امریکايي سرچینې: امريکا او ايران د اوربند غځولو لپاره لومړنۍ موافقې ته رسېدلي دي

ایران

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۱ دقیقې

په امريکا کې سرچینې وايي، د امريکا او ايران مذاکره کوونکو د يوې موافقې پر چوکاټ هوکړه کړې، چې له مخې به يې د دواړو هېوادونو ترمنځ اوربند د ۶۰ ورځو لپاره وغځول شي او د ايران د اتومي پروګرام د راتلونکې په تړاو به خبرې پيل شي.

امريکايي سرچينو بي‌بي‌سي ته ويلي چې د اوربند نوې موافقه لا تر اوسه د دواړو هېوادونو د مشرانو وروستۍ تائيد ته نه ده رسېدلې.

راپورونه ښيي چې دا موافقه کولی شي له هرمز تنګي ''بې‌محدوديته تېرېدو'' ته لاره هواره کړي او ايران به ۳۰ ورځې وخت ولري، چې په دې تنګه سمندري لاره کې ايښودل شوي ماينونه لېرې کړي.

د دې راپورونو له مخې امريکا به هم خپله سمندري محاصره پای ته رسوي او د بنديزونو د معافيتونو په ورکولو سره به ايران ته اجازه ورکړي چې د تېلو صادرات بيا پيل کړي.

دا موافقه په داسې حال کې مطرح کېږي چې په سيمه کې تاوتریخوالی يو ځل بيا زيات شوی دی. د ایران سپاه پاسداران ځواک وايي، په سيمه کې يې د امريکا يو هوايي اډه په نښه کړې ده او دا اقدام د ایران په سویل کې د تېرې شپې له امريکايي بریدونو وروسته ترسره شوی دی.

په وروستيو ورځو کې تهران او واشنګټن څو ځله يو بل د اوربند په ماتولو تورن کړي دي.

د چهارشنبې پر ورځ، د ايران دولتي رسنيو د هغه څه ځينې برخې خپرې کړې چې د ۱۴ مادو يوه تفاهم‌ لیک ''غيررسمي مسوده'' بلل شوې ده.

د راپور له مخې، د دې مسودې په مادو کې د امريکا لخوا د ايران د بندرونو سمندري محاصرې لغوه کول، د ''ايران شاوخوا'' سيمو څخه د امريکايي ځواکونو وتل، او د هرمز تنګي له لارې د غيرنظامي تګ راتګ بېرته پيل شامل دي، چې د کښتیو مديريت او لارښوونه به د ايران او عمان لخوا ترسره کېږي.