تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پولیسو څنګه تر پنځو ساعتونو په اوبو کې پټ غل ونیو؟
- Author, وشنوکانت تیواري
- دنده, بي بي سي، بوپال
- د لوستلو وخت: ۲ دقیقې
پر غلا یو تورن چې تر پنځو ساعتونو د یوه جھیل په اوبو کې پټ و، اخر هم پولیسو ونیو.
ده د نیلوفر ګل د تنې په وسیله ساه اخیستلو سره له پولیسو ځان تر اوبو لاندې پټ کړی و. پولیسو له ۴۰۰ د زیاتو غلاوو په تور د ده لټون کاوه.
دغه تورن د اورګاډي په یو تمځای کې له یوې مېرمنې د لاسي بکس د تښتولو هڅه کوله چې پولیس پرې راغلل.
دی وتښتېد او تمځای ته نږدې یو جهیل ته له رسېدو سره سم یې ځان اوبو ته وغورځاوه او په دې توګه د پولیسو له سترګو پناه شو.
ځايي پولیسو له پنځه ساعته لټون وروسته دا کس د غوټه وهونکو په مرسته له اوبو راوایست.
دا غل څوک دی؟
دغه غله د هندوستان په بوپال کې تر نیول کېدو وروسته د څېړنو پر مهال په پرله پسې ډول خپل نوم او پته بدلوله.
خو د پولیسو د تاڼې افسر شکمن شو چې دا سړی پېژني.
دغه افسر پر خپل موبایل یو انځور وکوت. دا عکس د انګلیسي ژبې یوې ورځپاڼې کې خپور شوی و.
عکس د همدغه نیول شوي کس و. وروسته معلومه شوه چې نیول شوی تن ۳۲ کالن هروېندر سېنګ او په اترپردېش سیمه کې پر غلاوو مشهور تن دی.
ولې پولیسو د هغه لټون کاوه؟
د دې سیمې د پولیسو ګڼو تاڼو له میاشتو راهیسې د دغه کس لټون کاوه. ده له ۴۰۰ زیاتې غلاوې کړې دي.
ویل کېږي په دغو پېښو کې د سلګونو لکه روپیو په ارزښت غلا شوې ده.
دا غل دومره چالاک بلل شوی چې د اورګاډو پر مساپرو سربېره یې ګڼو پېښو کې پولیس هم تېرېستلي دي.
دی په لومړي ځل ۲۰۱۸ کال کې د سرو زرو د غلا په تور چې ارزښت یې لکونه روپۍ ښودل شوی، نیول شوی و، خو هغه وخت یې ضمانت شوی و.
دی تر دې ورمخکې د هندوستان د هلدور سیمې د ښاروالۍ شورا منتخب غړی و.
که څه هم دی په ګڼ شمېر غلاوو تورن دی او اوس د بېلابېلو ایالتونو پولیس ترې څېړنې کوي، خو ویل کېږي له غلاوو او کړنو یې د کورنۍ په ګډون هېڅوک هم خبر نه وو.
د هرې غلا پر مهال د نوي سیمکارډ کارونه
هروېندر سېنګ پر دې پوهېده چې له موبایل سره یې موقعیت معلومېدای شي، نو ده به ځکه هرې غلا لپاره جلا سیمکارډ کاراوه.
دغه راز د دې لپاره چې ونه پېژندل شي، وخت ناوخت به یې له ځان سره پېژندپاڼه یا کارټ هم نه ګرځاوه.
پولیس وايي ده به غلاوې په اورګاډو کې کولې، او له همدې کبله به یې په هرو شپږو میاشتو کې خپل لوری بدلاوه - کله به له ډیلي بوپال او کله به له کلکتې بهار ته ته.
اوس له هغه د غلا د ګڼو پېښو په تړاو څېړې روانې دي او د بېلابېلو ایالتونو پولیس په کې برخه لري.