د چارلي کرک د وژلو په تور یو ۲۲ کلن ځوان خپل پلار ته تر اعتراف وروسته نیول شوی

د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د محافظه کار ځوان فعال او ډونلډ ټرمپ ته د نږدې کس چارلي کرک د وژلو په تور د ټېلر رابېنسن په نوم یو ۲۲ کلن ځوان نیول شوی دی.

نن جمعه (سپتمبر ۱۲ / وږی ۲۱)‌ د امریکا د یوتا ایالت والي سپېنسر کاکس په یوه خبري غونډه کې چې د امریکا د فدرال څېړنو ادارې (اېف‌بي‌ای)‌مشر کاش پټېل او نور امنیتي چارواکي هم پکې وو، اعلان وکړ چې "موږ هغه [تورن کس] ونیو."

ښاغلي کاکس وویل چې د ټېلر رابېنسن د کورنۍ یوه غړي خپل کوم ملګري ته ویلي چې رابېنسن پر خپل جرم اعتراف کړی او وروسته دغه کس پولیسو ته خبر ورکړی او هغه نیول شوی دی.

د یوتا والي همداراز د تورن کس له کورنۍ مننه کړې چې د خپل زوی په نیولو کې یې له پولیسو سره مرسته وکړه او ویې ویل چې هغوی "سم کار وکړ."

هغه له رسنیو سره د رابېنسن له کورنۍ ترلاسه شوي معلومات شریک کړل او ویې ویل چې د تورن کس چارلي کرک نه خوښېده او په دې وروستیو کې هغه "ډېر سیاسي شوی و."

په امریکا کې د بي‌بي‌سي همکارې رسنۍ سي‌بي‌اېس ویلي چې ټېلر رابېنسن اوس د پولیسو په توقیف کې دی او د راروانې سې شنبې په ورځ (سپتمبر ۱۶) به سزا ورته واورل شي.

ډونلډ ټرمپ: هیله‌من یم چې د مرګ سزا ورکړل شي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم د خپل ملګري چارلي کرک پر وژلو د تورن کس د نیولو ډاډ ورکړی.

ښاغلي‌ ټرمپ‌ ویلي، "په لوړ باور سره، موږ هغه نیولی، اوس په توقیف کې دی او ټولو ډېر ښه کار وکړ."

په دې اړه په یوه مرکه کې ټرمپ وپوښتل شو چې له نیول شوي کس سره به څه وشي؟ نو ده په ځواب کې وویل، "زه هیله‌من یم چې هغه مجرم وپېژندل شي او څه یې چې کړي د هغه لپاره د مرګ سزا ورکړل شي."

ډونلډ ټرمپ د چارلي کرک تر وژل کېدو وروسته هم هیله‌مندي ښودلې وه چې قاتل به ونیول شي چې د ده په وینا، "ډېر مناسب چلند به ورسره وشي."

پلار ته اعتراف

په امریکا کې د بي‌بي‌سي همکارې رسنۍ سي‌بي‌اېس د خبر له مخې، سرچینو ویلي چې د رابېنسن پلار خپل زوی د هغو عکسونو له مخې پېژندلی و چې امنیتي ادارو خپاره کړي وو.

زوی ته یې ویلي وو چې باید ځان تسلیم کړي خو هغه ویلي وو چې تر دې غوره دا ده چې ځان په خپله ووژني.

پلار یې خپل یوه اشنا ځوان کشیش یا پادري ته زنګ کړی و او هغه راغلی و چې دی ارامه کړي. وروسته کشیش امریکايي مارشالانو ته زنګ وهلی و چې هغوی رابېنسن نیولی و او بیا د اېف‌بي‌ای کسان پسې ورغلل او هغه یې ترلاسه کړ.

چارلي کرک د تېرې چهارشنبې په ورځ (سپتمبر ۱۰) د یوتا ایالت په یوه پوهنتون کې د یوې غونډې ته د وینا پر مهال په ډزو وویشتل شو او وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.

پر چارلي کرک د ډزو شېبه

د پېښې اړوند یوه ویډیو کې ښکاري چې ښاغلی کرک سټېچ کې پر چوکۍ ناست دی او شاوخوا ته یې ګڼ کسان راټول دي چې په همدې شېبه کې پرې ډزې کېږي او هلته راټول محصلان یوې او بلې خوا ته تښتي.

چارواکو وروسته یوه ویډيو خپره کړه چې یو کس پکې د غونډې ځای ته څېرمه د یوې ودانۍ پر بام منډې وهي، وروسته ترې راټوپ کوي او تښتي.

د امریکا فدرال څېړنو ادارې یا اېف‌بي‌ای په ورپسې ورځ وویل چې په یوه ځنګلیزه سیمه کې یې وسله موندلې چې ښايي تورن کس هم هماغې خوا ته تللی و. له خلکو یې غوښتنه کړې وه چې د هغه په موندلو کې ورسره مرسته وکړي.

اېف‌بي‌ای ویلي وو چې د پېښې په اړه معلومات ورکوونکي ته به تر ۱۰۰ زره امریکايي ډالرو پورې جایزه یا انعام ورکړل شي.

ښاغلي کرک په بېلابېلو پوهنتونونو کې په عام محضر کې په بحثونو او مناظرو مشهور و او میلیونونه څارونکي او مینه‌وال یې لرل.

پر اېکس شاوخوا ۲.۵ میلیونه او پر ټېکټاک کم زیات ۳.۷ میلیونه خلکو څاره.

ده په ۱۸ کلنۍ کې د (ټرننګ پاینټ امریکا) په نوم د یوه داسې محافظه کار ګروپ بنسټ کېښود چې موخه یې په پوهنتونونو کې د محصلانو تر منځ د خپلواکو نظرونو د څرګندولو دود خپرول وو.