د ایران، امریکا او اسرائیل جګړې افغانستان کې د ګاډو د پرزو پر کاروبار څومره اغېز کړی؟

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، له پاکستان سره د سوداګرۍ له بندېدو وروسته، ځینې توکي د ایران بندر عباس له لارې افغانستان ته صادرېدل خو منځني ختیځ کې له جګړې سره دا چاره هم اغېزمنه شوه چې په وینا یې په افغانستان کې د موټرو د پرزو کاروبار هم اغېزمن کړ.

د افغانستان په سوېلي ولایت کندهار کې، د نړۍ له لرې پرتو سیمو د موټرو د پرزو د سوداګرۍ هغه کاروبار چې پخوا ډېر غوړېدلی و، اوس د ډیورنډ پر کرښه د شخړو له امله په بشپړه توګه درېدلی دی.

لومړی ځل د سپین بولدک بازار هغه وخت سخت اغېزمن شو چې له ګاونډي پاکستان سره د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې تاوتریخوالي له امله په تېره اکتوبر میاشت کې د تګ راتګ لاره نژدې په بشپړه توګه وتړل شوه.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال عبدالـباقي بینا وویل: "کله چې له پاکستان سره پوله وتړل شوه، موږ د ایران د بندر عباس له لارې هم په ډېرو ستونزو صادرات کول، خو بیا هم یوه لاره موجوده وه."

د ښاغلي بینا په خبره هغه پرزې چې د جګړو تر پیل مخکې سپین بولدک ته رسېدې، هلته به ترې نوي موټر جوړېدل، یا به د ترمیم لپاره د هېواد بېلابېلو سیمو ته لېږدول کېدې.

ښاغلی بینا وایي، د موټروهغه پرزې چې له جاپان او نورو هېوادونو د پاکستان له ځمکنۍ لارې سپین بولدک ته رسېدې، وروسته د متحده عربي اماراتو له لارې راوړل کېدې.

د ښاغلي بینا په خبره که څه هم دا لاره اوږده او ډېره لګښتي وه، خو لږ تر لږه کاروبار یې روان ساتلی و.

خو وروسته، په فبرورۍ میاشت کې په منځني ختیځ کې جګړه پیل شوه، چې د ښاغلي بینا په وینا یې "د افغانستان لپاره ډېرې ستونزې رامنځته کړې."

دې جګړې د هرمز تنګي له لارې نړیواله سوداګري په پراخه کچه ګډوډه کړه او د بار وړونکو بېړیو شرکتونو خبرداری ورکړی چې د دې مهمې سمندري لارې عادي فعالیتونه بېرته عادي حالت ته راستنول به وخت ونیسي.

د اسدالله په نوم یو سوداګر وایي، له دوبۍ او جاپانه یې د موټرو پرزې واردولې.

هغه وویل چې دغو شخړو له څو میاشتو راهیسې "سوداګري فلج کړې ده."

هغه په خپل دفتر کې، چې ترڅنګ یې پکه چالانه وه، وویل: "موږ به هره ورځ په انګړ کې دوه کانټینرونه خلاصول."

دغه ۴۰ کلن سوداګر اې اېف پي خبري اژانس ته وویل چې د منځني ختیځ د جګړې له پیل وروسته د هر کانټینر د لېږد بیه له شاوخوا "۲ زرو ډالرو ۸ زرو ډالرو" ته لوړه شوه.

اسدالله وویل چې اوس یې له ۳۰ ډېر کانټینرونه په جاپان او متحده عربي اماراتو کې بند پاتې دي، چې لوی لامل یې د دوبۍ په جبل علي بندر کې ځنډ دی؛ دا بندر د سیمې له مهمو لوژستیکي مرکزونو ګڼل کېږي.

نړیوال بانک په مې میاشت کې افغانستان "د بهرنیو اقتصادي ټکانونو پر وړاندې ډېر زیانمن" وباله او ویې ویل چې د وارداتو او صادراتو ترمنځ واټن پراخ شوی، چې د ۲۰۲۵ مالي کال پر مهال د هېواد د ناخالص کورني تولید (GDP) ۷۰ سلنې ته رسېدلی دی.

"دا بشپړ تاوان دی"

مسعود چې له جاپانه پرزې واردوي، وویل په ایران کې د جګړې له پیل راهیسې یې هېڅ کاروبار نه دی کړی.

هغه اې ایف پي خبري اژانس ته وویل:

"موږ به هره میاشت لسګونه، آن سلګونه کانټینرونه واردول، خو اوس دا شمېر صفر ته راټیټ شوی دی."

د نوموړي په خبره، د ده ځینې کانټینرونه متحده عربي اماراتو ته رسېدلي وو، خو د ګودام د لګښتونو د زیاتوالي له امله یې بېرته جاپان ته د استولو پرېکړه کړې ده.

هغه زیاته کړه: "موږ بله هېڅ لاره نه لرو. زه کومه بله بدیله لار نه وینم؛ دا بشپړ تاوان دی."

دغه ګډوډي د کندهار د سپین بولدک بازار په زرګونو کارکوونکي هم اغېزمن کړي دي، چې له ډلې یې د کرېن چلوونکی محمد نعیم دی.

دغه ۲۱ کلن ځوان وویل: "که وضعیت همداسې دوام وکړي، زه به دا کار پرېږدم او بل کار به پیل کړم."

ښاغلی نعیم وایي، په هغو تیارو ورکشاپونو کې چې پخوا به پکې موټر جوړېدل، اوس کارګران ناست وو او وسایل او ټایرونه بېکاره پراته وو.

۳۰ کلن سمیع‌الله، چې د ورکشاپ مالک دی وویل: "موږ به هره اونۍ له پنځو تر اوو موټرو پورې جوړول، خو اوس کار درېدلی، ځکه نوې پرزې نه را رسېږي."

هغه زیاته کړه: "که وضعیت همداسې دوام وکړي، موږ به هېڅ کار ونه لرو او زموږ تاوانونه به لا زیات شي، ځکه چې بیا هم باید خپلو کارکوونکو ته معاشونه ورکړو."

د سپین بولدک په بازار کې د موټرو د نندارتون مالک نورعلي له جاپاني وارداتي پرزو جوړو شویو شاوخوا دولسو رنګارنګ موټرو ترمنځ ولاړ و.

هغه وویل: "څرنګه چې سپین بولدک ته لږ کانټینرونه را رسېږي، نو پېرودونکي هم کم شوي دي."

هغه وویل چې له وروستي موټر پلورلو یې یوه میاشت تېره شوې ده.

نورعلي په پای کې هیله څرګنده کړه: "هیله ده چې ښکېل لوري یوې هوکړې ته ورسېږي او د هرمز تنګی په بشپړه توګه بېرته پرانیستل شي."