تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د نویو غبرګونو مور: لبنان کې اسرائیلو زموږ کور بمبار کړ
غاده چې د لبننا سوېل کې د بېځایه شویو خلکو په یوه پنډغالي کې له خپلو نویو زیږېدلو غبرګونو ماشومانو سره اوسېږي، د بيبيسي خبریالې کارین توربي ته ویلي چې د اسرائیلو پوځ له بمبارۍ وړاندې له خپله کوره د وتلو امر ورته وشو. دا وايي چې اوس یې کور په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی.
نوموړې هغه مهال د اتو میاشتو میندواره وه او وروسته یې غبرګوني ماشومان له وخت وړاندې وزیږېدل. غاده د هغو څه باندې یو میلیون خلکو له ډلې ده چې په لبنان کې له خپلو کورونو ایستل شوي، ځکه اسرائیل پر حزبالله ډلې خپل بریدونه ډېر کړي دي. ډېری بېځایه شوې کورنۍ د لبنان د هغو سیمو دي چې حزبالله پکې پراخ ملاتړ لري.
اوس هغه له خپلو ماشومانو او شاوخوا ۲۰۰۰ نورو کسانو سره د صیدا ښار په یوه پوهنتون کې، چې په پناه ځای بدل شوی، ژوند کوي او همالته ویدېږي.