د افغانستان د سیاسي مشرانو اختریز پیغامونه؛ نجونو لپاره د زدکړو غوښتنه او د ملي شتمنیو پر 'لوټل کېدو' نیوکې

د عکس سرچینه، UGC
نن د لوی اختر په مناسبت، د افغانستان یو شمېر سیاسي مشرانو، لکه حامد کرزي، عبدالله عبدالله، امرالله صالح او د افغانستان د ازادۍ جبهې، په جلا جلا اختریز پیغامونو کې د افغانستان پر اوسني وضعیت نیوکې کړې دي، او ځینو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان "پنځه کاله تیاره" بللی دی.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپل اختریز پیغام کې افغانستان "د دې لرغونې خاورې د ټولو خلکو ګډ کور" بللی او زیاته کړې یې ده، چې دا هېواد ابادۍ او پرمختګ ته اړتیا لري.
هغه ویلي، پرمختګ او ارام ژوند هغه وخت ترلاسه کېدای شي، چې افغانستان "یو متحد او تعلیمیافته ملت" ولري، او "ټول په خپل وطن کې د خوندیتوب احساس وکړو او په علم، فن او پوهې سمبال ځوانه پیاوړې بشري قوا ولرو".
هغه د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو د سملاستي پرانیستلو غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده، چې ښځو او لوستو کدرونو ته باید د کار او ژوند په چارو کې د ګډون زمینه برابره شي.
د افغانستان د سولې عالي شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله هم خلکو ته د اختر مبارکي ویلې او هیله یې څرګنده کړې، چې دا اختر دې د افغانستان ملت او ټول اسلامي امت ته "د برکت، یووالي او نېکمرغۍ زېری" وي.
هغه په خپل پیغام کې، پرته له دې، چې سیاسي موضوعاتو ته اشاره وکړي، لوی اختر د حضرت ابراهیم او اسماعیل علیه االسلام د ایمان، قربانۍ او د الله تعالی د امر پر وړاندې د تسلیمۍ یادونه بللې او ویلي یې دي، چې مسلمانان باید په هر عصر کې له دې څخه الهام واخلي.
هغه همداراز له سوداګرو، خیرښوونکو او شتمنو خلکو غوښتي، چې له بېوزلو، د وروستیو طبیعي پېښو له زیانمنو شویو کورنیو او راستنېدونکو هېوادوالو سره مرسته وکړي.
د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو حکومت مخالفې وسلهوالې ډلې، چې مشري یې جنرال یاسین ضیا کوي، هم د لوی اختر په مناسبت په اېکس ټولنیزه شبکه کې په یوه اعلامیه کې د طالبانو پنځه کلنه واکمني "پنځه کاله تیاره، بېوزلي، بېکاري، سپکاوی، تبعیض او افراطیت" بللی او زیاته کړې یې ده، چې "د هېواد راتلونکی یې تر بل هر وخت ډېر تیاره او ناهیلې کوونکی دی".
دې جبهې ادعا کړې چې طالبانو "افغانستان د خپلو وګړو لپاره په یوه لوی زندان بدل کړی. میلیونونه خلک یې بېکوره کړي، ملي بنسټونه یې له منځه وړي، اقتصاد یې ړنګ کړی او هېواد یې د افراطیت او تندلارۍ په ډګر او د سیمه ییزو او نړیوالو ترهګرو ډلو په پناه ځای بدل کړی دی".
د افغانستان پخواني مرستیال ولسمشر او د زرغون بهیر مشر امرالله صالح هم په یوه غږیز پیغام کې، چې د دې بهیر له ایکس پاڼې خپور شوی، ویلي چې "زرګونه افغانې کورنۍ، چې زامن یې د طالبانو په زندانونو کې دي، له ازادۍ محروم دي، د بریا په سبا به د هېواد واګې په لاس کې واخلي".
هغه طالبان په افغانستان کې "د پنځو فاجعو او پنځو بحرانونو سرچینه" بللې او زیاته کړې یې ده، چې د دغو "پنځو فاجعو او بحرانونو" حل د طالبانو له وسه پورته دی.
نوموړی د مشروعیت بحران د طالبانو د حکومت بله ستونزه بللې او زیاته کړې یې ده، چې "د کورني او ملي مشروعیت بن بست لا ژور او پراخ شوی او له دې بحران څخه وتل د طالبانو لپاره ناشونی دي".
د طالبانو حکومت تر اوسه دغو تازه نیوکو او غوښتنو ته غبرګون نه دی ښودلی.
دوی تل وايي، چې د نجونو ثانوي او لوړو زدکړو لپاره د زمینی پر برابرولو کار روان دی.





















