د نړۍ له شاوخوا ۴۰ هېوادونو سره فعالې ډیپلوماټېکې اړیکې لرو
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۱ دقیقې
د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې ویلي، بلوڅان او ټي ټي پي د پاکستان لپاره د څو لسیزو پخوانۍ ستونزه ده او دا چې د دوی حکومت ته لا هم روښانه نه ده چې پاکستان له دوی څه غواړي.
ښاغلي متقي له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې کې وویل، که څه هم دوی په رسمیت نه دي پېژندل شوي خو د نړۍ شاوخوا ۴۰ هېوادونو سره فعالې ډیپلوماټیکې اړیکې لري.
د بي بي سي خبریال سید عبدالله نظامي ښاغلی متقي د مرکې په سرکې د هغوی د تېرو پنځو کلونو پر لاس ته راوړنو پوښتلی.













