د ناروغ ښخولو پرسر شخړه؛ د اېبولو ددرملنې مرکز یې وسوځاوه
قهرېدلو خلکو د کانګو دیموکراتیک جمهوریت په ختیځ کې، د ایبولا د خپرېدو په مرکز کې د یوه روغتون یوه برخه وروسته له هغه وسوځوله، چې د یو ځوان سړي، چې ګومان کېده د اېبولا له امله مړ شوی، کورنۍ او ملګرو ته اجازه ورنه کړل شوه چې د هغه مړی د ښخولو لپاره یوسي.
یو ځایي سیاستوال بيبيسي ته ویلي چې ځینې خپلوان لا هم باور نه لري چې دا وېروس رښتینی دی، که څه هم تر اوسه یې په ختیځ کانګو دیموکراتیک جمهوریت کې تر ۱۳۰ ډېر کسان وژلي دي.
د ګډوډۍ پر مهال پولیسو د خلکو د تیتولو لپاره د خبرداري ډزې وکړې. د اېبولا د ناروغ مړی ډېر ساري (انتاني) وي، او چارواکي باید د خوندي ښخولو ډاډ ترلاسه کړي څو د ویروس د خپرېدو مخه ونیول شي. د روغتیا نړیوال سازمان د اېبولا د مړو لپاره د "خوندي او باعزته ښخولو" سپارښتنه کوي، چې روزل شوې ډلې د محافظتي وسایلو په کارولو سره مړي سمبال کړي.



