ټرمپ خپل روسي سیال ته د اوکرایین جګړې د حل لارې په موندلو کې د مرستې وړاندیز کړی

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د روسیې او اوکرایین ولسمشرانو د شنبې پر ورځ له ډونلډ ټرمپ سره تلېفوني خبرې کړې او هغه ته د امریکا د خپلواکۍ د ۲۵۰مې کلیزې مبارکي ویلې ده.

مسکو وايي، ښاغلي‌ ټرمپ له ولسمشر پوتین سره تر غږېدو له ورمخکې د اوکرایین له ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي سره هم خبرې کړې وې.

د کرملین یوه سلاکار یوري اوشاکوف ویلي، چې پوتین له خپل امریکايي همپوړي سره د جګړې ډګر د وروستي وضعیت په اړه مالومات شریک کړل او هغه د جګړې پای ته رسېدو ته د حل لارې موندلو کې د همکارۍ وړاندیز وکړ.

تر دې ورمخکې کیېف اعلان کړی و، چې د روسیې د شمال لوېدیځ په سنت پترزبورګ ښار کې یې د شنبې پر شپه د تېلو یو مهم ترمینل د ډرون برید کې په نښه کړی دی.

د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي دا مهم تاسیسات بللي چې د نوموړي په وینا "د روسیې جګړې ته عاید برابروي."

کیېف وايي په همدې سیمه کې د روسیې پر یوه مهمه سمندري اډه هم برید شوی دی.

سنت پیترزبورګ له پلازمېنې مسکو وروسته د روسیې دویم ستر ښار دی او له پنځو میلیونو ډېر خلک پکې ژوند کوي.

والي یې الکساندر بېګلوف ویلي، چې پر دغه ښار د ډرونونو "ستر برید" شوی.

هغه منلې، چې د تېلو ترمینل هم په نښه شوی، خو د مرګ‌ژوبله په اړه یې څه نه دي ویلي.

اوکرایین په وروستیو کې د خپلو اوږد واټنه ډرونونو په وسیله د روسیې د انرژۍ پر مهمو تاسیساتو بریدونه ډېر کړي دي چې پایله کې یې د سونګ توکو پراخ کمښت راغلی دی.

کیېف ادعا کوي چې د دغو بریدونو پایله کې د روسیې د تېلو د چاڼ یا تصفیې نږدې ۴۳ سلنه ظرفیت "له کاره لوېدلی" دی.

دا ادعا په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.

اوکرایین وايي دا چې مسکو د جګړې دوام لپاره په پراخه کچه د فوسیلي سونګ توکو پر صادراتو متکي دي، نو د روسیې د تېلو او ګازو تاسیسات مشروع پوځي اهداف دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چې تېره اوونۍ یې په کم‌ساري ډول ومنله چې د اوکرایین بریدونو د سونګ توکو کمښت راوستی، د شنبې پر ورځ کورني بازار ته د ډېرو سونګ توکو وړاندې کولو په موخه یو قانون لاسلیک کړ.

روسیې د ۲۰۲۲ کال فبرورۍ کې د پوتین په امر پر اوکرایین بشپړ یرغل پیل کړی.

زېلېنسکي ویلي چې په سنت پیترزبورګ او شاوخوا سیمو کې په نښه شوي اهداف د اوکرایین له پولې شاوخوا ۸۵۰ کیلومتره لېرې پراته دي.

په دغو بریدونو کې د اوښتو زیانونو کچه لا نه ده روښانه، خو د زېلېنسکي لخوا په یوه خپره شوې ویډیو کې داسې ډرون ښکاري چې د هدف پر لور روان دی او تر برید وروسته له سیمې تور لوګي پورته کېږي.

بي بي سي وروسته تایید کړه چې د سنت پیترزبورګ د تېلو ترمینل رښتیا هم په نښه شوی دی.

د اوکرایین پوځ دا د روسیې له ستر ترینو ترمینلونو بللی او ویلي یې دي چې د کال د دولس نیم میلیون ټنو نفتي محصولاتو د تولید وړتیا لري.

د اوکرایین پوځ زیاته کړې، چې په کرونشتات سیمه کې د روسیې د بالتیک سمندري ځواکونو یوه مهمه اډه هم تر برید لاندې راغلې ده.

روسیې تر اوسه د دې ادعا په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د سنت‌پیترزبورګ والي وايي، دغه ښار او د لینینګراد پراخه سیمه کې ۷۲ اوکرایني ډرونونه ویشتل شوي دي.

هغه د ښار له اوسېدونکو غوښتي چې د ډرونونو د ګواښ تر پای ته رسېدو پورې کورونو کې پاتې شي.

نوموړي دا خبرداری هم ورکړی چې د موبایل انټرنېټ خدمتونه ښايي ګډوډ شي.

د روسیې دفاع وزارت شنبه خپله وروستۍ عملیاتي خبرپاڼه کې ویلي، سهار او د ورتېرې شپې اوږدو یې له ۵۰۰ ډېر اوکرایني ډرونونه او توغندي شنډ کړي دي.

دغه وزارت دا بریدونه د جولای دویمه پر کیېف د روسیې له یوه ستر بریده او همدا راز په کوستیانتینیفکا کې د اوکرایني ځواکونو له "ناوریني ناکامۍ" د اوکراینیانو او "بهرنیو ملاتړو" د پام اړولو لپاره د زېلېنسکي هڅه بللې ده.

دغه وزارت دا خبرداری هم ورکړی چې د روسیې پر ملکي تاسیساتو د اوکرایین بریدونه "بې ځوابه نه پاتې کېږي".

داسې ښکاري چې دواړه لوري غواړي راتلونکې اوونۍ د ناټو له سرمشریزې مخکې برلاسي ترلاسه کړي.

پوتین د شنبې پر ورځ خپل امریکايي همپوړي ډونلډ ټرمپ‌ ته د امریکا د خپلواکۍ ورځې (جولای ۴) د مبارکۍ پیغام واستاوه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د "رغنده اړیکو" غوښتنه وکړه.

هغه یوه ورځ ورمخکې په پوځي جامو کې له قوماندانانو سره د کتنې پر مهال ادعا کړې وه چې کوستیانتینیفکا یې نیولې ده.

خو زېلېنسکي وايي، چې پوتین د جګړې د لومړۍ کرښې د وضعیت په اړه نړۍ ته دروغ وايي.

د اوکرایین پوځ هم له دې انکار کوي چې دغه ستراتېژیک ښار دې د روسیې کنټرول ته ورغلی وي.

په هره توګه دا اوس یوازې د وسلو جګړه نه ده؛ بلکې تبلیغاتي او لفظي جګړې هم ده.