روسیه کې د یوې افغانې ښځې هنر څنګه وغوړېد

    • Author, تورپېکۍ غرنۍ
    • دنده, بي‌بي‌سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د ماشومتوب یوې کوچنۍ هېلې وږمه ورو ورو په یوه داسې مسلکي او تکړه سینګارګرې بدله کړه چې، کلونه کېږي خپل دا هنر په ډېره مینه پالي.

۳۶ کلنه وږمه عمر د روسیې په پلازمېنه مسکو کې زېږېدلې او هملته لویه شوې ده.

هغه وایي، سینګار ورته یوازې یو مسلک نه دی، بلکې د ښکلا، پر ځان د باور او خوښۍ د رامنځته کولو یوه وسیله ده.

"کله چې وینم یو څوک له هغه سینګاره چې ما ورته کړی ډېر خوښ دی، زه هم ډېره خوشحالېږم."

وږمه عمر له ۱۶ کلونو راهیسې د سینګارګرۍ په برخه کې فعالیت کوي.

هغه وايي، له بېلابېلو ښارونو او هېوادونو لکه د امریکا، اروپايي هېوادونو، هند، ایران او د روسیې له بېلابېلو سیمو خلک ورسره اړیکه نیسي، چې د سینګار هنر ترې زده کړي.

دا وایي، د سینګارګرۍ زدکړه یې هغه مهال پیل کړه چې پر انسټګرام کې یې فعالیتونو د ګڼ شمېر مینه‌والو پام ځانته واړاوه.

"کله چې مینه‌والو زما کارونه او فعالیتونه په انسټګرام کې ولیدل، ډېر یې خوښ شول او غوښتل یې چې دا هنر له ما زده کړي. ما هم هغوی ته د زده‌کړې زمینه برابره کړه. هغه کسان چې له ما یې د سینګارګرۍ زده‌کړه کړې، شمېر یې سلګونو ته رسېږي."

وږمه پر انسټګرام پاڼه ډېر مینه وال او څه باندې نیم میلیون څارونکې لري، چې د سینګار ویډیو ګانې یې هم په پراخه کچه خوښې شوې دي.

هغه وخت ناوخت دوبۍ ته ځي او هلته هم ګڼو ښځو ته فېشن ور زده کوي.

که څه هم وږمه په روسیه کې زېږېدلې او لویه شوې، خو له افغانستان سره یې اړیکه لا هم ژوندۍ ده؛ داسې اړیکه چې له ماشومتوبه ورسره وږمه د خپلې کورنۍ په مرسته نږدې پاتې شوې ده.

هغه وایي، مور او پلار یې له ماشومتوبه د افغانستان او افغانانو په اړه ورته کیسې کولې.

د هغې پلار د کندهار و او مور یې د پروان ولایت ده.

وږمه چې په ډېره روانه پښتو خبرې کوي وایي، پښتو ژبه یې هم له خپل پلاره زده کړې ده.

"پښتو زما مورنۍ ژبه ده او زه خوشحاله یم چې په پښتو لوستل او لیکل کولی شم."

د وږمې پلار په ۲۰۲۰ کال کې د کرونا ناروغۍ له امله مړ شوی.

هغه وایي، د پلار له مړینې وروسته یې د سینګارګرۍ له لارې ترلاسه شوي عاید په مرسته د خپلې کورنۍ مالي ملاتړ کړی دی؛ هغه کار چې وږمه یې په ترسره کولو د "سکون او خوښۍ" احساس کوي.

په لومړي ځل افغانستان ته سفر

وږمې عمر په ۲۰۱۵ کال کې د لومړي ځل لپاره افغانستان ته سفر وکړ؛ هغه سفر چې هغه یې یو "نه هېرېدونکی یاد" بولي.

وږمه وایي، تر دې مخکې یې افغانستان یوازې د تلویزیون له پردې لیدلی و، خو کله چې یې دا هېواد له نږدې ولید، په زړه کې یې یو بل ډول احساس پیدا شو.

"کله چې ما افغانستان له نږدې او په خپلو سترګو ولید، داسې کشش یې درلود چې هېڅ مې زړه نه غوښتل بېرته مسکو ته ستنه شم."

وږمه له خپل لومړي سفر وروسته دوه ځله نور هم افغانستان ته تللې ده.

د نوموړې وروستی سفر د ۲۰۲۶ کال په اوړي و.

افغانې جامې هم پر خواله رسنیو د وږمې د فعالیتونو یوه مهمه برخه ده.

هغې د افغانستان د سفرونو په ډېرو خپرو شویو ویډیوګانو کې دودیزې افغاني جامې اغوستې دي.

وږمه د دغو جامو په اړه وایي:

"دا یوازې کالي نه دي، بلکې زما د هویت یوه برخه ده چې زه یې ټولې نړۍ ته ورښیم."