'زه له یوې وړې خونې د سفیرې په توګه چارې سمبالوم'

منیژه باختري
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

دا هغه ښځه ده چې د طالبانو حکومت ترې وغوښتل چې له خپلې دندې استعفا ورکړي، خو دې دا غوښتنه و نه منله او له همدې کبله ورته د "وروستۍ سفیرې" نوم ورکول کېږي.

په ۲۰۲۱ کال کې چې د افغانستان جمهوري حکومت سقوط وکړ او طالبان واک ته ورسېدل، منیژه باختري د ۲۴ ساعتونو لپاره اندېښمنه وه او پرلپسې یې فکر کاوه چې څه باید وکړي.

دې فکر کاوه چې یوه مېرمنه ده نو د طالبانو حکومت به وغواړي هغه په اتریش کې د افغانستان د سفیرې له دندې لرې کړي.

هغې له ځانه وپوښتل، که همداسې لاړه شم، د سفارت کرایه به څوک ورکوي؟ د سفارت له حساسو اسنادو سره به څه کېږي؟

او په پای کې منیژه باختري خپله پرېکړه وکړه.

هغې وویل: "یوه حکومت زه بهر ته لېږلې وم چې د خپل هېواد او خپل ولس استازیتوب وکړم. نو زه ولې لاړه شم؟"

د منیژې لپاره دا د اخلاقي وضاحت او ټینګې پرېکړې یوه شېبه وه.

هغې پیاوړي ملاتړي درلودل او نړیوالې ټولنې د طالبانو حکومت د افغانستان د قانوني حکومت په توګه نه پېژندل.

هغې پرېکړه وکړه چې د مخالفت په توګه به پر خپل ځای پاتې کېږي.

هغه وايي: "ما داسې احساس کاوه چې اوس زه دا سفارت د خپلو اصولو او شرایطو له مخې چلوم او طالبانو ته به تسلیم نه‌ شم."

دې مخکې هم په ۱۹۹۶ کال کې د طالبانو واکمنۍ لیدلې وه او پوهېده چې د هغوی تر محدودوونکو قوانینو لاندې ژوند څنګه وي.

هغه مهال، د یوې ځوانې مور په توګه چې د کورنۍ پالنې مسوولیت یې درلود، اړه شوه، چې پاکستان ته کډواله شي.

د هغې پلار، چې یو ازاد فکره شاعر و، له دې وېرې چې ژوند یې له خطر سره مخامخ دی، تر دې وړاندې هېواد پرېښی و.

هغې د هغه په اړه وویل: "زه قرباني وم. زه یوه ځوانه نجلۍ وم او هېڅ مې نه شوای کولی."

خو په ۲۰۲۱ کال کې وضعیت بل ډول و.

منیژه اوس یوه تجربه‌ لرونکې ډیپلوماټه وه چې په ټوله نړۍ کې یې اړیکې لرلې.

کله چې طالبانو ورته لیک واستاوه او ترې یې د استعفا غوښتنه وکړه، هغې هغه لیک له پامه وغورځاوه.

اوس هم نړیواله ټولنه هغه په اتریش کې د افغانستان د "قانوني سفیرې" په توګه پېژني، خو هغه له معمول سره توپیر لرونکې ډیپلوماټه ده.

هغه د خپل ماموریت چارې د یوه کوچني اپارتمان له خونې څخه پرمخ بیايي. موټرچلوونکی نه لري، مرستیال نه لري او هر ځای ته په عامه ترانسپورټ کې تګ راتګ کوي.

هغه وایي، افغان ښځې او نجونې، چې د طالبانو حکومت له لوري یې حقونه محدودې شوې دي، د هغې تر ټولو لوی الهام دی.

هغې وویل: "سره له دې چې هغوی هره ورځ له ستونزو سره مخامخې دي، بیا هم د طالبانو حکومت پر وړاندې خپل مقاومت ته دوام ورکوي. خپل غږ پورته کوي او د خپلو غوښتنو د څرګندولو لپاره بېلابېلې لارې لټوي. همدا کار ما هڅوي چې مبارزې او کار ته دوام ورکړم."

خو د داسې هېواد استازیتوب کول چې اوسنی واکمن نظام یې هغه نه مني، اسانه کار نه دی، او منیژه خپل هېواد ډېر یادوي.

هغې وویل: "زه د خپل هېواد خوشبويي یادوم، د ونو او د پاڼو خوشبویي... زه یې نه شم تشریح کولی چې څومره خپل هېواد یادوم."