګ اغېزناکو څېرو ته غیر معمولي لاسرسی ومومي او له داسې کسانو سره وخت تېر کړي چې یو مهال یې ځانمرګي بریدونه پلانول، یا یې کلونه کلونه په پټنځایونو کې تېر کړي، خو اوس چارواکي او سرتېري دي.

طالبان چې کله واک ته راستنېدل ویل یې چې بدل شوي دي، خو د دوی ډېری تګلارې د "شریعت" له هماغه توندلاري تعبیر سره ورته دي، چې په ۱۹۹۰مو کلونو کې یې پلي کاوه.

داسې ښکارېده، هغو کسانو چې موږ ورسره لیدلي، غوښتل ځانونه معقول او منطقي وښيي، خو دا یې نه خوښېده چې د خپل تېر تاوتریخوالي په اړه بحث او خبرې وکړي.

همدارنګه مو د واکمنو چارواکو او د دوی تر واک لاندې خلکو ترمنځ د ناخوښۍ شېبې هم ولیدې.

والي عبدالله سرحدي له طوبا (دا یې اصلي نوم نه دی) غواړي چې خپل مېړه سره ګډ ژوند ته دوام وکړي.

هغې ته وایي: "ښه فکر پرې وکړه، چې [که] سبا جلا شوو، څوک راسره واده کوي که نه؟ ډېر شیان باید تر پښو لاندې کړې. یقینآ سبا همدا ستاسې نوم بدېږي، سبا تاسې بې عزته کېږئ."

هغه یې په ځواب کې وايي: "والي صاحب! کوم عفت چې ما درلود، کوم عزت چې مې درلود، دغه سړي رانه ټول تروړلي دي."

مېړه یې هم ناست دی او خبرو لپاره خپل وار ته انتظار باسي.

د شریعت له مخې، هغه ښځه چې له خپل مېړه څخه طلاق غواړي، ښايي اړ شي چې د واده پر مهال د هغه له خوا ورکړل شوی مهر او پیسې ټولې یا یو څه بېرته ورکړي.

د داسې قضیو پر مهال ډېر وخت د دواړو خواو ترمنځ مالي جوړجاړی کېږي.

خو د دې ښځې مېړه وايي، څلور چنده پیسې غواړي، او د ښځې کورنۍ یې له ورکولو انکار کوي.

والي وایي، ښځې ته باید خپله جلا کوټه ورکړل شي. نوموړی زیاتوي چې چارواکي به مېړه ته اخطار ورکړي چې نوره یې ونه وهي، "ګنې زندان به شي."

خو د طوبا پلار قانع نه شو او یې وروسته بي‌بي‌سي ته وویل چې کورنۍ به یې د محکمې له لارې د طلاق قضیه تعقیب کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د محاکمو تر نظام لاندې د مېړه له رضایت پرته ښځې لپاره د طلاق ترلاسه کول ډېر ستونزمن دي.

سرحدي د ۱۹۹۰مو کلونو پر مهال، د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ په وخت کې پوځي قومندان و.

هغه د هغو زرګونو اورپکو له ډلې و چې د ۲۰۰۱ کال په وروستیو کې د امریکا په مشرۍ ائتلاف لخوا له واکه د دې ډلې د لرې کولو پر مهال تسلیم شول.

دی څو کاله د امریکا له خوا د ګوانتانامو خلیج په زندان کې بندي و، خو وروسته خوشې شو.

کله چې طالبان بیا واک ته ورسېدل، هغه لومړی په بامیان کې او بیا کله چې موږ د جون میاشتې په وروستیو کې په شبرغان ښار کې ورسره ولیدل، د جوزجان والي و.

نوموړی اوس تازه په کندوز ولایت د یوه پوځي قول اردو مرستیال قومندان ټاکل شوی دی.

هغه چې د یوه زاړه ماډل موبایل پر کوچني سکرین ګوتې وهي وایي، چارواکو لپاره د ځیرکو تلیفونونو وروستي بندیز له کبله کارونه ټکني شوي دي.

