چین وایي د افغانستان او پاکستان د سولې خبرې پرمختګ کوي

چین وایي د افغانستان او پاکستان د سولې خبرې پرمختګ کوي

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د جمعې په ورځ (اپرېل درېیمه) په یوه خبري غونډه کې وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرې په ثابت ډول مخته روانې دي.

چین، چې له دواړو هېوادونو سره په لوېدیځ کې ګډه پوله لري، هڅه کوي د دغو دوو ګاونډیو هېووادونو ترمنځ چې اوس یې ترینګلتیا هر هر بل وخت ډېره شوې ده، منځګړیتوب وکړي. په همدې لړ کې یې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره ټیلیفوني خبرې کړې او په مارچ میاشت کې یې یو ځانګړی استازی هم د سفرونو لپاره استولی دی.