د لبنان پر صور ښار د اسرائيل د برید شېبه

د لبنان پر صور ښار د اسرائيل د برید شېبه

دا بریدونه تر هغې وروسته شوي چې اسرائيلي ځواکونو خلکو ته خبرداری ورکړی و چې له دغه ښاره ووځي.

ایرانیو چارواکو پر لبنان د اسرائيل بریدونه له اوربنده سرغړونه بللې ده خو اسرائيل وايي چې لبنان د امریکا او ایران ترمنځ د شوي دوه اوونیز اوربند برخه نه ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال دا یو ډول "ټول‌وژنه" بللې خو اسرائيل ټينګار کوي چې حزب الله ډله په نښه کوي چې پر دوی توغندیز بریدونه کوي.

دې جګړې د لبنان لپاره ویجاړوونکې پایلې درلودلې دي او د شمېرو له مخې، تر اوسه یې له امله تر ۱.۲ میلیون ډېر خلک بې‌ځایه شوي او له ۱۵۰۰ ډېر وژل شوي دي.