اتو اسلامي هېوادونو په ګډه اعلاميه کې د غزې فعالانو سره د اسرائیلي وزير چلند په کلکه غندلی دی

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د متحده عرب اماراتو، اردن، ترکيې، مصر، اندونيزيا، پاکستان، سعودي عربستان او قطر د بهرنيو چارو وزيرانو غزې ته د مرسته رسوونکو کسانو او فعالانو سره د اسرائیلو د ملي امنیت د وزير ايتامار بېن ګوير چلند په کلکه غندلی او دا یې "وحشتناک، له سپکاوي ډک او د نه منلو وړ" بللی دی.

د جون پر ۲۲مه د متحده عرب اماراتو د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه ګډه اعلاميه کې د یادو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ټینګار کړی چې د بېن ګوير له خوا "د بنديانو قصدي سپکاوی د انساني وقار سربېره د نړيوالو قوانينو لاندې د اسرائیلو له مکلفيتونو ښکاره سرغړونه ده. "

وزيرانو د اسرائيلو له چارواکو غوښتي چې د ښاغلي بېن ګوير د کړنو په اړه ځواب ووايي او د هغه د پارونو او سړغړونو د مخنيوي لپاره ګوټلي ګامونه پورته کړي او ډاډ ترلاسه کړي چې دا ډول کړنې به بيا نه پېښېږي.

په بيانيه کې خبرداری ورکړل شوی چې د ښاغلي بېن ګوير "پاروونکې کړنې، کرکه او افراطيت راپاروي او د دوه دولتونو د حل لارې پر بنسټ د عادلانه او تلپاتې سولې د پرمختګ لپاره هڅې له خنډونه سره مخامخ کوي".

د اسرائیلو د ملي امنیت وزیر، چې یو ښي اړخی سیاستوال دی، د چارشنبې په ورځ یوه ویډیو خپره کړه چې پکې غزې ته د مرستو لېږدونکې کښتۍ نیول شوې او فعالان یې پر ځمکه په داسې حال کې پر ګونډو لیدل کېږي چې لاسونه یې تړل شوي دي.

ښاغلی بېن ګوير یې ترمنځ د اسرائیلو یوه لوی بېرغ سره ګرځي او په عبراني ژبه ورته وايي، "اسرائيلو ته ښه راغلاست. د دې ځای واک زموږ په لاس کې دی".

دغه ویډیو په نړيواله کچه د بېلابېلو هېوادونو او ادارو له خوا وغندل شوه ان د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پخپله هم پرې نیوکه وکړه او ویې ويل چې دا کړنه "د اسرائیلو له ارزښتونو سره سمون نه لري". د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر هم دا "شرمناک شېبه" وبلله چې په وینا یې اسرائیلو ته زيان رسوي.

د اسرائیلو د حکومت په بیان کې راغلي وو، "اسرائیل بشپړ حق لري چې د حماس پلوه تحریکوونکو بېړیو مخه ونیسي او اجازه ورنه کړي چې د هېواد سمندري اوبو ته ننوځي او غزې ته ورسېږي. خو هغه چلند چې وزیر بېن ‌ګویر د فلوټیلا له فعالانو سره وکړ، د اسرائیلو له ارزښتونو او معیارونو سره سمون نه لري."

اروپايي شورا هم ، غزې ته د مرسته رسوونکو کسانو بندیانول او له هغوی سره د اسرائيلي وزیر چلند د "نه منلو" بللی و.

د دې شورا مشر انتونیو کوسټا ویلي وو چې "د سمندري بېړیو مرستندویه غړو سره د اسرائيلي وزير بېن‌ګویر چلند حیران" کړی دی.

د کښتیو دا کاروان چې یوازې یو لږ اندازه مرسته یې لېږدوله، هدف یې دا و چې جګړه ځپلې غزه کې د فلسطینیانو سخت ژوند ته پام راواړوي. خو اسرائیلو دا یو داسې "تبلیغاتي اقدام چې د حماس په ګټه ترسره شوی" وباله.

د (جي اېس ایف) په نامه له ۵۰ د زیاتو کښتیو دا کاروان له ترکیې نه د غزې پر لور روان شوی و.