نوموړی وایي: "پخوا به دې ژر پیغام ولېږه... اسناد به دې واستول او ژر به دې ځواب ترلاسه کړ."

دی د دغه بندیز په اړه له نور څه ویلو پرته زیاتوي، "ستونزې به جوړې کړي."

خو داسې ښکاري، چې په نورو برخو کې د ده لید د طالبانو له هغه دریځه ډېر توپیر نه لري چې ۲۵ کاله مخکې یې درلود.

نوموړی هغه مهال په بامیان کې پوځي قومندان و، چې طالبانو پکې د بودا لرغونې سترې مجسمې ونړولې او دغه ګام یې د نړیوالې حیرانۍ او غندنو لامل شو.‌

هغه په پیل کې هڅه کوي چې د دې لرغونې سیمې په اړه زموږ پوښتنو ته ځواب ور نه کړي، خو وروسته وایي: "ما هغه په خپلو لاسونو ویجاړه کړه."

دی زیاتوي: "موږ چې هر څه کړي او کوو یې، د الله د قانون له لارښوونې سره سم دي... موږ بتان پلورو نه، ماتوو یې. ولې پښېمانه شم؟ دا د خدای اراده وه."

په کابل کې موږ د طالبانو له یوه بل جګپوړي چارواکي سره ګورو، چې د تاوتریخوالي له ډکې ماضۍ د اوسنۍ واکمنې ادارې تر یوه مقام پورې رسېدلی دی.

حبیب الله بدر مو د زغروال موټر په وسیله د کابل پر سړکونو ګرځوي.

دی وایي چې پخوا په کابل کې "د ځانمرګو بریدګرو د عملیاتو مسوول" و.

نوموړی زیاتوي:

"زه له دغو ټولو لارو او کوڅو سره ډېر ښه بلد یم... موږ د کابل او د هغه د کوڅو په اړه هغه ټول معلومات لرل چې اړتیا مو ورته درلوده."

حبیب‌الله بدر وایي ځینو سیمو لپاره به د بریدونو د پلان جوړولو ډېر وخت نیوه.

د طالبانو ځانمرګو بریدونو په افغانستان کې زرګونه کسان وژلي، چې ډېر ملکي وګړي هم پکې شامل دي.

خو بدر د خپلې ماضۍ په اړه په‌ احتیاط خبرې کوي، ځکه وېره لري چې دا به "خلک خپه" او ښايي "زاړه ټپونه را تازه کړي".

له هغه چې کله د ملکي مرګژوبلې په اړه پوښتنه کېږي، وایي طالبانو به د امریکا پوځي کاروانونه په نښه کول او ملکي وګړو ته به ویل کېدل چې له بهرنیو اډو لرې واوسئ.

هر ځل چې هڅه کوم له هغه څخه د ځینو مشخصو بریدونو په اړه پوښتنه وکړم، چې په ملکي سیمو کې شوي وو، نوموړی له ځوابه په څنګ تېرېږي.

هغه اوس د درملنې له کبله کومه رسمي دنده نه لري، خو پخوا د ټول افغانستان د زندانونو مرستیال و او همدارنګه یې هغه زندان هم اداره کاوه چې دی پکې د پخواني حکومت پر مهال د اعدام د حکم له مخې بندي و.

بدر موږ ته بلنه راکوي چې له نوموړي سره یوې قومي غونډې ته ولاړ شو.‌ د یوه خیریه بنسټ مشر غواړي هغه ته مډال ورکړي.

خو هلته هر څه ناڅاپي بدلېږي.

سلطان محمد طلایي وایي: "ښاغلی بدر د افغانستان ویاړ او یو ستر جنګیالی دی. خو زه یوه ګیله هم لرم. که ټولو لپاره ښوونځي او زدکړې پرانیستې وای، دا به افغانستان لپاره یو لوی خدمت وای. هیله‌من یم چې دا خبره مو خوا درنه نه کړي."

