د 'ډونلډ ټرمپ' په نوم مشهور ۷۰۰ کیلوګرامه سنډا
د 'ډونلډ ټرمپ' په نوم مشهور ۷۰۰ کیلوګرامه سنډا
د خپرېدو وخت
هغسې چې لوی اختر نږدې کېږي، د څارویو پېر او پلور بازارونه تودېږي او د قربانۍ څارویو لپاره د پیرودونکو ګڼه ګوڼه زیاتېږي.
ځینې څاروي د خپلې بیې له امله مشهور کېږي او ځینې نور بیا د خپل جسامت، حجم او فزیکي ځانګړتیاو له امله مشهور کېږي.
په بنګله دیش کې بیا د قربانۍ یو څاروي د خپل نوم له امله ډېر شهرت موندلی او ګڼ شمېر کسان ورسره عکسونه اخلي.
د اې ایف پي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، د زرینو وېښتو لرونکی دا البینو مېښ د خپلو وېښتو رنګ او انداز له کبله د 'ډونلډ ټرمپ' په نامه نومول شوی دی.
د دې څاروي ۳۷ کلن مالک ضیاالدین وايي، ورور یې د دې ۷۰۰ کیلو ګرامه مېښ نوم د ویښتو د رنګ له امله د متحده ایالاتو د ولسمشر په نوم کېښود.



