د سپټمبر یولسمې بریدونو د 'اصلي طراح' په توګه به د تورن خالد شیخ محمد محاکمه په ۲۰۲۸ کال کې پیل شي

خالد شیخ محمد

د عکس سرچینه، HO/AFP via Getty Images

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

ټاکل شوې ده چې د ۲۰۲۸ کال د جون په میاشت کې خالد شیخ محمد، چې د امریکا حکومت یې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې ترهګریزو بریدونو له اصلي طراحانو ګڼي، د دغو بریدونو له څه باندې ۲۵ کلونو تېرېدو سره هممهاله محاکمه شي.

یوې پوځي محکمې د چهارشنبې په ورځ پرېکړه وکړه چې د خالد شیخ محمد او درېیو نورو تورنو کسانو محاکمه به د ۲۰۲۸ کال د جون په ۵مه پیل شي. قاضي وویل، د څارنوالانو لخوا د ۲۰۲۷ کال وړاندیز شوې نېټه د قضیې د بشپړې څېړنې او قانوني بهیر لپاره ډېره ژر ده.

خالد شیخ تورن دی چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې امریکا ضد بریدونه یې تنظیم کړي او مشري یې کړې. هغه بریدونه چې پکې برمته شوې الوتکې د امریکا د نړیوال سوداګریز مرکز او پنټاګون ودانیو سره ټکر شوې او نږدې ۳۰۰۰ کسان یې ووژل.

خالد شیخ محمد تر دې وړاندې له څارنوالانو سره یوې معاملې ته رسېدلی و، چې له مخې به یې د خپلو جرمونو په منلو سره د اعدام له سزا ژغورل کېده. خو د امریکا یوې فدرالي استیناف محکمې تېر اوړی دغه توافق لغو کړ.

خالد شیخ محمد په ۲۰۰۳ کال کې نیول شوی او د ۲۰۰۶ کال له سپټمبر راهیسې د ګوانتانامو په زندان کې ساتل کېږي. هغه مخکې ادعا کړې وه چې د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو پلان یې «له الف تر ی» پورې جوړ کړی و.

د امریکا د هوايي ځواک ډګروال او پوځي قاضي، مایکل اې. شراما، د چهارشنبې په ورځ د ۲۰۲۸ کال د جون ۵مه د خالد شیخ محمد او درېیو نورو تورنو کسانو د محاکمې د پیل نېټه وټاکله.

د واشنګټن ډي سي قاضیانو تېر کال د یوې مقابل کې د دوو رایو په پرېکړه کې هغه توافق رد کړ چې له مخې یې خالد شېخ محمد او نورو تورنو کسانو ته د خوشې کېدو له امکان پرته د عمر بند سزا ورکول کېده.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د واشنګټن ډي سي قاضیانو تېر کال د یوې مقابل کې د دوو رایو په پرېکړه کې هغه توافق رد کړ چې له مخې یې خالد شېخ محمد او نورو تورنو کسانو ته د خوشې کېدو له امکان پرته د عمر بند سزا ورکول کېده.

په دې قضیه کې نور تورن کسان ولید بن عطاش، علي عبدالعزیز علي او مصطفی الهوساوي دي، چې د سپټمبر د ۱۱مې په بریدونو کې د لاس لرلو په تور تورن شوي دي.

قاضي په خپل حکم کې لیکلي چې د دې نېټې ټاکل به محکمو ته کافي وخت ورکړي،چې د قضیې پاتې قانوني مسایل حل کړي، په ځانګړې توګه هغه اختلافات چې د شواهدو د منلو او په محکمه کې د وړاندې کولو په تړاو موجود دي.

راتلونکې میاشت به د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو ۲۵ کاله پوره شي. په دغو بریدونو کې الوتکه تښتوونکو دوې الوتکې د نیویارک نړیوال سوداګریز مرکز (World Trade Center) ودانیو او یوه بله الوتکه د ویرجینیا ایالت د پنټاګون ودانۍ سره وجنګولې. یوه بله تښتول شوې الوتکه د پنسلوانیا ایالت په یوه کرنیزه سیمه کې وغورځېده.

په دغو بریدونو کې نږدې درې زره کسان ووژل شول، او ورپسې د افغانستان او عراق جګړې پیل شوې، چې د ډېرو شنونکو په باور یې د نړۍ پر سیاسي او امنیتي نظم ژور اغېز وکړ.

په ۲۰۰۳ کال کې، پاکستان کې له نیول کېدو وروسته، خالد شیخ محمد درې کاله د سی ای اې په پټو زندانونو کې چې "تور مرکزونه" بلل کېږي، تېر کړل، هغه ځای چې ۱۸۳ ځله په کې په اوبو کې غوپه شوی و.

پر دې سر بېره له نورو لارو هم داسې ربړول شوی و چې دوی یې"د پوښتنو ګروېږنو پرمختللي تخنیکونه" بولي، لکه خوب ته نه پرېښودل او په زور د جامو اېستلو ته اړ باسل.