د هغه له خبرو وروسته یوه درنه چوپتیا خپرېږي، او د غونډې ګډونوال نه پوهېږي چې څنګه غبرګون وښيي. لږ وروسته له طلایي څخه مایکروفون په چټکۍ اخیستل کېږي.

هغه وروسته بي‌بي‌سي ته وایي: "ما د نجونو د ښوونځیو د بېرته پرانیستل کېدو غوښتنه وکړه... په اسلام کې د علم طلب پر نارینه او ښځینه دواړو فرض دی."

هغه زیاته کړې، "نورې خبرې هم وې چې غوښتل مې ویې کړم، خو هغوی د نورو خبرو اجازه رانه کړه."

ډېر وخت هغه کسان چې غږ پورته کوي، له سختو پایلو سره مخامخېږي.

ښځو راته وویل چې پر زدکړو د محدودیتونو له کبله د خپلو هیلو او ارمانونو د له منځه تلو په اړه ژوره ناهیلي احساسوي، او دا چې د دوی ځینې ملګرې د احتجاجونو له امله زنداني شوې دي.

ډېری خبریالانو چې موږ ورسره خبرې وکړې، راته وویل چې د طالبانو د استخباراتو ادارې له خوا وربلل شوي یا ترې پوښتنې شوې دي.

بي‌بي‌سي په دې تړاو ځینې اندېښنې د طالبانو حکومت د ویاند، چې په ذبیح الله مجاهد مشهور دی، مخې ته کېښودې.

هغه له ۲۰۲۱ کال راهیسې د طالبانو حکومت یوه عامه څېره ده.

نوموړی لا هم هماغه مستعار نوم، "ذبیح الله مجاهد"، کاروي چې د کلونو لپاره یې د طالبانو د وسله‌والې مبارزې پر مهال کاراوه.‌

هغه موږ ته یې وویل چې اصلي نوم یې طاهر شاه صدیقي دی.‌

هغه له موږ سره په یوه پرتمین او عصري مطبوعاتي مرکز کې ولیدل، چې د امریکا په تمویل پخواني حکومت لپاره شوی دی.

دلته مو له هغه څخه د نوموړي د لومړنۍ خبري غونډې په اړه وپوښتل چې د طالبانو له واکمنېدو دوه ورځې وروسته یې په همدې ځای کې ترسره کړې وه.

هغه مهال نوموړي نړۍ ته ویلي وو چې د طالبانو حکومت به "زموږ په چوکاټ کې" ښځو ته اجازه ورکړي چې کار او زدکړې وکړي، او دا چې هغوی به په ټولنه کې "ډېرې فعالې" وي.

موږ ترې وپوښتل، چې ولې پر خپلې ژمنې ونه درېدل؟

هغه په ځواب کې وویل: "موږ د شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو، د بیان ازادۍ او نورو موضوعاتو ته ژمن یوو... هر څه ته باید د شریعت له لیده وګورو."

هغه زیاتوي، چې ښځو د ده د دفتر په څېر ادارو کې د کار د اجازې ورکول، "د مفاسدو لامل کېږي" او "د هغوی عزت او وقار ته زیان رسېږي."

نوموړي وویل، د ښځو د زدکړو موضوع لا هم "تر بحث لاندې ده... موږ باید ورته د شریعت پر بنسټ حل لاره ومومو."

کله چې مو د طالبانو له خوا د رسنیو د ازادۍ د ځپلو په اړه ترې پوښتل، هغه وویل:

"موږ د افغانستان په څېر ټولنه کې خپل محدودیتونه لرو. موږ رسنیو ته اجازه نه شو ورکولای چې هر ډول تبلیغات چې غواړي ویې کړي... هغوی نه شي کولای د اسلامي شعایرو او ارزښتونو پر ضد خپرونې وکړي."

د طالبانو حکومت مرکز په کابل کې دی، خو مجاهد ډېر وخت په سویلي کندهار ښار کې تېروي، چې د طالبانو ټاټوبی دی او اوس ځینې خلک یې د افغانستان غیر رسمي پلازمېنه ګڼي.

