د کب نیولو د بندیز له لرې کېدو وروسته له ۶۰۰۰ ډېرو کښتیو سفر
د کب نیولو د بندیز له لرې کېدو وروسته له ۶۰۰۰ ډېرو کښتیو سفر
د خپرېدو وخت
د جنوبي چین سمندر کې د درې نیمو میاشتو د کب نیولو د بندیز له پای ته رسېدو وروسته، د زرګونو کب نیوونکو کښتیو د سفر د پیل صحنې وګورئ. د چین د ګوانګدونګ ولایت په یانګجیانګ ښار کې له ۳۴۰۰ زیاتې کب نیوونکې کښتۍ له بندره روانې شوې. په همدې ورځ، د بېهای، شینژو او فانګچنګګانګ ښارونو له ۳۰۰۰ زیاتو کب نیوونکو کښتیو هم سفر پیل کړ.



