تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې سېلابونه
د طالبانو حکومت اعلان کړی چې په افغانستان کې د وروستیو طبیعي پېښو له امله تر اوسه لږ تر لږه ۷۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳۷ نور ټپیان شوي دي.
په وروستیو اونیو کې د افغانستان ډېر ولایتونه د واورې او باران شاهدان وو چې له امله یې پراخ سیلابونه راوتلي دي. د طالبانو د حکومت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې په وینا، د دې پېښو په پایله کې نژدې ۳۵۰۰ کورونه په بشپړ یا جزوي ډول ویجاړ شوي دي.
تر دې وړاندې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد هم ویلي وو چې د وروستیو ورښتونو او طبیعي افاتو له امله هېوادوالو ته د اوښتو زیانونو په اړه معلومات خپاره کړي.