کرېکټ: افغانستان د یو ورځنیو سیالیو په نوې درجه بندۍ کې له انګلنډ مخکې شو

د عکس سرچینه، ACB
افغانستان د کرېکټ نړیوالې شورا "ایسيسي" د نړیوالو یو ورځنیو سیالیو په نوې درجه بندۍ کې له انګلنده په مخکې کېدو سره اووم ځای خپل کړی دی.
په نوې درجه بندۍ کې ښکاري چې انګلنډ دمګړۍ په یو ورځنیو سیالیو کې ۹۳، افغانستان ۹۴، او شريلنکا بیا ۹۵ نمبرې لري.
د یادونې ده چې افغان لوبډلې خپلې وروستۍ اووه واړه نړیوالې یو ورځنۍ سیالۍ ګټلې دي.
په دې کې له بنګلهدېش او زېمبابوې سره د وروستۍ درې هېوادیزې لوبلړۍ سیالۍ هم شاملې دي، چې افغانستان پکې خپلې ټولې لوبې وګټلې.
انګلنډ بیا په پاکستان کې له کوربه لوبډلې او شريلنکا سره په روانه درې هېوادیزه لوبلړۍ کې خپلې تېرې دواړه سیالۍ بایللي.
دغه هېواد و نه توانید چې د شريلنکا پر وړاندې ان د ۴۳۰ منډو د ستر هدف دفاع وکړي.
دمګړۍ هند له ۱۱۵ نمبرو سره د کرېکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو سیالیو د جدول په سر کې دی او نیوزېلنډ له ۱۰۹ نمرو سره ورپسې دویم ځای لري.
انګلنډ، وېسټ اېنډیز، بنګلهدېش، زېمبابوې او ایرلنډ د ایسيسي هغه دایمي یا بشپړ غړیتوب لرونکي هېوادونه دي، چې افغانستان ترې مخکې دی.
ایسيسي پر یو ورځینو لوبو سربېره د شلاووریزو سیالیو نوې درجه بندي هم اعلان کړې چې افغانستان پکې پر خپل پخواني لسم ځای پاتې دی.
د شل اووریزو سیالیو درجه بندۍ کې بیا انګلنډ تر ټولو مخکې او هند ورپسې دویم ځای لري.
لوبډلې څنګه درجه بندي کېږي؟

د عکس سرچینه، ACB
د کرېکټ د نړیوالې شورا ایسيسي لخوا د لوبډلو درجه بندۍ لپاره نمبرې داسې معلومېږي، چې د یوې لوبډلې له خوا ترلاسه شوي پواینټونه د همدې لوبډلې لخوا د ترسره شویو سیالیو یا لوبلړیو پر شمېر وېشي او تر ټولو نږدې بشپړ عدد یې انتخابېږي.
په ټېسټ، یو ورځنیو او شل اووریز لوبو کې د لوبډلو د درجه بندۍ دغه مېتود یا سیستم بریتانوي کرېکټ احصایهپوه او د لوبو سکورر ډېوېډ ګېنډېکس جوړ کړی دی.
د ټېسټ او یو ورځینو سیالیو د درجه بندۍ په جدولونو کې هغه لوبډلې شامل وي چې د ټېسټ یا یو ورځنیو سیالیو رسمي حیثیت لري او د ترسره شویو لوبو اړوند د شمولیت شرایط یې پوره کړي وي.
د شل اووریزو سیالیو درجه بندي بیا د ایسيسي هغه غړي رانغاړي چې د ترسره شویو لوبو لپاره ټاکل شوي شرایط یې بشپړ کړي وي.





