موږ وغوښتل چې په دغه ښار کې د طالبانو له مېشت مشر، هبت الله اخندزاده، سره هم وګورو. هغه په عام محضر کې ډېر کم راڅرګندېږي او تر اوسه یې هېڅ رسنیزه مرکه نه ده کړې. موږ ته وویل شول چې دا مهال له هغه سره لیدنه ممکنه نه ده.

په کندهار کې د دوه کاله مخکې وخت له مهاله چې زه په وروستي ځل ورغلی و، محدودیتونه لا سخت شوي دي. اوس دغلته نارینه اړ دي چې ږیرې پرېږدي. راډیوګانو ته اجازه نشته چې موسیقي یا د ښځو غږ خپور کړي، او موږ ته هم په دغه ښار کې د فلم اخیستلو اجازه را نه کړل شوه.

له کندهاره موټر کې پر خام او له دوړو ډک سړک د شاوخوا دوه ساعتونو په واټن کې د طالبانو ځینو سرسخته وفادارو پخوانیو جنګیالیو بي بي سي ته د هغو پټو غارونو شبکه وښوده چې پخوا به یې کاروله.

پخوانی طالب جنګیالی عابد لالی، چې اوس د کورنیو چارو وزارت په اډانه کې د امنیتي ځواکونو د یوې پوستې ساتونکی دی، موږ ته هغه مورچې راوښودې چې ده به ترې پخوا ډزې کولې.

نوموړی همدا راز هغه ځایونه هم را وښودل چې قرانکریم به یې پکې اېښود او خپل کراشنیکوف به یې پکې راځړاوه.

عبدالصمد، چې د ده مشر دی، موږ ته یو بې نښانه هدیره راښيي او وایي پلار یې چې د طالبانو په ملاتړ جګړه کې وژل شوی، همدلته خښ دی.

دا سیمه د افغانستان تر ټولو د ډېرې بې وزله سیمو څخه ده.

ملګري ملتونه وایي چې په افغانستان کې له هرو څلورو کسانو درې کسان د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري. صمد وایي چې د دې سیمې خلک اوبو، سړکونو او کلینیکونو ته سخته اړتیا لري.

د هغه په وینا: "د اسلامي امارت [طالبانو حکومت] چارواکو موږ نه یوو هېر کړي."

دی زیاتوي چې مشران ښايي پر نورو لومړیتوبونو بوخت وي؛ "موږ هیله‌من یوو، چې یوه ورځ به موږ ته پام وکړي."

د طالبانو حکومت د دویم ځل واکمنۍ له پیل څخه پنځه کاله تېر شوي، خو بې وزلي، بېکاري او اقتصادي بې‌ثباتي لا هم د افغانستان فشار راوړونکې ننګونې دي.

هغه طالب چارواکي چې موږ ورسره خبرې وکړې، وايي دوی د دغو ننګونو حل لپاره کار کوي. خو موږ له داسې نورو خلکو سره هم ولیدل، چې باور لري دا ډله پخپله د هېواد اصلي ستونزه ده.

هودا (دا یې اصلي نوم نه دی)، چې واک ته د طالبانو له راستنېدو وروسته یې پر سړکونو احتجاج کړی و، وایي: "زه یو ناڅاپه واک ته د یوې داسې ډلې راتګ په اړه د څه ویلو هېڅ الفاظ نه لرم چې د ژوندانه په اړه هېڅ درک نه لري."

هغې بي بي سي ته وویل: "ښځې دا وضعیت نه شي منلی. هغوی ښايي محدودیتونه لا زیات کړي، خو حالت به تل تر تله همداسې پاتې نه شي."

نوموړې زیاتوي: "زه فکر کوم طالبان له لوستو ښځو وېرېږي. همدا لامل دی چې پر ښځو محدودیتونه لګوي. دوی نالوستې ښځې غواړي، چې نه کولی هوښیار نارینه وروزي. ځکه چې دا به د طالبانو واکمنۍ پای ته ورسوي."

اضافي راپور حفیظ الله معروف