وروسته بيا، د اسرائیلو وسلوالو سمندري کومانډو ځواکونو د قبرص لوېدیځ ته په نړیوالو اوبو کې د دغه کاروان د مخنیوي عملیات پیل کړل. دا سیمه د غزې له ساحله شاوخوا ۲۵۰ سمندري میله (۴۶۰ کیلومتره) لېرې ده، هغه سیمه چې د اسرائیلو تر سمندري کلابندۍ لاندې ده.

د جي اېس اېف تنظیموونکو وویل چې ټولې کښتۍ یې ونیول شوې، خو یوه وتوانېده چې د فلسطین خاورې ته تر ۸۰ سمندري میلو پورې ورسېږي.

دوی اسرائیل په "غیر قانوني سمندري تېري" تورن کړي وو او ويلي یې وو چې، اسرائیلي کومانډو ځواکونو پر شپږو کښتیو ډزې کړې، د اوبو توپونه یې کارولي، او په قصدي ډول یې له یوې کښتۍ سره ټکر کړی.

د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزارت بيا په ځواب کې ويلي وو، چې هېڅ اصلي مرمۍ نه دي کارول شوې او ټینګار یې کړی و چې دوی به "د غزې پر وړاندې د قانوني سمندري محاصرې هېڅ ماتې ته اجازه ور نه کړي".

په اسرائیلو کې د امریکا سفیر، مایک هکابي، د بېن ګوير کړنې "کرکجنې" بللې وې.

د بریتانیې د بهرنیو چارو سکرترې ایویټ کوپر ويلي وو چې دې ویډیو "په بشپړه توګه شرموونکې صحنې" ښودلې دي، او زیاته کړې یې وه چې هغې د اسرائیلو سفارت ته احضاریه استولې، چې "بېړنۍ توضیح" وغواړي.

د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني له فعالانو سره د اسرائیلو چلند "ډېر کرکجن" بللی و او زیاته کړې یې وه چې ده چارواکو ته لارښوونه کړې چې د اسرائیلو سفیر راوغواړي.

کارني پر اېکس لیکلي وو، "د ملکي وګړو ساتنه او د انساني کرامت درناوی باید هر ځای او هر وخت رعایت شي."

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پیني وانګ هم بېن‌ګویر غندلی و او ، د اسرائیلي چارواکي کړنې یې "سپکوونکې" بللې و.

که څه هم د تېر کال په اکټوبر مياشت کې د اسرائیلو او حماس تر منځ اوربند شوی خو بيا هم د غزې وضعيت خراب دی او د ۲.۱ ميليونه وګړو لويه برخه لا هم بې ځايه ده.

ملګرو ملتونو څو اوونۍ وړاندې ويلي وو چې په غزه کې ډېرې بېځایه شوې کورنۍ لا هم اړ دي چې په ګڼه ګوڼه خېمو یا سخت زیانمنو ودانیو کې ژوند وکړي، ځکه چې خوندي بدیل نه لري.

د ملګرو ملتونو په وینا، بنسټیزو خدمتونو ته لاسرسی لا هم ډېر محدود دی. د پاکو اوبو رسونه منظمه نه ده، او د کثافاتو د مدیریت سیستمونه کمزوري دي چې د عامې روغتیا ستونزې رامنځته کوي. د حشراتو او موږکانو زیاتوالی هم جدي ستونزه ده.

ملګرو ملتونو دا هم ویلي چې بشري مرستې د مهمو وسایلو د پرزو، احتیاطي جنراتورونو او نورو ماشینونو د واردولو پر محدودیتونو له امله له ستونزو سره مخامخ دي، او همدارنګه د تېلو په څېر اړینو توکو کمښت شته.

خو، د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې چې غزه "له مرستو ډکه ده." د وزارت په وینا، په تېرو اوو میاشتو کې له ۱۵ میلیونه ټنه زیاته مرستندویه مواد او زرګونه ټنه طبي توکي غزې ته رسول شوي دي.

د غزې جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر پر ۷مه د حماس تر مشرۍ لاندې په سویلي اسرائیلو له برید سره پیل شوه. هغه برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ کسان یرغمل ونیول شول.

په ځواب کې، اسرائیلو په غزه کې پوځي عملیات پیل کړل. د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت په وینا، په دې عملیاتو کې له ۷۲۷۷۰ څخه زیات کسان وژل شوي دي.